د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

کابل ښاریان واورو ته خوشاله دي خو د واورو د اوبو د مدیریت غوښتنه کوي


د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي ټینګار کوي چې د وروستیو ورېدلو واورو د اوبو سپمل کولو لپاره دې څله ګانې وکیندل شي.

یو شمېر ښاریان ورښتونو ته خوشحاله دي او د واورو د اوبو د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره د واور د اوبو لپاره د ځانګړو څاه ګانو پر کیندلوټینګار کوي.

د کابل ښار اوسېدونکې صبرینا د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

«په کابل کې د واور ورښت موږ هیله من کړي یو او باید د واورو او بارانونو اوبه داسې مدیریت کړو چې د ځمکې لاندې اوبو دډېرېدو لامل شي او له ښاریانو مو غوښتنه دا ده چې د خپلو کورونو په چاپېریال کې دې د وړو حوضونو او ډنډونو پهجوړولو دې د واورو اوبه مدیریت کړي.»

د کابل ښار بل اوسېدونکی هدایت د واورو د اوبو پر مدیریت ټینګار کوي او وایي چې په دغه ښار کې د واورو د اوبو د ضایع کېدو مخنیوی بایدعام او بنسټیز شي.

ده ازادي راډیو ته وویل:

“د واورو د اوبو د ذخیره کولو لپاره له بده مرغه د کابل په اکثرو مراکزو کې داسې سیستم نه دی جوړ شوی او د کابل په اطرافسیمو کې د دغو اوبو د ذخیره کولو لپاره ځایونه کیندل شوي.”

د یادونې ده چې له دې وړاندې د ځمکې لاندې ذوبو د کمېدو په اړه راپورونه خپاره شوي چې د کابل ښار د اوسېدونکو اندېښنې یې راپارولي دي.

له دې سره د چاپېریال ساتنې ځینې پوهان هم وایي چې خلک باید د خپلو کورونو د بامونو یا حویلۍ ګانو واورې په غیر کانکرېټي یا د استوګنځایونو په داسې سیمو کې راټول کړي چې د جذب وړ وي تر څو په خبره یې د ځمکې لاندې اوبو د زیاتېدو لامل شي.

د چاپېریال ساتنې د برخې کار پوه محمد اقبال همدرد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

“افغانستان په وچه کې راګیر هېواد دی او د اوبو سرچینې یې واورې او بارانونه دي، چې د افغانستان د اوبو زېرمې پهغرونو کې پیاوړې کوي او موږ د کال په اوږدو کې له دغو اوبو په بېلابېلو لارو ګټه اخلو او د ژمي په موسم کې بیا د واورو اوباران مدیریت ته اړتیا ده.”

له دې سره د طالبانو د واک لاندې د کابل ښاروالۍ هم له خلکو غوښتي چې د واورو د اوبو ذخیره کولو لپاره دې څاه ګانې وباسي او یا دې پهځانګړو ځایونو کې ذخیره کړي.

تازه د طالبانو د حکومت تر واک لاندې د کابل ښاروالۍ پر فېسبوک پاڼه د دغې د ویاند نعمت الله بارکزي د یو ویډیوي پیغام په خپرولو د کابل دځمکې لاندې اوبو د کچې لوړولو لپاره پر ګډو هڅو ټینګار کړی دی.

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د تیر کال د اکتوبر په پای کې په خپله ایکس شبکه (پخواني ټویټر) اعلانوکړ چې د اقلیم د بدلون اغیزې په کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو په کچه کې د پام وړ کمښت لامل شوي او کېدای شي دا ښار تر ۲۰۳۰ کالپورې د اوبو له سخت کمښت سره مخ شي.

XS
SM
MD
LG