د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۱

م.م. د انترنیټ له لارې د کرکجنو او ناسمو معلوماتو پر خپرېدو اندېښنه ښيي


ملګري ملتونه په انټرنېټي نړۍ کې د کرکجنو څرګندونو او ناسمو معلوماتو د خپرېدو په اړه اندېښنه ښيي وايي، دغه پدیده نه یوازې په خواله رسنيو، بلکې د خلکو په ورځني ژوند کې هم جدي ستونزې رامنځته کوي.

په داسې حال کې چې انټرنېټ او خواله رسنۍ ورځ تر بلې د انسانانو د ژوند مهمه برخه ګرځي او د دوی تر منځ د اړيکو جوړولو په برخه کې مهم رول لري، ملګري ملتونه په خواله رسنیو او د خلکو په ورځني ژوند کې د کرکجو څرګندونو او ناسمو معلوماتو د چټک خپرېدو په اړه اندېښنه ښيي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولي دفتر یوناما د جنورۍ په نهمه (پنجشنبه) پر خپله افیسبوکپاڼه ليکلي چې دغه پدیده نه یوازې په خواله رسنيو، بلکې د خلکو په ورځني ژوند کې هم جدي ستونزې رامنځته کوي.

یونما ټینګار کړی چې د دغې پدیدې مخنیوی د هر فرد مسوولیت دی.

"کرکې ته نه ووایئ" په شعار سره دغه سازمان له خلکو غواړي چې دکرکجو څرګندونو پر ضد اقدام وکړي، حقایق څرګند کړي، ناسم او غلط معلومات افشا کړي، او د دې ترڅنګ ځان او نور وهڅوي چې کرکجنو څرګندونو ته نه ووايي.

په ورته وخت کې يو شمېر افغانان هم وايي چې انټرنېټ او خواله رسنۍ د معلوماتو د خپرولو او د اړيکو د نيولو اصلي وسيله ده نو بايد په کارونه کې يې له ډېر احتياط څخه کار واخيستل شي.

د پلازمېنې کابل اوسېدونکى ذبيح الله وايي:

"نن چې يو ناسم خبر خپور شي، ټول يې ويني د ټولو په ځانګړې توګه د ځوانانو د احساساتو د پارولو لامل کېږي په تېره بیا قومي او تبعيضي مسايل یې زيات کړي دي، ځوانان غواړي يو بل قوم ته سپکاوى وکړي څو لايک، او فالور ټول کړي دا ډېره ګواښونکې ده."

نوموړى وايي انټرنېټ او خواله رسنۍ باید د ویشلو لپاره نه بلکې د يووالي رامنځته کولو لپاره وکارول شي.

د ننګرهار د شينوارو اوسېدونکى الفت الله محبزى هم په دې اړه وايي:

" موږ بايد هېڅ کله د انټرنېټ له لارې په ناسمو معالوماتو باور و نه کړو ځکه خلک د مستعار اکونټونو له لارې د خپلې ګټې لپاره خلک تېر باسي موږ بايد ونه غولېږو او ناسمو معلوماتو باندې تکيه ونه کړو"

ټولنپوهان وايي، انټرنېټ او خواله رسنۍ هغه وسيلې دي چې په يوه شېبه کې معلومات د نړۍ تر ګوټ ګوټ رسوي نو بايد په خپرولو کې يې له پامه کار واخيستل شي هغه لارې بايد په ګوته شي چې د ناسمو معلوماتو د نه خپرېدو په برخه کې ګټورې دي.

د دوى له ډلې مجيب لحاظ ازادي راډيو ته وويل:

" موږ په عربي کې يو متل لرو چې " هره خبره په خلکو اغيز لري" د خبرو کره والى مهم دى چې مستقيم پر خلکو اغيز کوي ښه خبره ښه اغيز لري او بده خبر بد اغيز کوي، په لومړي سر کې د رسنيو مالکانو ته پکار ده چېپه دې پخاطر اصول وټاکي څو ناسم معلومات خپاره نشي او بل زموږ مسووليت دا دى چې بايد عامه پوهاوى رامنځته شي څو د ناسمو معلوماتو مخه ونيول شي."

ملګري ملتونه په دې باور دي چې د کرکجو څرګندونو د مخنیوي لپاره باید ټولنیز شعور لوړ او د زغم، همدردۍ او ګډ ژوند کلتور ته وده ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG