د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

د افغانستان-پاکستان کړکیچ، روسیې له دواړو د زغم غوښتنه کړې


ډیورند کرښې ته نژدې ، د چمن یوه برخه
ډیورند کرښې ته نژدې ، د چمن یوه برخه

که څه هم د طالبانو حکومت  ډیورند کرښې ته څیرمه د افغانستان - پاکستان تر منځ د ساعتونو جګړې د پای ته رسېدو خبره کوي، خو د سیمې ځینې هېوادونو له دې ډلې روسیې ویلي د دغو دوو هېوادونو تر منځ روانو جګړو اندېښمن کړي.

د روسیې ټاس خبري اژانس ویلي د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا له دواړو لورو د زغم او په سوله ییزه توګه د ټولو اختلافاتو د حل په موخه د رغنده خبرو اترو غوښتنه کړې ده.

په راپور کې د نوموړې په حواله راغلي، په دغو جګړو کې نه یوازې دواړو لورو ته پوځیان بلکې ملکیان هم وژل کېږي.

خو د طالبانو حکومت وایي د ډیورند کرښې په اوږدو کې یې له پاکستاني اړخ سره جګړې کرارې شوې دي خو په خبره یې د جګړو له سیمو کې بېځایه شوي افغانان لا هم له وېرې خپلو مېنو ته نه دي ستانه شوي.

په خوست ولایت کې د طالبانو د حکومت د والي ویاند مستغفر ګربز د یکشنبې د ورځې په سهار ازادي راډیو ته وویل "فی الحال جګړه درېدلې، زموږ اماراتي سرتېري په ساحه کې موجود دي،هغه کورنۍ چې د جګړې له وېرې نورو سیمو ته تللې وې، تر اوسه خپلوکورونو ته نه دي ستنې شوې."

پرون شنبه د شپې له درې بجو راهیسې د خوست په علیشېرو او د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالیو کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې وروسته له هغه د طالبانو د حکومت د ځواکونو او پاکستاني پولو ساتو تر منځ جګړه پیل شوې وه چې د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت په خبره دوی پرې انتقامي بریدونه وکړل.

وړاندې د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت یوې سرچینې ازادي راډیو ته په دغو جګړو کې ۱۹ پاکستاني ځواکونو د وژلو ادعا کړې او ویلي چې ددوی ګڼ شمېر پوستې یې تخریب کړي.

خو د پاکستان پوځ یوازې د خپلو درې سرتېرو ټپي کېدل تایید کړي او ادعا یې کړې چې ۱۵ افغان طالبان یې وژلي.

د خوست ولایت د علیشېرو ولسوالۍ یو اوسېدونکي نوري افغان د یکشنبې د ورځې په سهار ازادي راډیو ته وویل:"زه همدا اوس په سیمه کې یم، ځیني خلک ګربز ولسوالۍ ته تللې وو، ځینې د علیشېرو نورو کلیو او ځینې یې د خوست بازار ته تللې وو،دوی لاهم خپلو کورونو ته نه دي راغلي، یو بل سره تماسونه نیسي چې د سیمې له حاله خبر شي چې نن یا سبا بېرته خپلو کورونو ته راشي."

خو د پکتیا ولایت په ډنډ پټان والسوالۍ کې پرونۍ جګړو د سیمې د اوسیدونکو د ادعاوو پر بنسټ عامو خلکو ته هم مرګ ژوبله اړولې وه.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکو پرون ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې افغان لور ته درې ځایي اوسېدونکي چې دوی یې کوچیان بولي وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

ازادي راډیو په خپلواک ډول د مرګ ژوبلو دا ادعاوې نشي تایدولی او نه هم تر اوسه کوم بل خپلواک سازمان دا ادعا تایید کړې ده.

د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ یو اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط د یکشنبې د ورځې په سهار په سیمه کې د وضعیت په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"تېره شپه شاوخوا دوه بجې وې چې د مُقبلو سیمو کې یو څه د ډزو غږ راته خو هغه د پاکستان اړخ ته وې، دې طرف ته جګړې نشته ،درېدلې،هغه کورنۍ چې له خپلو سیمو د مقبلو، څمکنیو خواته بې ځایه شوي خو ډېری یې څمکنیو کې دي، تر اوسه بېرته نه دي ستانه شوي، احتمالا نن به بېرته ستانه شي."

په دغه ولایت کې د طالبانو د حکومت یوې امنیتي سرچینې ازادي راډیو وویل چې ځواکونه یې لا د جګړو په سیمو کې دي او د وضعیت د کنټرول لپاره هر ډول تدابیر نیول شوي.

پرون شنبه د طالبانو د حکومت او پاکستاني پوله ساتو تر منځ وروسته له هغې جګړې وشوې چې څلور ورځې مخکې پاکستاني پوځیانو د جېټ الوتکو په وسیله د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ بدید کې د طالبانو حکومت د مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خبره د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۲کسان ووژل او ۶ نور یې ټپیان کړل.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت له دغه برید ورسته خبرداری ورکړی و چې د برمل د برید غچ له پاکستانه اخیستل کېږي.

پاکستان د دې حملې په اړه ویلي چې په یاده ولسوالۍ کې یې د دوی د حکومت مخالفې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) مرکزونه تربریدونولاندې نیولي، خو د طالبانو حکومت دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې ( ټي ټي پي) په افغانستان کې نشته.

XS
SM
MD
LG