د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۲

عباس ستانکزی : پر رسنیو محدودیت مه لګوئ


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي‌مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی، ارشیف
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي‌مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی، ارشیف

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په افغانستان کې له رسنیو سره د طالب چارواکو پر چلند نیوکه کړې او وايي په افغانستان کې رسنۍ له محدودیتونو او ننګونو سره مخ دي.

نوموړي چې د چهارشنبې په ورځ یې کابل کې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل، هغه مهال به د حکومت او ولس تر منځ واټن له منځه ولاړ شي چې حکومت رسنیو ته اجازه ورکړي چې په خپلواکه توګه فعالیت وکړي.

د رسنیو د ملاتړو بنسټونو د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې ویډیويي او غږیزې رسنۍ او همدارنګه د رسنیو کارکوونکي د طالبانو د حکومت له زیاتېدونکو محدودیتونو سره مخ دي.

په یو تازه مورد کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت شاوخوا دوه اونۍ وړاندې په کابل کې د "ارزو" خصوصي ټلویزیون تړلی او اووه کارکوونکي یې نیولي دي.

دغه وزارت د آرزو خصوصي ټلویزیون د تړلو په اړه په یوې اعلامیه کې ویلي چې دا پرېکړه يې د اسلامي ارزښتونو د ساتنې، د رسنیو د ناوړه ګټه اخیستنې د مخنیوي او د ټولنیز نظم د ټینګښت لپاره کړې ده.

عباس ستانکزي نن په خپلو خبرو کې پر طالب چارواکو نیوکه وکړه چې په ځینو مواردو کې د رسنیو د بحثونو مېلمانه نیسي او تعقیبوي یې.

هغه زیاته کړه چې د طالبانو له حکومت او چارواکو څخه غواړي چې اجازه ورکړي څو افغانې رسنۍ له نړیوالو رسنیو سره سیالي وکړي.

د هغه په وينا، که پر رسنيو محدوديتونه ولګول شي، دغه رسنۍ به ونه شي کولى چې د افغانستان اړوند حقايق منعکس کړي.

عباس ستانکزی چې د دوحې په خبرو کې یې د طالبانو د مشر مرکچي په توګه مهمه ونډه درلوده، د طالبانو تر بیا واکمنۍ راوروسته یې تر دې مخکې هم د طالب چارواکو د مشرتابه پر تګلارو نیوکې کړي دي چې په کې د نجونو او ښځو پر تعلیم او کار بندیز هم شامل دی.

XS
SM
MD
LG