د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

 افغانستان کې د هوا له سړېدو سره د معتادینو مړینه ډېره شوې


یو معتاد
یو معتاد

د ژمي په رارسېدو او د هوا له سړېدو سره، د افغانستان د ښارونو په ځينو برخو کې د معتادینو مړینه هم ډېره شوې ده.

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته یو مکتوب استول شوی دی. په دې مکتوب کې د نهو مړه شویو معتادینو نومونه لیدل کېږي چې عمرونه یې له (۲۲) او (۶۵) کلونو تر منځ دي او تازه مړه شوي دي.

دا معتادین چې یوه یې ښځه ده ځینې یې د یخنۍ له امله د طالبانو د حکومت د معتادینو د درملنې په مرکزونو کې مړه شوي او مړي یې د دې ولایت سړو خونو ته وړل شوي دي.

د نیمروز ولایت د امنیې قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې مدير عبدالواسع ریحان له ازادي راډيو سره د خبرو په ترڅ کې ومنله چې دا نهه معتادین د معتادینو د درملنې په مرکزونو کې مړه شوي دي.

د رضا په نوم د نیمروز ولایت یوه اوسېدونکي وويل چې د هوا له سړېدو سره د دې ولایت بې کوره معتادین د مړینې له خطر سره مخ دي، ځکه چې د اوسېدو لپاره مناسب ځای نه لري.

" هغه معتادین چې په زرنج ښار کې اوسېږي، د راټولېدو لپاره ټاکلی ځای لري، خو دا ځای مناسب نه دی او د هوا له سړېدو سره لیدل کېږي چې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، آن دا چې په ورځ کې یو یا دوه تنه یې مړه کېږي، ځکه چې د اوسېدو لپاره ګرم ځای نه لري. موږ له چارواکو څخه دا هیله لرو چې دا معتادین راټول او د درملنې لپاره یې اړونده کلینیکونو او روغتونونو ته یوسي. "

د هرات او فراه ولایتونو ترڅنګ نیمروز درېیم ولایت دی چې له ایران سره ګډه پوله لري او له ایران څخه راشړل شوي ډېر بې کوره معتادین پکې راټول شوي دي.

د زرنج ښار یو اوسېدونکی سرور وايي، په وروستیو میاشتو کې په دې ښار کې معتادین څو برابره ډېر شوي چې تر پلونو لاندې او یا په کنډوالو کې اوسېږي.

هغه ویلي:

" ژمی رارسېدلی او هوا هم سړه شوې ده، د هوا د سړېدو له امله د معتادینو ژوند ورځ په ورځ له ستونزو سره مخ کېږي. ډېری یې تر پلونو لاندې او ځینې یې بیا په غارونو کې ژوند کوي، ښکاره خبره ده چې د یخنۍ له امله د دوی وضعیت نور هم خرابېږي. دا چې د نشو ترڅنګ هغوی له یخنۍ سره هم مخ کېږي ډېری یې مړه کېږي. له حکومت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې د معتادینو د درملنې لپاره کار وکړي او هغوی دې روغتونونو ته یووړل شي. "

د طالبانو حکومت په کابل، کندهار، هرات او بلخ ولایتونو کې د معتادینو د ساتنې او پالنې د زر بستریزو مرکزونو ترڅنګ، لکه زرنج په نورو ښارونو کې هم دغه ډول واړه مرکزونه لري او له دې لارې یې له نشه يي موادو څخه د معتادینو لاسونه لنډ کړي دي، خو د دې معتادینو خپلوان په دې مرکزونو کې له بد وضعیت څخه شکایت کوي.

غلام نبي چې د نیمروز ولایت د معتادینو د ساتنې او پالنې په زر بستریز مرکز کې یې ورور تازه مړ شوی ازادي راډيو ته وویل:

" زما د کورنۍ یو غړی چې معتاد او د معتادینو په کمپ کې بستري و، د خوړو او امکاناتو د نشتوالي له امله مړ شوی دی. "

د معتادینو د درملنې متخصص ډاکټران وايي چې د نشه يي موادو استعمال د سړې او تودې هوا پر وړاندې د معتاد مقاومت کمزوری کوي او اخر دا حالت د معتاد د مړينې سبب کېږي.

د سړې او تودې هوا پر وړاندې د معتاد د وجود د کمزورۍ ترڅنګ، په افغانستان کې معتادینو ته کافي خواړه نه رسېدل او د روغتیايي امکاناتو نشتوالي هم هغوی ته ډېر زیان رسولی دی.

XS
SM
MD
LG