په دې فرمان کې راغلي، که یو کس ودانۍ جوړوي، او په څنګ کې یې د بل کس د استوګنې ودانۍ وي نو ابادۍ کوونکی شخص نشي کولای د ګاونډي د کور په طرف داسې کړکۍ پریږدي چې د هغه د کور انګړ، پخلنځی او داسې ځایونه چې ښځې پکې ناسته ولاړه لري، ترې ښکاره شي.
دا فرمان چې پنځه مادې لري د جدي په دوهمه نېټه صادر شوی خو د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت (د شنبې په ورځ د دسمبر ۲۸ مه ) په خپله ایکس پاڼه ( پخواني ټویټر) خپور کړی دی.
د افغان میرمنو د ازادۍ فانوس غورځنګ د طالبانو د مشر دا فرمان له اجتماعي ژونده د ښځو د حذف لپاره یوه بله هڅه بللې ده.
دې غورځنګ په یوه سر پوښلي ځای کې اعتراض کړی او د خپل دې اعتراض عکسونه او ویدیوګانې یې د شنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه ( پخواني ټویټر) خپرې کړې دي.
د دې خوځښت غړې شعله پارسي وایي: "دا فرمان نه یواځې د افغان میرمنو د ځپلو د دوام یوه څرګنده بیلګه ده بلکې د خلکو ورځنی ژوند او د پریکړو کولو حق اغیزمنوي، دا افراطي پریکړه چې د خصوصي حریم د کنترول په پلمه پلي کیږي، په حقیقت کې د ښځو د محدودولو، او له ټولنې څخه د دوی د منزوي کولو یوه بله هڅه ده. "
په ورته وخت کې یو شمیر افغان میرمنې که څه هم د طالبانو د مشر دا فرمان ښځه ځپونکی نه ګڼي، خو انتقاد کوي چې د طالبانو د حکومت ډیری فرمانونه ولې د ښځو پر ژوند متمرکز دي.
د کابل ښار یوې اوسیدونکې چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل: " دا قانون یې ښه دی او دا موږ پخوا هم درلوده چې څوک نه شي کولای د ګاونډي کور خوا ته کړکۍ جوړه کړي څو هغه په عذاب نه شي، خو بیا هم زورواکو به دا په نظر کې نه نیولو، خو خبره دا ده چې ولې د طالبانو د ټولو فرمانونو نښه ښځې دي؟"
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
د ملګرو ملتونو سازمان مخکې ویلي، چې د طالبانو حکومت تر اوسه له ۵۰ زیات ښځه ځپونکي فرمانونه صادر کړي دي خو د طالبانو حکومت تل ویلي چې دوی د ښځو حقونه د اسلامي شرعیت په چوکاټ کې خوندي کړي، هغه ادعا چې افغان میرمنو او نړیوالو ته د منلو نه ده.
په ورته وخت کې د ودانیزو چارو یو شمیر انجنیران هم وايي چې دا قانون په تیر جمهوري نظام کې موجود و، خو بیا هم یو شمیر خلکو ترې سرغړونه کوله.
یو له دوی څخه انجنیر عبدالصبور نوري ازادي راډيو ته وویل"له پخوا د افغانۍ دود او دستور له مخې د کړکیو نه پریښودل د ګاونډیو په طرف یو عادي رواج و څو ګاوڼدیانو ته زیان ونه رسیږي خو دا کار د فرمان نه بلکې د ښاروالۍ د مقراراتو او کړنلارو مربوط کیږي چې چیرته د لوړپوړو ودانیو اجازه ورکړي څو د استوګنۍ ځایونو ته زیان ونه رسیږي او ګاونډي په امان کې وي."
د طالبانو د مشر ملا هبت الله د دې فرمان په پنځمه ماده کې راغلي، هغه ودانۍ چې له دې فرمان څخه مخکې جوړې شوي وي او کړکۍ د ګاونډي د کور خوا ته دي، د ودانیو مالکان مکلف دي چې د انسان د قد په اندازه دیوال پورته کړي او یا په بلې وسیلې سره له ګاونډیانو ضرر دفع کړي.
په فرمان کې دغه شان راغلي چې ښاروالۍ او نورې اړوندې ادارې مکلفه دي چې د ودانیو جوړولو پر مهال څارنه او د دې فرمان د عملي کیدو څخه ډاډ ترلاسه کړي.
هڅه مو وکړه د دې فرمان د تطبیق په اړه د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې کابل ښارولۍ هم وپوښتو خو ویاند یې نعمت الله بارکزي د ازادي راډيو پوښتنو ته ځواب نه کړې.