د نیوزیلنډ په لوی ښار اوکلنډ کې چې د نوي کال ورځ له نورو هېوادونو مخکې پیلېږي سږکال هم خلکو د نوي ۲۰۲۵ کال د پیل ثانیې ته چپه ګڼل پیل کړل.
له نیوزیلند څخه د دوو ساعتونو په توپیر په اسټرالیا کې نوی کال پیلېږي. هرکال له یو میلیون ډېر خلک په سیدني کې راټولېږي او د دودیزې اورلوبې ننداره کوي.
په واتیکان کې د نوي کال مراسم به سږکال ځانګړي وي ځکه په نوي کال کې د میلادي پېړۍ یوه ربع یا ۲۵ کاله پوره کېږي.
په آسیایي هېوادونو کې هم دې جشن ته ځانګړې تیارۍ نیول شوي. جاپانیان نوی کال د تر ټولو لوی جشن په توګه لمانځي او په دې ترڅ کې خلک معبدونه او کورونه پاکوي او د کال د پیل په درشل کې لوی بازارونه بندېږي.
د جنوبي کوریا په ډېرو ښارونو کې د نوي کال د لمانځنې مراسم وروسته له هغه لغو شول چې سیول د یوې مسافروړونکې الوتکې د نسکورېدو د پېښې د قربانیانو لپاره ملي ویر اعلان کړ. تېره یکشنبې، د جنوبي کوریا د جیجو هوايي شرکت د یوې الوتکې د سقوط په پېښه کې ۱۷۹ کسان ووژل شول.
د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې هم نوی کال هرکال د ځانګړو جشنونو په ترڅ کې لمانځل کېږي او سږکال په دې مراسمو کې د ۸۰۰ ډرونونو- بې پیلوټه الوتکو د الوتنې ننداره هم شامله ده.
د چین دولتي رسنیو د نوي کال په مناسبت د ولسمشر شي جين پینګ له خوا د هغه روس سیال ولادیمیرپوتین ته د مبارکۍ د پیغام خبر ورکړ. د دواړه هېوادونو اړیکي په ۲۰۲۴ کال کې او له هغه مخکې له لویدیځ سره خورا ترینګلي وو.
په واتیکان کې د نوي کال په ځانګړو مراسمو سږکال یوه بله زیاتونه شوې ځکه په نوي کال کې د میلادي پېړۍ یوه ربع یا ۲۵ کاله پوره کېږي او پاپ فرانسس ته د عیسویانو د مذهبي مشرۍ چاره له نژدې ۱۲ کلونو راهیسې ورله غاړې ده.
په متحدوایالتونو کې به سلګونه کسان د مایناسوټا په لویه کلیسا کې راټول شي او د شپې په ۱۱ بجو به ځانګړي مراسم پیل کړي او د نیویارک په ټایمز چوک کې هم هغو مراسمو ته تیارۍ روانې دي چې له ۱۹۰۷ کال راهیسې هرکال ترسره کېږي خو په لاس ویګاس، کلیفورنیا او د امریکا په نورو ښارونو کې هم نوي کال ته د ځانګړو مراسمو کې هرکلی ویل کېږي.
جګړو په تېره د منځني ختیځ او اوکراین جګړو سږکال د نوي کال د پر جشنونو سیوری غوړولی دی.
په لندن کې به د چارشنبې په سهار د ټیمز سیند پر غاړه ځانګړی پرېډ، اورلوبې او نور مراسم ترسره شي او د فرانسې په پلازمېنه پاریس، د برازیل په ریو دې جنیرو ښار او د نړۍ په نورو لویو ښارونو کې هم ورته تیارۍ نیول شوي.
خو په منځني ختیځ کې د ۲۰۲۴ کال جګړو پر دې جشنونو سیوری غوړولی. په اسراییل کې ښايي د نوي کال مراسم وځنډېږي ځکه د دې هېواد پوځ له ۱۵ میاشتو راهیسې په غزه کې له حماس ډلې سره د جګړې په حال کې دی.
لبنان په سخت اقتصادي بحران کې راګیر دی او له بلې خوا ډېرې سیمې یې د اسراییل او حزب الله په جګړه کې سختې زیانمنې شوې دي؛ که څه هم دا جګړه په یوه بې باوره اوربند سره پای ته رسېدلې ده.
په سوریه کې بیا د بشارالاسد د رژیم له نسکورېدو وروسته خلک په عین حال کې چې د نوي کال لپاره هیله من دي، ډاډه نه دي چې څه به پېښ شي او په ډوبی ښار کې بیا تمه ده چې زرګونه خلک د نړۍ د ترټولو لویې ودانۍ- برج خلیفه مخې ته د کلنۍ اور لوبې ننداره وکړي.
په افغانستان او ځینو نورو اسلامي هېوادونو کې نوی کال د لویو مراسمو په ترڅ کې نه لمانځل کېږي.