روسیې او اوکراین د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب یو وار بیا جنګي اسیران تبادله ګړل.
د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زیلینسکي، په ټیلیګرام کې په یوه پیغام کې د دې تبادلې پخلی وکړ او اعلان یې وکړ چې د دې اقدام په نتیجه کې ۱۸۹ اوکرایني بندیان بېرته خپل هېواد ته ستانه شول.
زیلینسکي وویل: "دا بندیان د آزوفستال، د چرنوبل د اټومي تاسیساتو، ماریوپول، د زمیيني ټاپو او د مختلفو جبهو مدافعان دي."
هغه زیاته کړه چې خوشي شوي بندیان افسران او سرتېري دي.
د اوکراین ولسمشر وویل چې دوه ملکیان هم، چې په ماریوپول کې اسیر شوي وو، په دې خوشي شویو کسانو کې شامل دي.
زیلینسکي د خوشي شویو بندیانو عکسونه هم خپاره کړي چې په یوه موټر کې یو ځای خوشاله ناست دي.
هغه ژمنه وکړه چې کییف به د روسیې په بند کې د ټولو کسانو د خوشې کولو لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.
د روسیې اعلامیه:
له بلې خوا، د روسیې دفاع وزارت هم د بندیانو د تبادلې اعلان وکړ او ویې ویل چې د دواړو لورو ۱۵۰ بندیان خوشي شوي دي.
خو په دې اړه یې وضاحت نه دی ورکړی چې ولي د دواړو خواوو له لوري د خوشي شویو بندیانو په شمېر کې توپیر شته.
د روسیې د دفاع وزارت په اعلامیه کې ویل شوي:
"د دسمبر په ۳۰مه، د مذاکراتو په نتیجه کې، ۱۵۰ روسي پوځیان د کییف د رژیم تر کنټرول لاندې سیمو څخه بېرته راوګرځول شول. په مقابل کې، ۱۵۰ اوکرایني بندیان سپارل شوي دي."
په اعلامیې کې زیاته شوې چې ۱۵۰ روسي پوځیان بلاروس ته انتقال شوي، هلته ورته د صحي او رواني مرستو ترڅنګ له خپلو خپلوانو سره د اړیکې فرصت ورکړل شوی دی.
مخکینۍ تبادلې:
پر اوکراین د روسیې د پراخ برید له پیل راهیسې د دواړو هیوادونو ترمنځ ۵۹ ځله بندیان تبادله شوي دي.
د جګړې تازه وضعیت:
دا تبادله په داسې حال کې کېږي چې د دوشنبې په ورځ په مختلفو جبهو کې جګړې روانې وې.
د اوکراین د اردو قوماندانۍ وویل چې نیمایي جګړې د پوکروفسک، کورخیف او ورموفسکي په شاوخوا سیمو کې شوې دي.