د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۷

د انګلستان کرکټ بورد: له افغانستان سره د لوبو د لغوه کولو د یو اړخیز اقدام پلوی نه کوو


افغان کریکټ لوبغاړي
افغان کریکټ لوبغاړي

د انګلستان کرکټ بورډ د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره د انګلستان د را روانې میاشتې د لوبې د لغوه کولو په اړه د بریتانیا د یوشمیرسیاستوالو د غوښتنې په ځواب کې وویل چې په دې اړه د کرکټ د نړیوالې شورا د ټولو غړیو د ګډ دریځ ملاتړ کوي نه د یواړخیزاقدام.

د دې بورډ اجرایوي ریس ریچارډ ګولډ وویل، دا بورډ د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو چلند غندي او دې ته په پام یې له افغانستان سره هیڅ یوه لوبه نده پلان کړې.

هغه ژمنه وکړه چې په دې اړه به د کرکټ د نړیوالې شورا ICC له خوا د اقداماتو لپاره هڅه وکړي ځکه د ده په وینا همغږې شوې هڅې به د یواړخیز اقدام پرتله ډیرې اغیزمنې وي.

د بریتانیا د پارلمان یوشمیرغړیو له انګلستان څخه غوښتي چې راتلونکې میاشت د افغانستان په وړاندې د کرکټ د چمپینز ټرافي لوبه بایکاټ کړي، او ویلي یې دي چې د انګلستان کرکټ بورډ (ECB) باید د طالبانو له لوري د ښځو د ځپنې په وړاندې دریځ ونیسي.

ټاکل شوې ده چې انګلستان د فبرورۍ میاشتې په ۲۶مه د پاکستان په لاهور کې په یوه ګروپ کې له افغانستان سره لومړنۍ لوبه وکړي.

د رویترز خبري آژانس د راپورله مخې د دوشنبې په ورځ له ۱۶۰ څخه زیاتو سیاستوالو په یوه لاسلیک شوي لیک کې د انګلستان له لوبغاړو او چارواکو څخه غوښتي چې په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره د چلند په وړاندې غږ پورته کړي. په لیک کې زیاته شوې "موږ له ECB څخه هم غوښتنه کوو چې د فبروري په ۲۶مه د کرکټ د نړیوالې شورا ICCچیمپینز ټرافي ګروپ پړاو کې د افغانستان په وړاندې د راتلونکې لوبې بایکاټ په پام کې ونیسي ترڅو یو واضح پیغام ورکړي چې دا ډول ناوړه چلند به ونه زغمل شي،"

انګلستان مخکې له افغانستان سره د ۲۰۲۳ کال د پنځوس اوریزو کرکټ نړیوال جام او همدارنګه په ۲۰۲۲ کال کې د شل اوریزو نړیوال جام کې مخامخ شوی و. تیر کال، آسټرالیا په افغانستان کې د ښځو لپاره د بشري حقونو د خرابېدونکي وضعیت له امله د افغانستان پر وړاندې د شل اوریزو لړۍ لغوه کړې وه.

XS
SM
MD
LG