ولسمشر ولادیمیر پوتین د آذربایجان د هوايي کرښې د یوې الوتکې د نسکورېدو د پېښې له کبله له خپل آذربایجاني سیال الهام علییف څخه بښنه غوښتې.
د آذربایجان د هوايي کرښې یوه الوتکه چې ۶۷ سپرلۍ یې لرلې د جمعې په ورځ له باکو څخه روسیې ته د الوتنې په حال کې وه چې د قزاقستان په آقتاو سیمه کې راوغورځېده. په دې پېښه کې ۳۸ کسان مړه خو ۲۹ نور ژوندي پاتې شول.
کریملین پرون په یو بیان کې وویل، پوتین علییف ته په ټلفوني خبرو کې څرګنده کړه چې هغه مهال چې آذربایجانۍ الوتکې غوښتل د چیچنیا په پلازمېنه ګروزني کې کېني، د روسیې د هوايي مدافعې ځواکونو هڅه کوله د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې د برید مخه ونیسي.
ولسمشر ولادیمیر پوتین دا نه ده تایید کړې چې دا الوتکه په روسي میزایل لګېدلې.
روسي چارواکي وايي، دوه آذربایجاني څارنوالان د روسیې د قانون د تنفیذ له ځواکونو سره د دې پېښې په اړه په تحقیقاتو کې همکاري کوي.
د کریملین د بیان له مخې ښاغلي پوتین ځکه بښنه غوښتې ده چې دا تراژیدي د روسیې په هوايي حریم کې پېښه شوې. یعنې پوتین منلې چې آذربجانۍ الوتکه د چیچنیا په قلمرو کې زیانمنه شوې خو د دې خبرې له کولو ډده کوي چې الوتکه د روسیې په میزایل لګېدلې.
د پوتین او علییف په خبرو کې دا یادونه هم شوې چې الوتکې بیا بیا هڅه کوله د ګروزني په هوايي ډګر کې راکښته شي او زیاتوي، کله چې د اوکراین محاربوي ډرونونو پر ګروزني او پر څېرمه موزدوک او ولادي قفقاز ښارونو برید کاوه، نو د روسیې د هوايي مدافعې ځواک هڅه کوله چې دا حملې شنډې کړي.
بیان همداراز زیاتوي چې د روسیې د تحقیقاتو کمیټې په دې پېښه کې د الوتنو د خوندیتوب له اصولو د احتمالي سرغړونو په اړه هم تحقیقات پیل کړي دي. د روسي چارواکي په وینا په دې تحقیقاتو کې به دوه تنه آذربایجاني څارنوالان هم د روسیې د قانون د تنفیذ له ځواکونو سره همکاري کوي. دا چارواکي زیاتوي چې د روسیې، آذربایجان او قزاقستان چارواکي د قزاقستان په آقتاو سیمه کې چې دا الوتکه پکې راغورځېدلې ده، په ګډه کار کوي.
د کریملین بېګانی بیان دا شکونه نور هم زیاتوي چې ښايي آذربایجانۍ الوتکه د روسیې په میزیایل لګېدلې وي، ځکه په شواهدو کې له سقوط مخکې په الوتکه کې دننه د یوه لګېدلی ځای او له سقوط وروسته د الوتکې په وروستۍ برخه کې د سوریو تصویرونه هم شامل دي.