یو شمېر ځوانان ادعا کوي چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر قطعه بازۍ « پرو کولو» چې د ځونانو ترمنځ عامه لوبه ده بندیز لګېدلی دی.
قطعه بازي"پرې کول" په افغانستان کې د ځوانانو او مشرانو ترمنځ رواج شوې عامه لوبه یا بوختیا ده چې په خپلو کې د ناستې پرمهال یې کوي.
یو شمېر افغانان ادعا کوي چې اوسمهال په ازاد چاپیریال کې قطعه بازي نه شي کولای.
دوی وايي پرې کول یوه فکري او بې تاوانه لوبه او د پیسو لپاره د قمار په بڼه نه ترسره کیږي.
په کابل کې یو ځوان چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له کبله یې نوم په راپور کې یاد شي ادعا وکړه چې د طالبانو له لوري قطعه بازي منع شوې ده."یوازینی شی چې خلکو ته ورپاتې دی همدا سرګرمۍ دي چې یوه هغه یې قطعه بازي« پرې کول» دي، د طالبانو د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه کولو پر ځای ډېرو وړو څیزونو ته پام دی او منع کوي یې، نپوهیږم چې دوی څه ډول فکر کوي."
د هرات ولایت یوه اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل دا چې طالبانو پر پرو کولو بندیز لګولی هټیوال یې په پټه پلوري چې بیې یې لوړې شوي دي." دا قطعې مخکې په ۷۰، ۸۰ او تر ۱۰۰ افغانیو پورې پلورل کېدې خو اوس یې بیې ۲۰۰ تر۲۵۰ افغانیو شوې ده، هټیوال وايي چې قطعې بندې دي او سوداګري یې هم بنده ده نو څوک یې نه شي راوړی."
په کابل ښار کې یو هټیوال وايي چې د طالبانو له بندیزه وروسته یې په دوکان کې د پرو پلور بند کړی دی.
هغه هم د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل " دا چې ځینې کسان ترې سمه او ځینې ترې ناسمه ګټه اخلي موږ قطعې« پرې» نه راوړو او نه یې پلورو، نور هټیوال هم وايي چې بندې شوې دي."
وموغوښتل چې په دې اړه د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت نظرهم ولرو خو د ددغه وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون چې یوه مقدمه، څلور فصلونه او ۳۵ مادې لري او د طالبانو د مشر له لوري توشیح شوی پکې راغلي چې قمار او د زمینې برابرول ورته د ځانګړو منکراتو په ډله کې راځي او هغه کسان چې دا کار کوي جدي چلند به ورسره وشي.
د رواني چارو پوهان له ډلې یې مصدق شرق د قطعه بازۍ لوبه د ټولنیزو اړیکو د پیاوړتیا او د خفګانونو د لمنځه وړلو په برخه کې ګټوره بولي." قطعه بازي یا پرې کول د خلکو ترمنځ د دوستانه او ښو اړیکو په ټینګښت او پاللو کې ګټور تمامیدای شي او خلک له ورځنیو خفګانونو لرې ساتي او کله ناکله د منفي ذهنیت چې موږ ته پیدا کیږي په لمنځه وړلو کې مرسته کوي."
فسکوټ، ټيکه، فاسور، نورنګ او پنج پر په افغانستان کې د قطعه بازۍ لوبې له مشهورو هغو څخه دي چې ځانته اصول لري، خو فیس کوټ او ټیکه ډیر خوښونکي لري.