د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۱

د غالۍ اوبدلو یو شمېر نارینه او ښځينه کارګران: په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي یو


ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر غالۍ اوبدونکي
ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر غالۍ اوبدونکي

یو شمېر ښځې او سړي چې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د غالیو اوبدلو په کارځايونو کې په کار بوخت دي، وايي چې په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.

کلثوم، چې د سمنګان ولایت یوه غالۍ اوبدونکې ده، وايي چې له تېرو لسو کلونو راهیسې دا کار کوي او له ګڼو روغتیایي ستونزو سره مخ شوې ده.

هغې ازادي راډيو ته وویل، د اقتصادي ستونزو له امله غالۍ اوبي څو خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

سره دې خپله تنخوا ونه ښوده، خو ویې ویل چې ډېر کمې پيسې ترلاسه کوي.

هغه وايي: "د اقتصادي ستونزو له امله غالۍ اوبم. یوه غالۍ په ٤ تر ٦ میاشتو کې بشپړوم. غالۍ اوبدل ډېر سخت کار دی. له دې امله مې ملا، اوږې، پښتورګي او سینه درد کوي. له شرکتونو غواړو چې زموږ تنخواوې لوړې کړي څو زموږ اقتصادي ستونزې حل شي.'"

عبدالرازق، چې د فاریاب ولایت په میمنه ښار کې یو بل غالۍ اوبدونکی دی، وايي چې د غالیو اوبدلو له امله یې د تنفسي ناروغۍ ستونزه پیدا کړې ده.

عبدالرازق وویل: غالۍ ډېرې خاورې لري او هغه کسان چې غالۍ اوبې، په تنفسي ناروغیو اخته کېږي. زه درې کاله کېږي چې په تنفسي ناروغۍ اخته شوی یم.

هغه وايي: "غالۍ ډېرې خاورې لري او هغه کسان چې غالۍ اوبې، په تنفسي ناروغیو اخته کېږي. زه درې کاله کېږي چې په تنفسي ناروغۍ اخته شوی یم او تر درملنې لاندې یم. په داسې خونه کې نه شم پاتې کېدای چې دروازه یې بنده وي. دا ستونزه يې رلته پيدا کړې چې ان حمام نه شم کولی."

د غالیو د تولیدوونکو یو شمیر شرکتونو خاوندان هم تاییدوي چې د وخت په تېرېدو د دوی کارګرانو ته روغتیایي ستونزې پیدا کېږي.

نوریه نجفي زاده، چې په بلخ ولایت کې د غالیو اوبدلو کارخونه لري، ازادی راډيو ته يې وویل: "د غالیو تولید یو سخت کار دی. هغه کسان چې د اوبدلو، وړۍ سپینولو او رفوګرۍ په برخه کې کار کوي، په راتلونکي کې د سترګو لید د کمزوري کېدو، د ملا درد او د پښو دردونو سره مخ کېږي."

ډاکتران او روغتیايي کارکوونکي د غالیو تولیدونکو ته سپارښتنه کوي چې د غالیو اوبدلو پر مهال ځانونه له دوړو او خاورو څخه وساتي.

په بامیان کې یوه ښځه د غالۍ اوبدلو پرمهال
په بامیان کې یوه ښځه د غالۍ اوبدلو پرمهال

د دوی له ډلې مریم رسولي ازادی راډيو ته وویل: "هغه کسان چې غالۍ اوبي په ساري ناروغیو، سینه بغل او تنفسي انتاناتو اخته کېږي. د سږو او ستوني په برخه کې يې درد او سوی پیدا کېږي. هغه کسان چې په دې صنعت کې کار کوي، باید له ماسکونو استفاده وکړي او له دوړو څخه ځانونه تر ممکن حده وساتي."

د شمالي ولایتونو د غالیو تولیدونکي له دې امله شکایت کوي چې د دې ټولو ستونزو سربېره دوی کمه تنخوا ترلاسه کوي چې ان د خپلو اقتصادي ستونزو د حلولو توان نه لري.

دا اندیښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د امریکا نړیوالې پرمختیايي ادارې (يو ایس آى ډي) په دې وروستیو کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې د غالیو تولید زیات شوی دی.

یادې ادارې ویلي چې د افغانستان د غالیو کلنی تولید له ۱۰۱ میلیونه متر مربع څخه ۳۰۳ میلیونه متر مربع ته لوړ شوی دی.

ارشیف: يه افغانستان کې د غالیو د پلور یوه هټۍ
ارشیف: يه افغانستان کې د غالیو د پلور یوه هټۍ

د دې ادارې په وینا، شاوخوا یو میلیون او دوه سوه زره کسان، چې ۹۰ سلنه یې ښځې دي، اوسمهال د افغانستان د غالیو په صنعت کې په کار بوخت دي، او د غالیو تولید ارزښت ۳۳۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی.

د افغانستان د غالیو صادرونکو ټولنې د معلوماتو له مخې، اوسمهال په ۲۲ ولایتونو کې غالۍ اوبدل کېږي، په ځانګړې توګه په شمالي ولایتونو کې او ۳۰ هېوادونو ته صادرېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG