د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۷

طالبانو بیا رسنیو ته د موسیقۍ نه خپرولو سپارښتنه کړې


ارشیف
ارشیف

د طالبانو حکومت په پلازمېنه کابل کې له رسنیو یو ځل بیا غوښتي چې د موسیقۍ له غږولو او داسې څه له خپرولو ډډه وکړي چې د دوی په خبره له اسلامي احکامو او افغاني کلتور سره په ټکر کې وي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا پر رسنیو د بندیزو په دوام تازه یو ځل بیا دوی له رسنیو غوښتي، چې د موسیقۍ له غږولو او داسې څه له خپرولو ډډه وکړي چې د دوی په خبره له اسلامي احکامو او افغاني کلتور سره په ټکر کې وي.

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د پنجشنبې په ورځ (د ډسمبر پر ۱۲ مه) پر خپله ایکس پاڼه ( پخواني ټویټر) لیکلي، دا غوښتنه د دغه وزارت د کابل ښار ریاست محتسبینو د یوشمېر غږیزو او چاپي رسنیو له مسوولانو سره په لیدنه کې کړې ده.

طابانو په افغانستان تر بیا واکمنېدو ورسته له رسنیو د موسیقۍ پر خپرېدو بندیز لګولی او دا موضوع یې په وار وار رسنیو ته ابلاغ کړې ده.

تر دې وړاندې دوی په خوست او یو شمېر نورو ولایتونو کې ځینې رسنۍ د موسیقۍ او بګروند موزیکونو د خپرولو له امله تړلې هم وې.

طالبان موسیقي د اسلام له نظره حرام ګڼي.

په کابل کې د يوې رسنۍ خبريال چې وايي د دوى د رسنۍ مسوولان دغو ناستو ته غوښتل شوي د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډيو ته يې وويل:

"هو ډېرى ناستې وي چې زموږ د رسنۍ مسولان غوښتل شوي څوک جرئت نه لري چې رد يې کړي بايد يې ورشي دا خو يوازې د موسيقۍ موضوع ده چې رسنيزه شوې ډېر داسې موارد دي چې پټ دي او رسنۍ دعوتوي او ورته ويل کېږي د بيان ازادي او رسنيو کيسه نوره ختمه ده په افغانستان کې څوک غږ نشي پورته کولى"

په لغمان کې د يوې رسنۍ مسوول چې اوس تړل شوې او نه غواړي نوم يې په راپور کې ياد شي له ازادۍ راډيو سره يې په خبرړ کې وويل:

" دا يوازې د کابل مسئله نه ده د کابل له رسنيو ما موسيقۍ کله ناکله اورېدلې خو په ولاياتو کې داسې نه ده که ولاياتو کې د رسنيو له لارې موسيقۍ خپره شي د رسنۍ ټول مسوولان د ولايت رياست ته غوښتل کېږي او سخت چلند ورسره کېږي ان رسنۍ يې تړل کېږي. شپږ مياشتې کېږي چې زمونږ خپله رسنۍ تړل شوې د سرغړونو د څېړنې کميسیون کې ته یې وړاندې کړی او موږ څو ځلې عريضه کړې لا هم تړلې پاتې"

اديب الله يو بل خبريال دى چې اوس وزګار شوى نوموړی وايي پر رسنيو د دېرو بنديزونو له امله رسنيو خپل اورېدونکي له لاسه ورکړي له مالي اړخه کمزوري شوي ځکه خو په خبره د ده په شمول ډېرى خبريالا وزګار شوي دي:

"له درېیو کلونو را په دېخوا هېڅ رسنۍ د موسيقۍ د نشرولو اجازه نه لري. د تفريحي خپرونو اجازه نه شته په خاصه توګه ولاياتو کې ان په بګروند کې هم موسيقي نه شې خپرولى دا د دې لامل کېږي چې رسنۍ خپل اورېدونکي له لاسه ورکړي هغه کسان چې مخکې يې د راډيويي تفريحي خپرونو له لارې خپله ستړيا لرې کوله په خفګان اخته کېږي مخکې به رسنۍ د اعلاناتو له لارې حمايه کېدلې اوس هغه هم نه شته. ما خپله لس کاله ملى او بين المللي رسنيو کې کار کړى اوس داسې رسنۍ نه شته چې ماته پنځه زره معاش راکړي او زه کار وکړم"

د یادونې ده چې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، دوى پر رسنیو ګڼ محدودیتونه لګولي او د بېلابېلو فرمانونو له لارې یې د رسنيو ازادي سخته محدوده کړې ده.

د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر نوی قانون چې د اګسټ میاشتې پر ۲۰مه نافذ شو، په ۱۷مه ماده کې یې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو هم بندیز لګول شوی، چې دې بندیز ته په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه وښودل شول، خو د طالبانو حکومت په یو شمېر ولایتونو کې دا قانون په بشپړ ډول پلی کړی دی.

د افغانستان د بيان ازادۍ کور د روان لمریز کال د لیندۍ/ قوس پر لومړی نېټه ويلي وو، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، د رسنيو د فعاليتونو پر وړاندې شا و خوا ٢٠ محدودوونکي فرمانونه صادر شوي او په دې موده کې له ۳۰۰ څخه زیاتو رسنيو په دغه هېواد کې خپل فعالیتونه درولي دي.

خو د طالبانو حکومت ویندویانو ویلي، د اسلامي شريعت او ملي ارزښتونو په چوکات کې د رسنیو فعالیت ته ژمن دي او کومې رسنۍ چې تړل شوي، لامل یې د دوی اقتصادي ستونزې ګڼلې دي.

XS
SM
MD
LG