د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۰

د تشناب نړیواله ورځ؛ د افغانستان وګړي په دې هېواد کې د معیاري تشنابونو له نشتوالي شکایت کوي


ارشیف: عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف: عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو او په ځانګړې توګه د لرو پرتو سیمو اوسېدونکي وايي چې له ډېرې مودې راهیسې معیاري تشنابونو ته لاسرسی نه لري.

محمدحسین وايي: په دهنه غورۍ ولسوالۍ کې د تشنابونو د جوړولو په برخه کې هېڅ کار نه دی شوی.

د بغلان ولایت د دهنه غورۍ ولسوالۍ اوسېدونکی محمدحسین په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په دهنه غورۍ ولسوالۍ کې د تشنابونو د جوړولو په برخه کې هېڅ کار نه دی شوی، که چېرته وشي نو ګټه به یې خلکو ته ډېره وي، ځکه په دې برخه کې به خلک خوندي شي."

د نړیوالو بسټونو د راپورونو له مخې، د افغانستان په ډېری لرو پرتو سیمو کې د تشنابونو د کمښت له کبله خلک بیدیاوو کې خپل حاجت رفع کوي چې له کبله یې ګڼې ناروغۍ رامنځته کېږي.

د لرو پرتو سیمو سربېره، په لویو ښارونو کې هم د عمومي تشنابونو کمښت خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

د پکتیا ولایت اوسېدونکي عصمت‌الله په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "نن په ټوله نړۍ کې د تشناب نړیواله ورځ ده، خو د افغانستان په ډېری پارکونو او بېلابېلو ځایونو کې په کافي اندازه تشنابونه نه‌شته چې دا مسئله د چاپېریال د ککړتیا او د ګڼو ناروغیو لامل کېږي."

د کابل ښار اوسېدونکی صداقت بیا وايي، هغه تشنابونه چې په ښار کې جوړ شوي پاکوالي ته یې پام نه کېږي او باید لا ډېر معیاري تشنابونه جوړ شي.

هغه وویل: "د امارت دولت د تشنابونو د جوړولو لپاره کومه برنامه نه لري او په دې برخه کې کار نه دی شوی، هیله لرم چې په لویو ښارونو کې چې نفوس یې زیات دی د تشنابونو جوړلو ته پام وشي."

ارشیف
ارشیف

ملګري ملتونه وايي چې په ټوله نړۍ کې د تشنابونو د کمښت او یا هم د غیرمعیاري تشنابونو زیات اغېزمن شوی قشر مېرمنې دي او د دوی لپاره په ځانګړې توګه د امیندوارۍ پر مهال معیاري او مصئونو تشنابونو ته لاسرسی مهم دی.

نسايي او ولادي ډاکترې عاطفه بارکزۍ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "حامله يا بارداره مېرمنې چې يوه لويه اندېښنه لري هغه تشنابونه ته د ورتګ مسئله ده، دا د دوی لپاره لويه ستونزه ده، په دې مرحله له معياروي تشنابونو او په ځانګړې توګه له فزیکي تشنابونو (چوکۍ ډوله کمودونه) استفاده تر يو بريده د دوی ستونزې کمولی شي او په عامه ځايونو کې د ميکروبونو د لېږد د مخنیوي له امله باید مېرمنې له تشنابونو استفاده ونه‌‌کړي."

ملګري ملتونه وايي چې طبعي افتونو تشنابونو ته ډیر زیان رسولی او په ټولنو کې د معیاري تشنابونو د نشتوالي له کبله د کولرا په ګډون ګڼې ناروغۍ رامنځته کېږي.

د چاپېریال ساتنې د برخې پوهان له ډلې اقبال همدرد وايي چې حکومت مکلفیت لري چې معیاري تشنابونه ورغوي.

همدرد وویل: "په ښار کې د معیاري تشنابونو کمښت بېلابېلې ناروغۍ رامنځته کوي او دولت په دې برخه کې مسوولیت او مکلفیت لري چې په لوی ښارونو کې معیاري تشنابونه جوړ کړي."

د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت‌الله بارکزي په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

نن د نومبر ۱۹مه د تشناب نړیواله ورځ ده.

ملګري ملتونه وايي چې ۳،۵ میلیارده کسان په نړۍ کې معیاري تشنابونو ته لاسرسی نه لري چې له کبله یې د ماشومانو په ګډون میلیونونه خلک د بېلابېلو ناروغیو له ګواښ سره مخامخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG