د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۶

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو خوندیتوب په خطرناک ډول له منځه ځي


د ملګروملتو مرستندوی ماموریت (یوناما)
د ملګروملتو مرستندوی ماموریت (یوناما)

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې د بشري حقونو نړیوال مکلفیتونه ومني.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي د بشري حقونو له نړیوالې ورځې سره هممهاله په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې هیواد کې د بشري حقونو خوندیتوب په اوږدمهال او خطرناک ډول له منځه ځي.

یوناما د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپره کړې اعلامیه کې په افغانستان کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې په ټول هیواد کې د ښځو، نارینه وو، نجونو او هلکانو د اوسنیو او راتلونکو نسلونو د خوندیتوب او هوساینې د کلیدي عنصر په توګه د بشري حقونو نړیوال مکلفیتونه ومني.

په اعلامیه کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې روزا اوتونبایووا له قوله ویل شوي دي:«په خواشینۍ سره موږ په افغانستان کې په دوامداره توګه د برعکس وضعیت شاهدان یو.»

د نوموړې په وینا د امنیت په برخه کې له د ښه والي او د وسله وال تاوتریخوالي له کمښت سره سره د بشري حقونو خوندیتوب په اوږدمهال او خطرناک ډول د له منځه تلو په حال کې دی.

مېرمن اوتونبایووا وايي، د دې وضعیت زیان ښځې او نجونې ګالي.

د یوناما په اعلامیه کې راغلي چې د حاکمو چارواکو(طالبانو) د بشري حقونو ریکارډ په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د دوی سیستماتیک تبعیض په ګوته کوي، چې د زده کړې او کار په ګډون د ورځني او عامه ژوند له ډیرو حقونو څخه بې برخې شوې دي.

یو شمېر افغانان هم وايي، اوس مهال په افغانستان کې نه یوازې د میرمنو بلکې د ټولو وګړو حقونه تر پښو لاندې کیږي.

د کندهار یوې اوسېدونکې چې نه یې غوښتل نوم یې په دې راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل:

«د څه شي بشري حقونه؟ دلته اصلا بشر سته نه، د بشر حقونه چېرې دي، موږ دلته ساه نه سو اخیستلای، د بشري حقونو ترلاسه کول خو لیرې خبره ده، دلته یوازې طالبان ژوند کوي او یوازې دوی حق لري، دلته نه ښځې نه نارینه اصلاً د اوسېدو حق نه لري، هره ورځ پر موږ نوي محدودیتونه لګول کیږي.»

د ښځو د حقونو فعالې نسرین حمیدي ازادي راډيو ته وویل:

«طالبانو نه یوازې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي بلکې د افغانستان ټول راتلونکې یې یرغمل کړی دی، د ښځو، زده کړې، کار او د عامه ژوند هره برخه یې محدوده کړې په داسې حال کې چې خلک له سخت فقر او بې کارۍ سره مخ دي.»

په ورته وخت کې په جینوا کې د ملګروملتونو په دفتر کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد اندیشه هم په خپله اېکس پاڼه کې په یو ویډیو بیان کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت بدتر بللی دی:

«افغانستان له بدترین بشري بحران سره مخ دی، په ځانګړي ډول په وروستیو کې د ښځو او نجونوپه وړاندې د ژوند شرایط له بدتر نه بدترین حالت ته وړل شوي دي.»

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونوپه ګډون د بشري حقونو بیلابیلو بنسټونو د طالبانو په زندانونو کې د سختو شکنجو، تاوتریخوالي او د تېر جمهوري حکومت له سرتیرو سره د ناوړه چلند او ان د هغوی د وژلو او ورکولو راپورونه خپاره کړي دي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو غږیز پیغام کې چې د دوی د کنترول لاندې ملي تلویزیون په خپله ایکس پاڼه ( پخواني ټويتر) خپور کړی ویلي چې د دوی د حکومت د محکمو او امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له لوري یې د ټولو خلکو حقونه تامین دي.

ښاغلی مجاهد زیاته کړې چې د بشري حقونو د دفاع سازمانونه او هېوادونه دې په افغانستان کې د ده په خبره د بشري حقونو په نوم د لویدیځو هېوادونو کلتورد پلي کېدو غوښتنه نه کوي.

طالبانو دغه شان د خپل حکومت په تېره څه دپاسه درې کلنه واکمنۍ کې پر افغان ښځو د کار او زده کړو په ګډون سخت محدودیتونه لګولي دي، حجاب یې پرې اجباري کړی او ښځې یې له نارینه محرم پرته له سفر کولو او ورزشي لوبغالو، پارکونو او حمامونو ته له تګ هم راګرځولي دي.


دغه شان یې د امرالمعروف په نوي قانون کې د دوی مخونه او غږ هم عورت بللی دی.

پر نجونو او ښځو تر ټولو وروستی محدودیت د نیمه روغتیايي زده کړو بندیز دی چې په کور دننه او بهر یې پراخ غبرګونونه پارولي دي.

خو دوی بیا هم ادعا کوي چې د اسلامي شریعیت په چوکاټ کې یې د ښځو حقونه تامین کړي، هغه ادعا چې افغان میرمنو او نړیوالو ته د منلو نه ده.

XS
SM
MD
LG