د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۶

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: واشنګټن هیله من دی چې په غزه کې د اوربند پر موافقه سلا وشي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن-عکس ارشیف
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن-عکس ارشیف

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر جو بایډن اداره تمه لري چې په غزه کې د اوربند د ټینګښت او د پاتې یرغمل شویو د خلاصون پر سر موافقه د بایډن د ولسمشرۍ دورې له پای ته رسېدو مخکې نهايي شي.

ټاکل شوې د امریکا د متحدو ایالتونو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ میاشتې پر ۲۰مه سپینې ماڼۍ ته ستون شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن نن دوشنبه په جنوبي کوریا کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، چې واشنګټن غواړي تر دوو اوونیو پورې د دې موافقې د نهايي کېدو شاهد وي.

ښاغلي بلېنکن چې په وار- وار په غزې تړانګه کې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ د اوربند پر موافقه د سلا کېدو هڅې کړي- ویلي، چې ولسمشر جو بایډن د خپلې ولسمشرۍ دورې تر پای ته رسېدو مخکې هره دقیقه او هره ورځ هڅه کوي، چې په غزه کې پر اوربند او د پاتې یرغمل شویو پر خلاصون موافقه شي.

د امریکا د متحدو ایالتونو تر څنګ اروپايي ټولنه هم توندلارې ډله حماس، یو تروریستي سازمان ګڼي.

د حماس یوه لوړ رتبه چارواکي د یکشنبې په ورځ ویلي وو، چې دغه ډله تیاره ده، چې له اسرائیل سره د یوې احتمالي موافقې په لومړي پړاو کې ۳۴ یرغمل شوي کسان خوشې کړي.

د حماس دغه چارواکي ویلي وو، چې په قطر کې غیرمستقیمې مذاکرې بیا پیل شوې دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې پر یوه موافقه د سلا کېدو لپاره د حماس له خوا جدي تعامل تر سترګو کېږي، خو دا موافقه لا بشپړه شوې نه ده.

ښاغلي بلېنکن زیاته کړه، چې حماس ډله باید د دې موافقې د بشپړاوي لپاره ضروري- نهايي پرېکړه وکړي.

د امریکا د متحدو ایالتونو دغه لوړ رتبه ډیپلومات د ۲۰۲۳م. کال د اکتوبر له اوومې نېټې منځني ختیځ ته ۱۲ وارې سفرونه کړي دي.

حماس پر هغه نېټه پر اسرائیل په هغه ناببره حمله کې لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان ووژل او تر ۲۵۰ زیات نور کسان یرغمل کړل.

ویل کېږي، لا هم شا و خوا ۱۰۰ کسان د حماس ډلې له خوا یرغمل دي، خو ګومان کېږي چې له دې حملې ښايي ۳۴ یې مړه شوي وي.

د حماس له حملې وروسته اسرائیل د دې ډلې خلاف په غزې تړانګه کې پوځي عملیات پیل کړل.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت نن ویلي، چې پر غزه د اسرائیل په حملو کې څه باندې ۴۵زره او ۸۰۰ فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۰۹زرو زیات نور ټپیان شوي دي.

د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر ویلي، چې حماس د هغو یرغمل شویو د نومونو فهرست چې د احتمالي موافقې پر اساس به خوشې کېږي، نه دی وړاندې کړی.

XS
SM
MD
LG