د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۶

د فرانسې او پولنډ ولسمشران د اوکراین د جګړې د پای ته رسیدو پر لارو چارو خبرې کوي


د پولنډ او فرانسې ولسمشران
د پولنډ او فرانسې ولسمشران

د فرانسې ولسمشر ایمانویل میکرون او د پولنډ صدراعظم ډونالډ توسک به د اوکراین لپاره له جګړې وروسته د اروپايي ټولنې د سوله ساتې پوځیانو پر طرحې خبرې وکړي.

ټاکل شوې ده چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون نن (پنجشنبې/ د لیندۍ ۲۲ مه) د پولنډ له صدراعظم ډونالډ توسک سره د دغه هیواد په پلازمینې وارسا کې وګوري.

دا مشران پر دې خبرې کوي چې په اوکراین کې تر جګړې وروسته هلته څرنګه د اروپايي ټولنې سوله ساتي ځواکونه ځای پرځای شي.

له نژدې درې کلنې جګړې وروسته، په بروکسل او واشنګتن کې دیپلوماتیکي هڅې تودې شوې دي چې له څو لسیزو راوروسته په اروپا کې تر ټولو لویه جګړه پای ته ورسوي.

یوې پولنډۍ رسنۍ راپور ورکړی دی چې د اروپایي ټولنې دا دوه غړي هیوادونه په پام کې لري چې د اوکراین لپاره څلویښت زره کسیز پياوړی سوله ساتی ځواک د مختلفو هیوادونو له سرتیرو څخه جوړ شي.

د امریکا متحدو ایالتونو د نوومبر په ۵ مه د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ بریا په اروپا کې ډیپلوماسۍ ته وده ورکړه ترڅو مخکې تر دې چې نوموړی د جنورۍ په ۲۰ نیټه واک ترلاسه کړي په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د منلو وړ جوړجاړی رامنځته شي.

منتخب ولسمشر ټرمپ ادعا کړې چې په ۲۴ ساعتونو کې جګړه پای ته رسولی شي خو دا خبره دا اندیښنه راپورته کوي چې هغه اوکراین دې ته اړ ایستلی شي څچې داسې یوې روغې جوړې ته غاړه کېږدي چې د اروپايي ټولنې امنیت له خطر سره مخامخ کړي.

د امریکا متحد ایالتونو د اوکراین په جګړه کې لوی رول لوبوي ځکه چې په نظامي برخه کې د اوکراین تر ټولو لوی تمویلوونکی دی. ټرمپ ګواښ کړی چې که د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په ښه نیت له خبرو کولو ډډه وکړي، مرستې به پرې کمې کړي.

ډانالډ ټتوسک چې د کییف کلک ملاتړی دی، د دسمبر په لسمه وویل چې د سولې خبرې په ژمي کې پیلدی شي، په داسې حال کې چې وارسا د جنورۍ په لومړۍ نیټه د اروپایي اتحادیې د مهالنۍ مشرۍ لپاره چمتووالی نیسي.

زیلینسکي د سولې د هرډول تړون په برخه کې د لوېدیځ د کلکو امنیتي ضمانتونو غوښتنه کړې، او استدلال کوي چې روسیه کولی شي یو ځل بیا د خپلو ځواکونو له چمتو کولو وروسته برید وکړي.

متحده ایالاتو او بریتانیا په ۱۹۹۴ کې اوکراین ته امنیتي تضمینونه ورکړل څو دا هیواد وهڅوي چې خپلې اټومي وسلې پریږدي. خو کله چې روسیې په لومړي ځل په دوه زره څوارلسم کال کې د اوکراین کریمیا ټاپوزمه ونیوله، هیڅ هیواد یې دفاع ونه کړه.

په داسې حال کې چې اوکراین له ناټو تړون سره یوځای کیدو ته انتظار کوي د لویدیځ څلویښت زره سوله ساتی ځواک به د دې هیواد امنیت تضمین کړي.

د روسیې د نژدې درې کلن یرغل د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماسي په دې میاشت کې د دسمبر په اوومه په پاریس کې د ټرمپ، مکرون او زیلینسکي له خبرو سره ګړندۍ شوه.

XS
SM
MD
LG