د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۶

د بشري حقونو فعالانو له پاکستانه وغوښتل چې افغان کډوال ونه ځوروي


د بشري حقونو د فعالانو تړون ویلي چې په پاکستان کې افغان کډوال د طالبانو د ظلم او ستم قرباني دي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د ډله ییزې نیونې په اړه د غبرګونونو په دوام، تازه د بشري حقونو د فعالانو تړون د دې وضعیت په اړه د اندیښنې په څرګندولو ویلي چې په دغه هیواد کې افغان کډوال د طالبانو د ظلم او ستم قرباني دي.

د دې تړون یوه غړي فهیم فرواک د پنجشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې دغه نیونې باید ودرول شي، ځکه چې د ده په خبره دا افغان کډوال چې د طالبانو له وېرې یې افغانستان پریښی، که بېرته واستول شي، د طالبانو له ګواښ سره به مخامخ شي.

هغه زیاته کړه: «موږ ټینګار کوو چې په پاکستان کې کډوال د طالبانو د ظلم او تاوتریخوالي قرباني کیږي، د دوی نیونه او دوی سره غیر قانوني چلند د اسلامي اصولو، نړیوالو قوانینو، او د پاکستان د بشردوستانه ژمنو خلاف دی. »

د بشري حقونو د فعالانو تړون د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستاني پولیسو له خوا د افغان کډوالو پراخ او غیر قانوني نیونې په کلکه غندلي او د دې هیواد له حکومته یې غوښتي چې ژر تر ژره دې دغه نیونې ودروي، انساني کرامت ته درناوی وکړي او دا ډول کړنې دې بس کړي.

د بښنې د نړیوال سازمان غبرګون

په ورته وخت کې د بښنې نړیوال سازمان د پاکستاني پولیسو له خوا د افغان کډوالو د نیولو په بې قید او شرطه دریدو ټینګار کړی دی.

یاد سازمان په یوې اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ یې په خپله ویب پاڼه کې خپره کړې، په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو په اړه اعتراض کړی او د اسلام اباد دغه اقدام یې تبعیضي ګڼلی دی.

د بښنې نړيوال سازمان ویلي، د اسلام اباد پوليسو د شپې لخوا کورونه پلټلي او د ښځو او ماشومانو په ګډون يې سلګونه افغانان نيولي دي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو شکایت

په همدې حال، په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال وايي چې د پنجشنبې په ورځ هم د پولیسو له خوا د بي ١٧ ښارګوټي په ګډون، د اسلام اباد په بیلابیلو سیمو کې یو شمیر افغان کډوال نیول شوي او نیول شوي خلک د دوی ستونزو ته د رسیدو غوښتنه کوي.

د اسلام اباد په اف-۱۴ سیمه کې یوه افغان کډوال حاجي اسلم ازادي راډیو ته وویل: «که څوک په لاره کې هم روان وي نیسي یې، له چا زره، له چا دوه زره تر ۱۰ زره کلدارو هم اخلي او بیا یې خوشې کوي، خو څوک چې پیسې ونه لري، بیا یې زندان ته وړي.»

يو بل افغان کډوال چې نه يې غوښتل د موضوع د حساسيت له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي وویل پرون د اسلام اباد په يوې سيمه کې د پوليسو له خوا ونيول شو او اوس په حاجي کمپ کې په بې برخلیکه حالت کې دی: «پرون یې زه او میرمن مې له کوره ونیولو، ٢٤ ساعتونو راهیسې په یو بد حالت او ډيرې انديښنې کې یو، هیڅوک نشته چې مونږ سره مرسته وکړي، ان داسې یو خواړه راکوي چې د خوړلو نه دي، زمونږ غوښتنه له یو ان اچ سي ار او بشري حقونو سازمان څخه دا ده، چې ژر تر ژره دې زمونږ وضعیت ته پام وکړي، څو له دې وضعیت څخه وژغورل شو.»

دا په داسې حال کې ده چې په اسلام اباد کې د افغان کډوالو په نیولو او توقیف کې د روانې میاشتې له پیل راهیسې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

پاکستاني پولیس وايي چې دوی یوازې هغه کسان نیولي چې قانوني اسناد نلري، خو یو شمېر افغان کډوال ادعا کوي چې پولیسو هغه کسان هم نیولي او له ځانه سره یې وړي چې اسناد لري.

د سې شنبې په ورځ (د جنوري په اوومه نېټه) په اسلام اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي، چې پاکستاني پولیسو په وروستیو څو ورځو کې لږ تر لږه ۸۰۰ افغانان نیولي او ځینې یې په جبري ډول بېرته افغانستان ته استولي دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې دا مهال په پاکستان کې ۳.۲ میلیونه افغان کډوال مېشت دي.

XS
SM
MD
LG