د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۴

یو، ان، اچ سي آر وايي، ډېری افغانان معیاري پېژندپاڼې نه لري


د افغانستان بریښنايي تذکره یا پېژندپاڼه
د افغانستان بریښنايي تذکره یا پېژندپاڼه

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) اعلان کړی چې په افغانستان کې ډېری کورنۍ د تذکرو په ګډون، معتبر مدني اسناد نه لري.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري "یو ان اچ سي ار" وايي، په افغانستان کې له کلونو جګړو او بېځایه کېدو وروسته ډېری کورنۍ د افغانستان د ملي پیژندپاڼې (تذکرې) په ګډون معیاري مدني اسناد نه لري.

دې سازمان نن (د مرغومي ۱۴مه) په خپله ایکس پاڼه د مدني اسنادو د لرلو او په دې اړه د پوهاوي د پروګرامونو د ارزښت په اړه د یوه ويډيويي راپور په خپرولو سره زیاته کړې چې د تذکرو نه درلودل حیاتي خدمتونو لکه د کار، پاسپورټ یا د موټر چلولو سند غوښتنې ته د لاسرسي مخه نیسي.

"یو ان اچ سي ار"وايي چې د معتبرو اسنادو نه شتون، حیاتي خدمتونو ته د افغانانو لاسرسی محدود کړی دی.

یو شمېر افغانان وايي، چې په افغانستان کې جګړې، سیاسي بدلونونه او فرهنګي مسایل د دې لامل شوي چې دوی تذکرې ونه لري.

د پروان ولایت اوسېدونکي ولي الله ازادي راډيو ته وویل" میرمن مې تذکره نه لري، زمونږ په سیمه کې خلک ښځو ته تذکره نه اخلي. کله مې چې خسر مړ شو، څه موده وروسته یې د تقاعد په کارونو پسې ګرځيدو، ویې ویل چې د اولادونو تذکرې یې راوړئ. هغه وخت مو په کابل ولایت کې د تذکرې اخیستو ته اقدام وکړ، خو راته یې وویل چې باید په پروان ولایت کې غوښتنلیک ورکړو. اوس مو درخواست ورکړی، وګورو چې څه کیږي او څومره وخت نیسي."

يو شمېرخلک بیا شکايت لري چې د تذکرو د اخیستو پروسه ډېره اوږده ده او ډیر وخت نیسي.

د کابل ښار اوسیدونکي سمیر په دې اړه ازادي راډيو ته وویل"مور مې تذکره نه درلوده، د دولت له بدلون وروسته، زمونږ د کورنۍ غړو غوښتل چې له کاناډا نه مونږ ته دعوت نامه ولیږي، نو مور ته د پاسپورت د ترلاسه کولو لپاره مو د تذکرې اخیستو ته اقدام وکړ. لومړۍ غوښتنلیک مو په خپل ولایت کې ورکړاو بیا مو په مرکز کې بريښنايي تذکره واخیسته. لږ تر لږه درې میاشتې وځنډیده."

د نړیوالو اړیکو کارپوهې، شکیلا جاوید د پېژندپاڼې د اهمیت په اړه ازادي راډيو ته وویل"پیژند پاڼه یو اړین سند دی، خو له بده مرغه په افغانستان کې ډير خلک ترې محروم دي، چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي. د پخوانۍ او دوديزې ټولنې له امله د ښځو هویت د پلار، ورور يا خاوند د تذکرې له رويه ټاکل کیږي."

یوشمېر خلک وايي چې د بریښنايي پېژندپاڼو د ویش له بهیر څخه راضي نه دي.

که څه هم د طالبانو حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په وار وار ادعا کړې چې خلکو ته یې میلیونونه برېښنايي تذکرې وېشلي دي خو یوشمېر کسان شکایت کوي چې تر اوسه یې نه دي ترلاسه کړي.

دوی وايي لامل یې اوږد بهیر او په دې برخه کې ننګونې دي. دوی دغه شان وايي چې په ولایتونو کې د برېښنايي تذکرو د وېش د مرکزونو د نشتوالي او اقتصادي ستونزو له امله نه دي توانیدلي چې دغه تذکرې ترلاسه کړي.

د افغانستان ملي پیژندپاڼه چې د تذکرې په نوم یادیږي، په افغانستان کې د پیژندنې یو رسمي سند دی، چې په هیواد کې دننه د وګړو د ثبت او احوال د ادارې له خوا د کورنیو چارو وزارت تر څارنې لاندې او په بهر کې د افغانستان د ډیپلوماتیکي استازوليو له خوا افغان وګړو ته صادریږي.

XS
SM
MD
LG