د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۳ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۳

خبرونه

هند پر پکتیکا د پاکستان دوې اوونۍ مخکینۍ هوايي حمله وغندله

هند پر پکتیکا د پاکستان له هوايي برید دوې اوونۍ وروسته دغه حمله وغندله.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، هند پر بېګناه ملکيانو هر ډول برید په کلکه غندي.

هغه زیاته کړې چې دا د پاکستان پخوانۍ طریقه ده چې د خپلو داخلي ناکامیو پړه پر ګاونډیانو وراچوي. د پاکستان پوځ د مرغومي/ جدي پر څلورمه ماښام مهال د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې هوايي برید وکړ.

طالبانو ویلي چې په برید کې ۵۱ کسان چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو، وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د طالبانو د دفاع وزارت د مرغومي پر اتمه اعلان وکړ، چې په پاکستان کې یې پر هغه ځای ځوابي بریدونه کړ، چې د افغانستان پر خاوره ورڅخه بریدونه تنظیم شوي وو.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په دې وروستیو کې ویلي چې په پکتیکا کې هوايي برید د پاکستان د حکومت مخالفو وسلوالو ته یو " غاښ ماتوونکی ځواب " و. اسلام اباد ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) جنګیالي په افغانستان کې پټ دي او له هغه ځایه د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه پلانوي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د اسلام اباد دا ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي، هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د افغانستان او څلورو نورو هېوادونو دریو میلیونو وګړو ۲۰۲۴ کال کې له لویدیځو هېوادونو د پنا غوښتنې کړي

کډوال یونان کې
کډوال یونان کې

په لویدیځو هېوادونو کې د پناه غوښتنې د دوسیو شمېر یو نوی ریکارډ جوړ کړ.

افغانستان، سوریه، وینزویلا، کلمبیا او هند هغه هېوادونه دي چې لږ تر لږه ۳ میلیونو وګړو یې تېر ۲۰۲۴ کال د پناه اخیستلو غوښتنې کړي.

د اقتصادي همکارۍ او پراختیا د سازمان په یوه تازه راپور کې چې د دوشنبې په ورځ یې خپور کړی راغلي چې د پناه غوښتونکو دا شمېر د وړم ۲۰۲۳ کال په نسبت ۱۳ فیصده زیات دی.

د پاسنیو دریو میلیونو کسانو له ډلې چې ۲۰۲۴ کال یې د اقتصادي همکارۍ او پراختیا د سازمان په غړو هېوادونو کې د پنا غوښتنې کړي لږ تر لږه نیمایي په امریکا متحده ایالتونو کې دي.

نږدې ټول اروپايي هېوادونه، انګلستان، کاناډا، امریکا او جاپان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا د سازمان غړي هېوادونه دي.

د پاکستان پوځ وايي امریکا ته یې اجازه نه ده ورکړې چې پر افغانستان د دوی له خاورې برید وکړي

د پاکستان د پوځ ویاند
د پاکستان د پوځ ویاند

پاکستاني رسنیو دا خبره د پاکستان د پوځ د ویاند جنرال احمد شریف چوهدري په حواله کړې ده.

چوهدري د دوشنبې په ورځ په یوه ناسته کې خبریالانو ته ویلي: اسلام اباد له واشنګتن سره داسې کومه هوکړه نه لري چې په اساس یې پر افغانستان برید ته اجازه ورکړي.

د پاکستان د پوځ ویاند دا خبره داسې وخت کړې چې د راپورونو له مخې طالب چارواکو له هغې ډلې د دوی د حکومت جګپوړي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي امریکايي ډرونونه د پاکستان له لارې افغان خاورې ته دننه کېږي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ تېره میاشت خونړۍ نښتې وشوې خو بیا د قطر او ترکیې په منځګړیتوب دواړو خواو اوربند ته غاړه کېښوده.

تمه ده د نومبر په شپږمه د اوربند د دوام او اړوندو چارو په اړه یو وار بیا طالب چارواکي او پاکستاني مرکچیان سره جرګه شي.

بلخ او سمنګانو کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او تر ۵۳۰ نور ډېر کسان ټپیان دي

مزارشریف کې د بیګانۍ زلزلې یوه ټپي ښځه
مزارشریف کې د بیګانۍ زلزلې یوه ټپي ښځه

د بېګانۍ زلزلې د مړو شمېر لږ تر لږه ۲۰ تنو او د ټپیانو شمېر ۵۳۴ ته پورته شوی.

دا خبره د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان نن په یوه بیان کې کړې ده.

هغه زیاته کړې ټولو روغتونو امر شوی چې د زلزلې ټپیانو ته عاجله رسیدګي وکړي.

‎د ریښتر په کچه ۶ اعشاریه درې درجې زلزله بیګا شاوخوا یوه بجه وشوه چې مرکز یې مزار شریف ته نژدې د ځمکې په تل کې ۲۸ کیلو متره ژور و.

رویټرز د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت په حواله ویلي چې زلزلې تر ډیره بلخ او سمنګان ولایتونو کې خلک زیانمن کړي دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پوځ د بیړنیو حالاتو او ژغورنې ټیمونه زیانمنو شویو سیمو ته رسیدلي دي.

نتنیاهو: که د لبنان حکومت حزب الله بې وسلې نه کړي، د ځان د دفاع له حق څخه به کار واخلي

د اسراییل صدر اعظم
د اسراییل صدر اعظم

د اسراییلو صدر اعظم بنیامین نتنیاهو خبرداری ورکړی چې که د لبنان حکومت حزب الله بې وسلې نه کړي، اسراییل به د تیر کال د اوربند تړون له مخې د ځان د دفاع له حق څخه کار واخلي.

نتنیاهو د یکشنبې په ورځ (د نومبر لومړۍ) د اسراییلو د کابینې په غونډه کې حزب الله ډله تورنه کړه چې خپلې وسلې بیا رغوي او بیا وسله جوړوي.

حزب الله یوه سیاسي او پوځي ډله چې امریکا یې د ترهګرو په توګه پیژني، خو اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه تورلست کې شامله کړې ده.

نتنیاهو زیاته کړه چې که لبنان د خپلې خاورې د نوي جبهې د مخنیوي لپاره اقدام ونه کړي نو اسراییل به د اړتیا په صورت کې اقدام وکړي.

له بلې خوا، د اسراییلو د دفاع وزیر یسرایل کاټز پرون ټینګار وکړ چې د لبنان حکومت باید د حزب الله د بې وسلې کولو او د لبنان له سویل څخه د دې ډلې د لرې کولو لپاره خپله ژمنه پوره کړي.

یوه ورځ وړاندې، د لبنان د روغتیا وزارت راپور ورکړ چې د اسراییلو په هوايي برید کې څلور کسان وژل شوي دي.

د اسراییلو پوځ پرون په یوه بیان کې اعلان وکړ چې د حزب الله څلور غړي یې وژلي دي.

افغان کریکټ لوبډلې له زیمبابوې څخه د شل اوریزې لوبلړۍ ټولې سیالۍ وګټلې

د افغانستان او زیمبابوې لوبغاړي
د افغانستان او زیمبابوې لوبغاړي

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې له زیمبابوې څخه د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ ۳ د صفر په وړاندې وګټله.

د دغو دریو لوبو وروستۍ سیالي پرون وشوه چې افغانستان کوربه هېواد ته ۲۱۱ منډې هدف ورکړ.

د زیمبابوې لوبډلې که څه هم په دفاع کې پر افغان لوبډلې فشار زیات کړی و او ښې منډې یې وکړې، خو د لوبې په وروستیو شیبو کې یې ټول لوبغاړي اوټ شول او افغانستان په ۱۱ منډو لوبه وګټله.

افغان لوبډلې تر دې وړاندې له زیمبابوې څخه دوه نورې شل اوریزې لوبې هم ګټلې وې.

په هنګو کې د سړک غاړې چاودنې ۳ پولیس ټپیان کړي دي

په هنګو کې پر پولیسو د اکتوبر د ۲۴مې برید.
په هنګو کې پر پولیسو د اکتوبر د ۲۴مې برید.

د خیبر پښتونخوا په هنګو ضلع کې په يوه چاودنه کې د یو تاڼېدار په ګډون درې پولیس ټپي شوي دي.

د هنګو د پوليسو يو چارواکي عبدالصمد خان رسنيو ته ويلي چې د سړک غاړې چاودنه پرون یکشنبه هغه مهال وشوه چې د پولیسو یو کاروان له سیمې تیرېده.

