په پلازمېنه کابل کې يو شمېر کورنۍ چې ښه عايد نه لري، وایي د دوی د ژوند ډېری چارې او لګښتونه د دوى د کورنیو د هغو غړو او ملګرو په مالي ملاتړ پورې تړلي چې په بهر کې ژوند کوي.
زینت، چې یوه له زدهکړو بېبرخې زدهکوونکې ده او په کابل کې ژوند کوي، وايي چې ورور یې په لندن کې دى او هره میاشت دوى ته پیسې استوي چې د کور لګښتونه پرې وکړي."زما یو ورور په بهر کې دی چې هره میاشت موږ ته یو څه پیسې را لېږي او زموږ ورځنۍ ستونزې هوارېږي. زما دوه نور وروڼه دلته کار کوي، خو د هغوی عاید بسنه نه کوي ځکه چې قیمتونه لوړ دي او د دوی ګټه ډېره کمه ده."
محمد طاهر، چې په کابل کې اوسېږي او د یوې لس کسیزې کورنۍ مشردی وايي له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دی. خو نوموړی زیاتوي چې زوم یې کله نا کله له بهر پیسې ورته لېږي چې خپل لګښتونه پرې پوره کړي.
محمد طاهر وايي د طالبانو حکومت یې د درېيو کلونو د تقاعد پیسې نه دي ورکړي او اړ شوی چې په واټونو بیلابیل توکي وپلوري." دا ډېره سخته ده چې د لس کسيزه کور روزي در له غاړې وي او په دې ښار کې یې روزي پیدا کړې. هیڅوک هم موږ ته د کار اجازه نه راکوي. زما زوم په مسکو کې دی او کله چې ډېر په ستونزو کې راګیر شم، یو څه پیسې راته استوي. که دا مرسته نه وای، زه ډېر بېوسه یم."
هغه افغانان چې له افغانستان څخه بهر دي، نه یوازې د خپلو کورنيو مالي ملاتړ کوي، بلکې ځینې یې د خپلو باوري کسانو له لارې په افغانستان کې بېوزلو کورنیو سره هم یو څه مرسته کوي.
د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی رمضان بشردوست، یو له هغو کسانو دی چې د بیلابیلو افغانانو له خوا نقدې مرسته پر مستحقو کسانو ویشي.
"زه چې کومې مرستې کوم، د تېرو شلو کلونو په اوږدو کې ډېرې کمې دي. دا مرستې له بنسټونو، خیریه ادارو او سوداګرو څخه نه دي. دا زموږ عادي افغانان دي چې ځینې یې د وطن مینه او شعور لري. هغوی د نړۍ له ګوډ ګوډ نه ۱۰۰ ډالر، ۲۰۰ ډالر را استوي. دا ښایي د یوې نسخې درمل یا د ژمي لپاره یو څو منه لرګي شي."
د اسلامي مسایلو پوهان د اړمنو او بېوزلو کسانو سره مرسته جاريه صدقه ګڼي او ټینګار کوي چې باید په اوسنیو شرایطو کې له بېوزلو کورنیو ملاتړ وشي.
فضل منالله ممتاز، یو له دغو پوهانو څخه، وایي:"د ټولنیز عدالت او ورورولۍ یو مهم اصل د اړمنو خلکو سره مرسته او جاري صدقه ده. باید بېوزلو ته ورسېږي، له مسلمانانو سره مرسته وشي او همدردي ورسره وشي. هغه هم په داسې سخت حالت کې چې ډېری کورنۍ له بې وزلۍ سره مخ دي، باید ټول د مسئولیت احساس وکړي."
بېوزلې کورنۍ په داسې حال کې د اقتصادي ستونزو او د خپلو دوستانو او کورنیو د غړو د ملاتړ خبرې کوي چې د طالبانو د حکومت له بیا واکمنېدو وروسته ډېری افغانانو د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله افغانستان پرېښى.
ډېر شمیر کورنۍ اړې شوې چې خپل ځوان زامن په غیرقانوني او سختو لارو ګاونډیو او اروپایي هېوادونو ته ولېږي څو هلته کار وکړي او خپلو کورنیو لپاره چې په افغانستان کې دي یوه مړۍ ډوډۍ وګتي.
بهر کې میشت افغانان هم چې تر ډيره په مزدورۍ اخته دي، له سختو اقتصادي شرایطو سره مخامخ دي، خو بیا هم هڅه کوي چې اړمنو خپلوانو ته تر یوې کچې ورسیږي.
دغه ډول لنډمهالې مرستې که څه هم اغیزه لري، خو د یوه هېواد د پرمختګ او د بې وزلۍ د کمولو لپاره اړینه ده چې حکومتونه کاري فرصتونه رامنځته کړي او د ټولنې د بې وزله کسانو لپاره د ملاتړ دایمي سیستم جوړ کړي.