د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۸

جلاوطنه افغان ورزشکاران: د ملاتړ د نه‌شتون له امله نړيوالو لوبو کې نورو هېوادونو ته لوبيږو


د یادونې ده چې د پاریس د المپیک په سږنیو سیالو کې د افغانستان په استازیتوب د نورو لوبغاړو ترڅنګ د کډوالو د لوبډلې په توګه پنځو لوبغاړو برخه اخیستې وه.
د یادونې ده چې د پاریس د المپیک په سږنیو سیالو کې د افغانستان په استازیتوب د نورو لوبغاړو ترڅنګ د کډوالو د لوبډلې په توګه پنځو لوبغاړو برخه اخیستې وه.

یوشمېر جلاوطني افغان ورزشکاران وايي، د بېلابېلو ستونزو له امله په ملي او نړیوالو لوبو کې د افغانستان پرځای د نورو هېوادونو او بهرنیو کلپونو په استازیتوب لوبیږي.

"زه غواړم چې په لوبو کې د افغانستان بیرغ اوچت کړم، خو نه‌‌‌شم کولای ځکه اوسېږم په پاکستان کې بیا دوی لوبې نه‌ راکوي
افغان سوک وهونکی، نذير صافی

که څه هم په‌‌دې وروستیو کې افغان ورزشکارانو په بېلابېلو برخو کې د پام وړ لاسته‌‌راوړنې لرلي، خو یوشمېر جلاوطني افغان ورزشکاران وايي، له ډول ډول ستونزه سره مخامخ دي.

په پاکستان کې مېشت افغان سوک وهونکی نذیر صافی وايي، کلونه کېږي چې په ملي او ان په ځینو نړیوالو لوبو کې د مجبورۍ له‌‌‌مخې د پاکستان په استازیتوب ګډون کوي.

نوموړي ازادي راډیو سره په خبرو کې نیوکه وکړه چې، د افغانستان ورزش اړونده ادارو یې لاس‌نیوی نه‌‌دی کړی او د مالي ستونزو له کبله نه‌شي کولای په خپل لګښت د خپل هېواد په استازیتوب په لوبو کې ګډون وکړي.

نوموړی وايي: "زه غواړم چې په لوبو کې د افغانستان بیرغ اوچت کړم، خو نه‌‌‌شم کولای ځکه اوسېږم په پاکستان کې بیا دوی لوبې نه‌ راکوي او خپله د لوبو د برابرولو توان نه‌‌‌لرم، کله مې چې لوبې وي ځان ته مې ډېر افسوس راشي چې ولې نه‌شم کولای دغه ویاړونه د خپلو خلکو او وطن په نوم کړم."

د طالبانو حکومت د بدني روزنې او ورزش ریاست او د ملي المپیک کمېټې مشر احمدالله وثیق په‌‌‌‌دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌‌کړې، خو د دغې کمېټې ویاند اتل مشواڼي د روان زېږديز کال د اګسټ په میاشت کې رسنیو ته ویلي وو چې، په څه باندې درېیو کالو کې د المپیک نړیوالې کمېټې له لوري دوی ته هيڅ بوديجه نه‌‌ده ورکړل شوې او دا د ورزش لپاره لویه ضربه ده.

خو نوموړي دا ویلي وو، دوی بیا هم هڅه کوي چې په بهر کې د مېشتو افغان ورزشکارانو ستونزې حل کړي او په ځینو هېوادونو کې د افغانستان استازولیو سره دا موضوع شریکه شوې ده.

"کله چې ما خپله مسابقه لرله منېجر مې راته وویل چې شاته بګراونډ کې د جرمني بیرغ لګوم ما ورته وویل چې د افغانستان هم باید ورسره وي
افغان ورزشکار ظفرمحسن

افغان جلاوطني ورزشکاران وايي، دوی ته د خپل هېواد په نوم لوبې او د خپل بیرغ لېږدول لوی ویاړ دی.

په جرمني کې مېشت د ازادو سیالیو افغان ورزشکار ظفر محسن چې همدا تېره میاشت کې یې په یوې نړیوالې لوبه کې خپل خپل روسي‌الاصله سویسي سیال ته ماته ورکړه، په‌‌‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "کله چې ما خپله مسابقه لرله منېجر مې راته وویل چې شاته بګراونډ کې د جرمني بیرغ لګوم ما ورته وویل چې د افغانستان هم باید ورسره وي، منېجر مې هغه بیرغ انتخاب کړ او ما خپل، کله چې میدان ته ننوتم یوازې خپل بیرغ راسره و."

د ښاغلي ظفر په خبره ډېری ورزشي کلبونه لوبو ته د مالي ملاتړ د پیدا کولو لپاره د افغان جلاوطنه ورزشکارانو د کوربه هېوادونو له نوم او بیرغ څخه استفاده کوي او په خبره یې ډېر په مشکل دوی پرې دا مني چې باید د افغانستان بیرغ هم باید موجود وي.

يولدز هاشمي او فريبا هاشمي دوه افغانې خويندې وې چې سږ کال يې د المپيک سياليو کې ګډون کړی و، خو د طالبانو حکومت ويلي وو چې د دوی استازيتوب په رسميت نه‌پېژني.
يولدز هاشمي او فريبا هاشمي دوه افغانې خويندې وې چې سږ کال يې د المپيک سياليو کې ګډون کړی و، خو د طالبانو حکومت ويلي وو چې د دوی استازيتوب په رسميت نه‌پېژني.

د یادونې ده چې د پاریس د المپیک په سږنیو سیالو کې د افغانستان په استازیتوب د نورو لوبغاړو ترڅنګ د کډوالو د لوبډلې په توګه پنځو لوبغاړو برخه اخیستې وه.

د کډوالو د لوبډلې څخه تکواندو کارې ذکیې خدادادي خپلو ترک او کیوبایي سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د برنزو مډال وګاټه چې، د نوموړې دغه لاسته‌‌‌راوړنه په پراخه کچه په کور دننه او بهر وستایل شوه.

طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته نجونې او ښځې ورزشي لوبغالو کې له ورزش کولو راګرځولي دي او د روان لمریز کال په سنبلې میاشت کې یې په دغه هېواد کې د ازادو سیالیو په ورزش هم بندیز ولګاوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG