د اسوشیتید پرس آژانس د راپورله مخې دې ګارډ وویل چې پرون یې هم د پیښې په ځای کې د احتمالي ژوندي پاتې شویو یا قربانیانو پسې د لټون عملیات ترسره کړل.
چارواکو وویل، دغه کشتۍ چې غیرقانوني کډوال یې لیږدول، هغه مهال چپه شوه چې خطرناک مانورونه یې ترسره کول ترڅو د ساحلي ګارډ له یوې کشتۍ څخه ځان وژغوري.
ساحلي ګارډ اتلس افغان کډوال چې دولس یې نارینه، درې ښځې او درې ماشومان دي، ژغورلي دي.
چارواکو همدارنګه ویلي چې یوشمیرژغورل شوي په روغتون کې بسترشوي چې د یوه وضعیت یې نازک دی.
د یونان چارواکو د دغې پیښې په تړاو د دوو ترک اتباعو د نیولو خبرورکړی او پرهغوی یې د قاچاق وړونکو تور پورې کړی دی.
ویل شوي چې دغه کشتۍ له چپه کیدو وروسته ډوبه شوې ده.
له سوریایانو وروسته ډیری افغانان له دې غیرقانوني لارې هڅې کوي چې یونان ته ځان ورسوي.
یوناني چارواکو ویلي چې سږکال به چې پای ته یې یوازې څو ورځې پاتې دي، د هغو غیرقانوني کډوالو شمیرله شپیته زره کسانو واوړي چې یونان ته ورغلي یا ور روان دي.