د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۶

بایډن د روسیې په خاوره کې د اهدافو ویشتلو لپاره پر اوکراین لګول شوي محدودیتونه لیرې کړل


د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر جو بایډن ادارې هغه محدودیتونه لیرې کړل چې له مخې یې اوکراین اجازه نه درلوده، د امریکا لیرواټنه توغندي د روسیې په خاوره کې دننه د اهدافو د ویشتلو لپاره وکاروي.

ګڼو رسنیو له دې جملې نیویارک ټایمز، واشنګټن پوسټ، اسوشېټېد پرېس، رویټرز او ځینو نورو رسنیو په دې باب د هغو سرچینو په حواله چې له دې موضوع خبرې وې، پرون یکشنبه راپور ورکړی دی.

د دغو رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر جو بایډن ادارې هغه محدودیتونه لیرې کړل چې له مخې یې اوکراین اجازه نه درلوده، د امریکا لیرواټنه توغندي د روسیې په خاوره کې دننه د اهدافو د ویشتلو لپاره وکاروي.

سپینې ماڼۍ په دې باب تبصره نه ده کړې او په دې اړه یې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو پوښتنې ځواب کړي نه دي.

رویټرز خبري اژانس د سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې کییف په پام کې لري په راروانو ورځو کې د لومړي ځل لپاره د روسیې په خاوره کې دننه د حملو پر مهال لیرواټنه توغندي وکاروي، خو دقیق وخت یې مشخص نه دی کړی.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن برازیل ته د سفر پر مهال دا اعلان وکړ، خو په دې باب یې د خبریالانو پوښتنې ځواب نه کړې.

که دا خبر تایید شي، دا به د امریکا د متحدو ایالتونو په پالیسۍ کې یو لوی بدلون وي، هغه هم داسې مهال کې چې کییف له زیاتې مودې د لیرواټنه توغندیو د کارونې د اجازې غوښتنه درلوده.

دا به بریتانیا، فرانسې او جرمني ته هم لار پرانیزي، چې د واشنګټن اقدام ته ورته عمل وکړي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي په مستقیم ډول په دې باب خپاره شوي راپورونه تایید کړي نه دي، خو ویلي یې دي چې متحدانو ته د بریا د وړاندې شوې طرحې په کلیدي ټکو کې د اوکراین د پوځ له‌خوا د لیرواټنه وسلو کارولو موضوع هم شامله ده.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

رویټرز خبري اژانس د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې اوکراین به احتمالاً اتاکمز د (ATACMS) په نوم د لیرواټنه توغندیو د کارونې اجازه ولري چې تر ۳۰۰ کیلومترو پورې مزل کولی شي.

په کاناډا کې دېره د دفاعي مسایلو شنونکي کالبي بادوار (Colby Badhwar) چې د دغو لیرواټنه توغندیو په باب یې مقالې لیکلي ویلي، امریکا د ۲۰۲۳م کال تر ډسمبر میاشتې پورې په خپلو ډیپوګانو کې ۲۴۰۰ دا ډول لیرواټنه توغندي درلودل، چې شاوخوا نیمايي یې اوس تر وخت تېر دي.

د ده په وینا، په وروستي کال کې ۵۰۰ نور توغندي هم دغو ډیپوګانو ته ورزیات شوي، خو د امریکا دفاع وزارت یې په پراخه پیمانه په عرضه کولو کې زړه نازړه و.

د پولنډ ولسمشر اندري دودا نن د امریکا د دې پرېکړې په تړاو ویلي چې دا به د دوو ګاونډیو هېوادونو په جګړه کې برخلیک ټاکونکې وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG