د روسیې پوځ وايي د هغه څه دفاع یې کړې، چې پر ګڼو سرحدي ساحو د اوکراین د بې پېلوټه الوتکو حملې بلل شوې دي.
خو د اوکراین پوځ ویلي، د روسیې ۱۵ بې پېلوټه الوتکې یې چې په جنوب کې یې میکولایف ساحه په نښه کړې وه، شنډې کړې دي.
د روسیې دفاع وزارت نن ویلي، چې د روسیې د هوايي مدافع دستګاوو، تېره شپه ۵۶ بې پېلوټه الوتکې ویجاړې کړي، چې له دې جملې ۲۸ بې پېلوټه الوتکې په روستوف، ۱۷ په ورونیژ او ۱۱ پر بلګرود ساحو نسکورې کړای شوې دي.
چارواکو وايي په دغو ساحو کې د یوه کلي دوه اوسېدونکي د یوې چاودنې پر مهال ټپیان شوي دي. د روسیې دغه ادعاګانې، په مستقل ډول تایید شوې نه دي.
بلخوا د روسیې له خوا د یوې اشغال شوې سیمې چارواکي په ټلګرام کې لیکلي، په هغه څه چې پر یوه موټر د اوکراین د بې پېلوټه الوتکې حمله بلل شوې، څلور کسان ژوبل شوي دي.
د دغه چارواکي په وینا، دغه حمله د اوکراین د خرسون په نووا کاخوفکا ښار کې چې د روسیې له خوا اشغال شوی، نن سهار شوې ده.
د خرسون په میکولایف چې د اوکراین په کنټرول کې دی، محلي والي ویتالي کیم په ټلګرام کې لیکلي چې نن سهار د روسیې د یوې بې پېلوټه الوتکې په حمله کې د استوګنې د یوې پنځه منزله ودانۍ چت او د یوې تجارتي ساحې ځینو برخو اور اخیستی دی.
د اوکراین هوايي ځواک وايي تېره شپه یې د روسیې ۱۵ بې پېلوټه الوتکې، ټولې پر میکولایف سیمه نسکورې کړې دي. د میکولایف والي ویتالي کیم ویلي، د روسیې یوه الوتکه په بشپړ ډول ویجاړه شوې خو چا ته کوم زیان نه دی اوښتی.
پر اوکراین د روسیې بشپړ یرغل د ۲۰۲۲م کال په فبروري میاشت کې پیل شو، چې لا هم ختم شوی نه دی. په همدې حال کې شکونه زیات شوي، چې د اذرباییجان د هوايي شرکت د یوې الوتکې د نسکورولو په پېښه کې ښايي روسیه لاس ولري.
په دې الوتکه کې ۶۷ کسان سپاره وو، چې تېره چهارشنبه د قزاقستان پر اقتاو سیمه نسکوره شوه او په نتیجه کې یې ۳۸ کسان مړه او ۲۹ نور ټپیان شول.