د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې ویلي چې افغان ښځې او نجونې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له ګڼو تاوتریخوالیو او زور زیاتيو سره مخ دي او باید ملاتړ یې وشي.
دې سازمان ویلي، له کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، د افغان ښځو پر زدهکړو له بندیز نیولې د غږ تر ممنوعیت پورې د ټولو ننګونو پر وړاندې مبارزه کړې او مقاومې درېدلي.
دغه سازمان د یکشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه دا پيغام خپور کړی دی.
په دغه پیغام کې د هغه طوماریا غوښتنلیک یادونه هم شوې چې هدف یې د افغان ښځو ملاتړ او د نړیوالې ټولنې لهخوا پر طالبانو د فشار راوړل دي.
په دغه بیان کې غوښتل شوي چې د افغان ښځو په وړاندې د زور زیاتي او تاوتریخوالي سره د مبارزې لپاره په غوښتنلیک باندې انلاین امضاوې وشي څو نړیواله ټولنه اړ شي چې د خبرو او پيغامونو پر ځای رغنده اقدامات وکړي.
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې خبرې "ظلم او ستم نه شي درولی، بلکې دا قوي اقدامات چې مخه یې نیسي."
دغه سازمان ټینګار کړی چې د یوه میکانیزم له مخې د بشري حقونو د ټولو سرغړونو په خاطر له طالبانو پوښتنه وشي او نړیواله ټولنه له هرې ممکنې لارې پر طالبانو فشار راوړي څو د ښځو او نجونو په وړاندې محدودیتونو او زور زیاتی پای ته ورسوي.
د بخښنې نړیوال سازمان د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د پای ته رسولو د نړیوال کمپاین په لړ کې چې د شپاړسو ورځو لپاره روان دی بیان خپور کړی دی.
کړوخېل وايي: د طالبانو په راتګ باندې افغان نجونو او مېرمنو ټول مشروع حقونه له لاسه ورکړي.
اخوا د افغانستان د پارلمان پخوانۍ غړې او د ښځو د حقونو فعالې شینکۍ کړوخېل په دې اړه چې دا انلاین کمپاینونه څومره د افغان ښځو لپاره ګټه کوي ازادي راډيو ته وویل: "د طالبانو په راتګ باندې افغان نجونو او مېرمنو ټول مشروع حقونه له لاسه ورکړي. حتی حق د تعلیم هم نه لري. د دغه پتیشن یا غوښتنلیک اهمیت یا موثریت په دې وخت کې دا دی چې دنیا ته یوځل بیا د افغان ښځو له وضعیت خبرداری ورکوي تر څو هغوی احساس د مسوولیت وکړي او هغه ټول اقدامات ترسره کړي چې د افغان ښځو او نجونو د ژوند په وضعیت کې یو مثبت بدلون راشي."
د دغه کمپاین پر مهال د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارد بینېټ هم په خپل پيغام کې د هغو زور زیاتیو او تاوتریخوالیو یادونه کړې چې په خبره یې د طالبانو په رژیم کې افغانان په تېره ښځې او نجونې ورسره مخ دي.
بینېټ د یکشنبې په ورځ دا پیغام یو وار بیا په خپله ایکسپاڼه خپور کړی چې په یوه برخه کې یې وايي: "په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی ژورې رېښې لري او دا د طالبانو د سیستماتیک جنسیتي ظلم او تبعیض له امله لا پسې زیات شوی چې په دې وروستیو کې د یوه داسې څه په نوم چې د اخلاقیاتو قانون یا امرباالمعروف یادیږي رسمیت پیدا کړی. دا محدودیتونه د ښځو او نجونو د ژوند نږدې ټول اړخونه کنټرولوي. د دوی حرکت، لباس، کار او همدارنګه د شپږم ټولګي څخه پورته زده کړې او له ورزش څخه ممنوعیت."
د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د پای ته رسولو د شپاړس ورځني کمپاین پر مهال د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونو یو وار بیا د نړیوالو بشري سازمانونو پام ور جلب کړی دی.
تېره پنجشنبه د نومبر ۲۸مه چیلي، کوسټاریکا، هسپانیې، فرانسې، لوګزامبورګ او مکسیکو په افغانستان کې د ښځو د حقونو د سرغړونو قضیه د شرایطو خرابېدو او د افغان ښځو او نجونو بحراني وضعیت ته په کتو نړیوالې جزايي محکمې ته راجع کړه.
هاګ کې نړیوالې جزايي محکمې د یادې قضیې هرکلی کړی او د دې محکمې د څارنوال کریم خان په حواله یې لیکلي چې لا له وړاندې د ۲۰۲۲م کال له اکټوبره په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ د جرمونو په څېړنو کې ډېر پرمختګ شوی او دوی به ژر د دې څېړنو پایلې هم اعلان کړي.