د ازادۍ راډیو مشال څانګې لیکلي چې له څه باندې څلورو کلونو راهیسې د هنګو په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې او وسلوال بریدونه زیات شوي دي.

د اکتوبر پر ۲۴مه هم په هنګو کې د پوليسو پر یوې امنیتي پوستې په بمي برید کې د یو افسر په ګډون درې پولیس وژل شوي وو.

ّپه بریټانیا کې ۱۱ کسان په چاقوګانو وهل شوي

هنټینګډان تمځای چېرته چې بیګا ۱۱ کسان په چاقوګانو وهل شوي
هنټینګډان تمځای چېرته چې بیګا ۱۱ کسان په چاقوګانو وهل شوي

د بریټانیا په ختیځ کې لږ تر لږه ۱۱ تنه د چاقو په ګوزارونو ټپيان شوي دي.

د لږ تر لږه ۲ دوه تنو وضعیت نازک بلل شوی دی.

لومړی ویل کېدل چې ۹ تنه مرګوني ټپيان شوي.

پېښه شنبه ماښام د کمبریج شایر په یوه ټرین کې دننه شوې ده.

د بریټانیا د ټرانسپورټ پولیسو ویلي چې لږ تر لږه دوه بریټانویان چې یو یې تورپوستی او بل یې کاربین رېښه لري د دغې پېښې په تړاو نیول شوي دي.

د بریټانیا صدراعظم کییرسټارمر دا پېښه وحشتناکه او د جدي اندېښنې وړ بللې ده.

د پاکستان دفاع وزیر وايي له افغانستان سره ټولې چارې ځنډول شوي

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف
د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف ویلي د تورخم لاره د غیرقانوني افغان اتباعو د ایستلو په هدف پرانیستل شوې ده، او هلته به هیڅ سوداګریز فعالیت ترسره نشي.

هغه دا خبره له جیونیوز سره په یوه مرکه کې چې بېګا خپره شوې کړې ده.

آصف ټینګار کړی چې د افغان کډوالو د ایستلو پروسه به دوام مومي تر څو د ده په خبره دا خلک د بیا راتلو پلمه پیدا نه کړي.

خواجه آصف همداراز ویلي چې د ویزو په شمول له افغانستان سره اړوندې ټولې چارې دمګړۍ ځنډول شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون یوه تفصیلي مرکه کې چې له خیبرنیوز سره یې کړې ده د افغان کډوالو اړوند د پاکستان په پالیسیو سختې نیوکې کړي او غیر معقولې یې بللې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

هغه همدارنګه د سولې د خبرو په وخت د خواجه اصف ګواښونه ناسم بللي دي.

د بریټانیا په ختیځ کې لږ تر لږه ۹ تنه د چاقو په ګوزارونو مرګوني ټپيان شوي

کمبریج کې د چاقو په ګوزارونو د خلکو د ټپیانېدو پېښه
کمبریج کې د چاقو په ګوزارونو د خلکو د ټپیانېدو پېښه

پېښه شنبه ماښام د کمبریج شایر په یوه ټرین کې دننه شوې ده.

د بریټانیا د ترهګرۍ ضد پولیسو لږ تر لږه دوه کسان د دغې پېښې په تړاو په هټنګټن تمځای کې نیولي دي.

د بریټانیا صدراعظم دا پېښه کییرسټارمر دا پېښه وحشتناکه او د جدي اندېښنې وړ بللې ده.

افغانستان او زیمبابوې د دریمې شل اووریزه لوبې لپاره سره مخامخ کېږي

د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ لوبه (آرشیف)
د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ لوبه (آرشیف)

ټاکل شوې چې د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې نن (د نوامبر ۲مه) په دریمه شل اووریزه لوبه کې سره مخامخ شي.

دا لوبه د کابل په وخت د مازیګر په ۴ بجو د کوربه زیمبابوې د پلازمېنې هرارې د کرکټ په لوبغالي کې په پام کې ده.

نننۍ لوبه به د دریو شل اووریزو لوبو د لړۍ وروستۍ سیالي وي. د دواړو لوبډلو ترمنځ دوه مخکینۍ سیالۍ دواړه افغانستان ګټلې دي.

افغانستان لومړۍ لوبه د اکتوبر په ۲۹مه د ۵۳ منډو په توپیر او دوهمه لوبه د اکتوبر په ۳۱مه د اوو منډو په توپیر له کوربه زیمبابوې څخه وګټله.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG