د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

د اسراییلو دفاع وزیر په تهران کې د حماس ډلې د مشر اسمعیل هنیه د وژنې پړه ومنله


د اسراییلو دفاع وزیر اسراییل کاتز له صدراعظم بنیامین نتنیاهو او نورو پوځي چارواکو سره
د اسراییلو دفاع وزیر اسراییل کاتز له صدراعظم بنیامین نتنیاهو او نورو پوځي چارواکو سره

د اسراییلو دفاع وزیر اسراییل کاتز تایید کړې چې د فلسطینۍ حماس ډلې مشر اسماعیل هنیه په تهران کې د اسراییلي پوځ په هدفي برید کې وژل شوی دی.

د اسراییل دفاع وزیر اسراییل کاتز پرون (د ډسمبر په ۲۳مه) د لومړي ځل لپاره تایید کړه چې د فلسطینۍ حماس ډلې پخوانی مشر اسماعیل هنیه د اسراییلي پوځ په هدفي برید کې وژل شوی دی.

ښاغلي کاتز پرون په یوه وینا کې وویل، د یمن حوثي یاغیان او د ایران په مشرۍ په سیمه کې د وسله والو ډلو د ائتلاف نور غړي به هم د هنیه له برخلیک سره مخامخ شي. هغه تایید کړه چې د حماس او حزب الله نور مشران هم اسراییلو وژلي دي، په سوریه کې یې د بشاراسد د رژیم له پرځېدو سره مرسته کړې او د ایران د هوايي مدافعې سیسټمونه یې ویجاړ کړي دي.

حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه د یوه پراخ برید په ترڅ کې پر اسراییلو برید وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور یې برمته کړل. له دې سره اسراییلو د غزې پر تړانګه چې حماس ډلې واکمني پکې لرله، پراخ عملیات پیل کړل او د حماس او د لبنان د حزب الله ډلې رهبران یې هم په نښه کړل.

۲۰۱۷ کال، د حماس وژل شوي مشران اسماعیل هنیه (ښی) او یحیی سنوار (کیڼ)
۲۰۱۷ کال، د حماس وژل شوي مشران اسماعیل هنیه (ښی) او یحیی سنوار (کیڼ)

په دې ترڅ کې اسماعیل هنیه د روان کال په جولای میاشت کې په تهران کې په خپل استوګنځي کې د یوې چاودنې په نتیجه کې ووژل شو. که څه هم عمومي باور دا و، چې د هنیه په وژلو کې د اسراییل لاس دی خو د کاتز پرونۍ خبرې د هنیه د وژل کېدو په اړه د یوه اسراییلي چارواکي لومړنۍ څرګندونې دي.

د اسراییلو دفاع وزیر پر حوثي یاغیانو هم د ورته حملو ګواښ وکړ

د اسراییلو دفاع وزیر زیاته کړه چې د حوثي یاغیانو پر ستراتیژیکو تاسیساتو به هم برید وکړي او مشران به یې ووژني. هغه پر هنیه سربېره په غزه او لبنان کې د حماس او حزب الله ډلو د وژل شویو مشرانو یحیی سنوار او حسن نصرالله نومونه هم یاد کړل او خبرداری یې ورکړ چې د یمن په پلازمېنه صنعا او حدیده ښارونو کې به هم دې ته ورته اقدام وکړي.

ایران پلوې حوثي ډلې د غزې د جګړې له پیل راهیسې د لبنان له حزب الله ډلې سره په ګډه د لسګونه توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله پر اسراییلو حملې کړې دي. په دې کې د اسراییلو پر پلازمېنه تل ابیب د تېرې شنبې ورځې د توغندي هغه حمله هم شامله ده چې لږترلږه ۱۶ تنه اسراییلیان یې ټپیان کړل.

اسراییلو د جګړې له پیل راهیسې درې ځلې په یمن کې پوځي عملیات کړي دي او ژمنه یې کړې چې د توغندویي حملو د بندېدو تر وخته به د دې ډلې د ځپلو لپاره پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG