د سوریې چارواکو پرون- د جنوري ۴مه اعلان وکړ چې د دمشق په اصلي نړیوال هوايي ډګر کې به نړیوالې الوتنې راروانه سه شنبې بیا پیل شي.
چارواکو ویلي چې د سوریې هوايي شرکت به له دمشق څخه ډوبی ته الوتنې د سه شنبې په ورځ بیا پیل کي.
سانا دولتي خبري آژانس د سوریې د ملکي هوايي چلن ادارې د لوی رییس اشهد الصلیبي له قوله راپور ورکړی چې نوموړی وايي، د سه شنبې په ورځ به دوی د دمشق له نړیوال هوايي ډګر څخه نورې نړۍ ته او له نورو هېوادونو څخه دې هوايي ډګر ته د الوتنو هرکلي ته چمتو وي.
ښاغلي الصلیبي وویل"موږ د عربي هېوادونو او نورې نړۍ هوايي شرکتونو ته ډاډ ورکوو چې د دمشق او حلب د هوايي ډګرونو د بیارغونې چارې مو د شریکانو په مرسته پیل کړې دي نو ځکه دا هوايي ډګرونه به له ټولې نړۍ څخه د الوتنو د هرکلي لپاره چمتو وي."
سوریې ته د نړیوالو مرستندویو ټولنو او د بېلابېلو هېوادو د ډيپلوماتیکو پلاوو د الوتکو او د کورنیو شرکتونو الوتنې لا له مخکې پیل شوي. د دمشق د هوايي ډګر یوه کارکوونکي چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي ځکه له رسنیو سره د خبرو اجازه نه لري فرانسپرس آژانس ته وویل چې د سوریې هوايي شرکت به له دمشق څخه ډوبی ته الوتنې د سه شنبې په ورځ بیا پیل کړي.
د پنجشنبې په ورځ د قطر هوايي شرکت قطر ایروېز اعلان وکړ چې له نژدې ۱۳ کلونو وروسته به د سوریې پلازمېنې ته الوتنې بیا پیل کړي او د سه شنبې له ورځې څخه به سوریې ته په اونۍ کې درې الوتنې ولري.
سوریې ته ملکي الوتنې په تېره ډسمبر میاشت کې د بشاراسد د رژیم له پرځېدو وروسته ځنډېدلې وې.
یوه قطري چارواکي تېره میاشت فرانسپرس ته ویلي و، چې دوحې، نویو واکمنو ته د دمشق د هوايي ډګر د بیا فعالولو په چاره کې د مرستې وړاندیز کړی دی.
د فرانسپرس د خبریال د خبر له مخې د ډسمبر په اتمه د بشاراسد د واکمنۍ له پرځېدو وروسته د ډسمبر په ۱۸مه له دمشق څخه په لومړۍ الوتنه کې د هیات تحریر شام ډلې مشر احمدالشرع چې اوس مهال د سوریې واکمن دی، د دې هېواد شمالي ښار حلب ته سفر وکړ.