د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په شپه پر خپله ایکس پاڼه (پخوانی ټویټر) لیکلي، چې دا ټاکنه د ډلې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده په امر شوې ده.
خلیل الرحمن حقاني، چې د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست وزیر و، د لیندۍ/قوس پر ۲۱مه د وزارت په انګړ کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.
د اسلامي دولت ډلې یا داعش د هغه برید مسوولیت ومانه.