د جنورۍ څلورمه د بریل خط له نړیوالې ورځې سره همهاله په افغانستان کې یو شمېر نابینایان او هغوی چې د سترګو نظر یې کم دی وايي له ډول ډول ننګونو سره مخامخ دي.
دوی له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې ان ځینو ته یې د بریل خط د زده کړو زمینه هم نه ده برابره.
د ميدان وردګو اوسېدونکې نابینا فریبا سلطاني وايي چې دوی درسي توکو ته اړتیا لري.
« په لرو پرتو ولایتونو کې نابینا کسان د کتاب په ګډون درسي موادو ته اړتیا لري، ډيری په خپله درسونه په بریل خط لیکي ځکه چې کتابونه نشته، په ولایتونو کې هغه امکانات چې د کابل په ښوونځیو کې شته هلته نشته او څوک یې بیخي نه پیژني.»
فریبا وايي د نورو ستونزو سربیره دا چې له زدکړو را وګرځول شوه ډېره ناهيلې شوې ده.
«ډېره د درد خبره وه هيڅوک نه شي کولای د دې اندازه ولګوي چې يوه نجلۍ او بیا نابینا له زده کړو بې برخې شي، د نابینانو نجونو لپاره زده کړې او پرمختګ د زړه خوشحالولو ښه وسیله ده.»
د راپورونو پر بنسټ په کابل کې د نابیناوو د مسلکي لیسو او انسټیټوټ چې نابینا کسانو ته د زده کړو او اسانیتاوو په برابرلو بوخت دي په ورستیو کې کلونو کې د درسي توکو د کمښت سربیره له مالي ستونزو سره مخامخ دي.
د هغو کتابونو نشتوالی چې په بریل خط کښل شوي وي او په دې برخه کې د نورو مناسبو درسي توکو کمښت د نابینا زده کوونکو له جدي ستونزو ګڼل کیږي.
هغه نابینان چې بریل خط یې زده کړی او تر یو بریده ورته د زده کړې زمینه برابره شوې وايي په ژوند کې ډېر مثبت بدلونونه راغلي دي.
د کابل ښار د نابینایانو په مسلکي لیسه کې ښوونکی همایون عزیزي چې له بریل خطه په استفادې شعر لیکلي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
« د بریل خط له ۶ ټکو جوړ شوی دی، موږ یې په لمسولو وایو، د ښوونځیو کتابونه او نور درسي توکي مو په همدې ترتیب بریل خط ته واړول، د بریل خط په زده کړه زموږ په ژوند ډېر مثبت بدلونونه رامنځته شول، اوس کولای شو چې خپلې کیسې ستونزې او دردونه ولیکو، خپله هم زده کړه وکړو او نورو ته د زده کړو زمینه برابره کړو.»
د کابل ښار اوسېدونکې او د کابل د نابینانو په مسلکي لیسه کې ښوونکې معصومه وايي په ۸ کلنۍ یې بریل خط زده کړ.
« د بریل خط زده کړې موږ ته ډېرې اسانیتاووې رامنځته کړې، اوس کولای شو چې کتابونه، مجلې او اخبار ولولو، خوښه چې د دغه خط په زده کولو سره اوس ښوونکې یم او خپلو زده کوونکو ته هم د بریل خط ورښیم.»
په بلخ ولایت کې د معلولیت لرونکو کسانو د حقونو د خوندیتوب شبکې غړی او فعال سید محمد یزدان پرست یعقوبي د نابینانو د ستونزو په اړه ازادي راډیو ته وویل:
«نابینایان په کانکور ازموینه کې له ګډونه بې برخې دي د زده کړو لپاره ورته زمینې نه دي برابرې او همدا راز په ښوونځیو کې د درسي توکو سربیره د هغو استادانو له کښمت سره هم مخامخ دي چې له بریل خط سره بلد وي، د افغانستان ۹،۱۳ سلنه وګړي معلولیت لرونکي دي چې تقریبا ډیری د امکاناتو له نشتوالي سره مخامخ دي.»
نن د جنورۍ میاشتې څلورمه نېټه د بریل خط هغه خط چې د نابینایانو ژوند یې روښانه کړ نړیواله ورځ ده.
ملګرو ملتونو د دغه ورځې د لمانځلو موخه د بریل خط په اړه چې د نابینایانو ترمنځ د اړیکو ښه وسیله بلل کیږي په اړه عامه پوهاوی ښودلی دی.
بریل خط له شپږو ټکو جوړ دی چې نابینایان یې په لمسولو سره د الفبا توري، حساب او نورې برخې پیژندلای شي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې سویډن کمېټې په افغانستان کې معلولیت لرونکو په ځانګړي توګه نابینایانو ته روغتیايي اسانتیاووې برابرولې خو دغې کمیټې څه موده وړاندې په سویډن کې د قرانکریم د سوځونې په غبرګون کې د طالبانو له فرمان وروسته په افغانستان کې خپلې چارې ودرولې.
په ورته وخت کې یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو د محدیتونو او په ځانګړي توګه له کار څخه د افغان ښځو د منع کولو په غبرګون کې خپلې چارې محدودې او یاهم بیخي بندې کړې چې د افغانانو په ژوند یې منفي اغیز پریښی دی.
د طالبانو د حکومت د عامې روغیتا وزارت مرستیال عبدالولی حقاني شاوخوا درې میاشتې وړاندې د بینايي د نړیوالې ورځې په مناسبت کابل کې جوړې شوې یوې غونډې ته ویلي چې هرکال شاوخوا ۲۵ زره کسان په افغانستان کې د سترګو لید له لاسه ورکوي.
نوموړي همدا راز ویلي چې د سترګو د لید د لمنځه تلو د دغې کچې ۸۰ سلنه د مخنیوي وړ ده خو د امکاناتو د نتشوالي له کبله خلک د سترګو لید له لاسه ورکوي.
د حقاني په خبره چې د روغتیا د نړیوال سازمان او بینايي سنجۍ د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د نابینايي کچه د ۱،۵ څخه تر ۲ سلنو پورې ده او هرکال ۲۵ زره کسان د سترګو لید له لاسه ورکوي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت دغه چارواکي همدا راز ویلي چې شاوخوا یو نیم میلیون کسان په افغاستان کې د بینايي له ستونزو سره مخامخ دي.
د طالبانو د حکومت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې د معلوماتو پر بنسټ چې د نابینا او ناشنیویانو لپاره د دغې ادراې په چوکاټ کې ۱۶ روزنیز مرکزونه فعال دي چې پکې د نجونو په ګډون څه باندې دوه زره کسان په زده کړو بوخت دي.
دا په داسې حال کې ده چې له شپږم ټولګي پورته نجونې یې د نورو نجونو په څېر له زده کړو منع ش