د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

د چارو کتونکي: د خلیل الرحمان حقاني ترور وښوده چې د داعش ګواښ له منځه نه دی تللی


د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدوکو چارو وزارت د سرپرست خلیل الرحمان حقاني ترور ته بیلابیل غبرګونونه ښودل شوي دي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت« یوناما»، اروپايي ټولنې، د قطر د بهرنیو چارو وزارت، د افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو سفارتونو او چارواکو په جلا جلا پیغامونو کې د نوموړي وژنه غندلې ده.

په دې اړه د یوناما په بیان کې راغلي چې «د ثبات په لټه کې د تروریزم لپاره هېڅ ځای نشته.»

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر هم نن په خپله اېکس پاڼه (پخواني ټویټر) کې دا حمله غندلي او ویلي چې اروپايي ټولنه د تاوتریخوالي ټول عملونه په کلکو ټکو غندي.

په کابل کې د سعودي عربستان، ایران او ترکیې سفارتونو، د پاکستان د صدراعظم مرستیال اسحاق ډار، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان، د قطر د بهرنیو چارو وزارت او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ګڼو افغان سیاسي مشرانو هم په جلاجلا پیغامونو کې د حقاني وژنه غندلې ده.

خلیل الرحمان حقاني پرون چهارشنبه په کابل کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت په انګړ کې په ځانمرګي برید کې ووژل شو او په دغه برید کې ځایي چارواکو د لږ تر لږه شپږو نورو کسانو د وژلو پخلی هم کړی دی.

نوموړی د طالبانو د کورنیو چارور د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني تره او د حقاني شبکې د بنسټ ایښودونکي جلال الدین حقاني ورور دی.

د امریکا متحدو ایالتونو د هغه نوم د ترهګرو په لست کې شامل کړی و او ۲۰۱۱ کال کې یې د هغه پر سر پنځه میلیون ډالره جایزه هم اعلان کړې وه.

د فرانسې او جرمني خبري اژانسونو د داعش د تبلیغاتي چينلونو په حواله ویلي چې برید د دوی د یوه ځانمرګي له خوا شوی دی.

په جرمني کې د پوهنتون استاد او د امنیتي چارو کارپوه اسحاق اتمر وايي د طالبانو له لوري د داعش ډلې خراسان ولایت څانګې د ځپلو له ادعاوو سره سره د دې ډلې منظم او هدفي بریدونه دا ښکاره کوي چې طالبان په یوازې ځان د دوی مقابله نه شي کولای.

هغه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

«که څه هم طالبانو تل دا خبره کړې چې ګواګې داعش ډله یې ځپلې ده خو ګورو چې دا ډله په منظم ډول بریدونه کوي، اوس به دا د طالبانو له توانه پورته وي چې دوی دې په یوازې ځان د داعش مقابله وکړي خو که په رښتیا هم هېوادونه په دې اړه متفق نظر ولري او په ګډه د دوی پر وړاندې مبارزه وکړي نو بیا کیدای شي چې د دې ډلې فعالیتونه مهار کړي.»

وموغوښتل چې د داعش ډلې خراسان ولایت څانګې چې د پروني برید پړه یې هم منلې د متوجې ګواښونو په اړه د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد نظر هم ولرو خو هغه په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

پرون چهارشنبې ښاغلي مجاهد په خپله اېکس پاڼه کې د خلیل الرحمان حقاني د وژل کېدو په اړه په یوه خبرپاڼه کې دا کار د «خوارجو» ګڼلی و.

که څه هم په خبرپاڼه کې 'خوارج' نه دي معرفي شوي خو دا پکې راغلي چې دوی په داسې بریدونو خپل هدف ته نه شي رسېدلی.

د سیاسي چارو کارپوهان له دې ډلې طارق فرهادي وايي باید د هغو عواملو په له منځه وړلو کار وشي چې په افغانستان کې د داعش ډلې د خراسان ولایت څانګې له پراخېدو سره مرسته کوې.

هغه په دې اړه ازادي رادیو ته وویل:

«د افغانستان لپاره د داعش ګواښ جدی دی ځکه چې ځوانان کار نه لري او بې وزله دي او دوی کولای شي چې ځوانان جذب کړي، نړیواله ټولنه باید دې مسلې ته پام وکړي چې که په یوه هېواد کې ورځ تربلې اقتصادي وضعیت مخ په خرابېدو وي او ځوانان راتلونکی ونه لري نو د داعش په څېر ترهګرو ډلو کې د ځوانانو د جلب او جذب ګواښ موجود وي.»

د یادونې ده چې که څه هم طالبانو په وار وار دا ادعاوې کړي چې د داعش ډلې خراسان ولایت څانګه یې په افغانستان سخته ځپلې او په دې اړه اندیښنې بې ځایه دي خو د طالبانو له بیا واک ته رسېدو را وروسته دې ډلې خپلو خونړیو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG