ګیر پیدرسن د یکشنبې په ورځ په دمشق کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې له تېرو څو کړکېچنو اونیو وروسته عادي حالت ته د سوریې د بېرته تلو لپاره د بندیزونو د ژر لغوه کیدو اړتیا ده.
ښاغلي پیدرسن همداراز هیله څرګنده کړه چې بندیزونه به ژر پای ته ورسیږي څو د سوریې د بیارغونې لپاره یووالی او تمرکز رامنځ ته شي.«البته، ټوله خبره په اقتصادي بیا رغونې کې ده. موږ باید وګورو چې دا موضوع په چټکۍ حل شي. موږ هیله لرو چې بندیزونه په چټکۍ پای ته ورسیږي او یو وار بیا د سوریې د بیا رغونې د هڅو شاهد و اوسو. موږ باید د ترسره شویو جرمونو په وړاندې عدالت او حساب کتاب وګورو او ډاډ ترلاسه کړو چې دا مسله د اعتبار وړ عدلي سیسټم څخه تیریږي او د غچ خبره پکې نشته».
د سوریې حکومت له کلونو راهیسې د امریکا، اروپايي ټولنې او نورو هېوادونو تر سختو بندیزونو لاندې دی.
دغه بندیزونه په ۲۰۱۱ کال کې د حکومت ضد سوله ییزو مظاهره چیانو د تاوتریخجنې ځپنې په خاطر د بشار اسد په رژیم لګول شوي وو.
د سوله ییزو مظاهرو شدیده ځپنه په سوریه کې د کورنۍ جګړې پیلامه وګرځېده چې باالاخره د اسد د رژیم تر سقوط پورې وغځېده.
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي ګیر پیډرسن زیاته کړه چې سوریایان باید په یوه سیاسي بهیر کې ځانونه وګوري.«موږ دې ته اړتیا لرو چې یوه سیاسي پروسه کې ټول سوریایان شامل وي. دا پروسه باید په زغرده په خپله د سوریې د خلکو له خوا رهبري شي. نو دا د سوریې مسؤلیت دی چې د نورو په مرسته دا کار وکړي. بیا دوهمه ننګونه د سرپرست حکومت په وړاندې د دولتي ادارو ترلاسه کول دي. خدماتي ادارې، د قانون او نظم اعاده خورا مهمه ده».
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو دغه خاص استازی دمشق ته تللی څو د نوي موقت حکومت له چارواکو سره وګوري. هلته نوی موقت حکومت د هییت تحریر الشام ډلې تر مشرۍ لاندې جوړ شوی چې څو ورځې مخکې یې د اسد د کورنۍ څه باندې پنځوس کلنه واکمني ړنګه کړه.
د راپورونو له مخې د امریکا د ولسمشر جوبایډن اداره له تروریستي نوملړه د هییت تحریر الشام ډلې د لرې کولو په اړه غور کوي.
خو له دې چې د جوبایډن اداره په پای ته رسېدو ده دا لا روښانه نده چې د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د سوریې په اړه څه ډول دریځ خپلوي خو هغه له وړاندې ویلي چې د سوریې په کړکېچ کار نه لري.