د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۶

د کندهار د پیازو په صادراتو کې زیاتوالی؛کروندګر د سړو خونو د جوړېدو غوښتنه کوي


د کندهار د پيازو حاصلات.
د کندهار د پيازو حاصلات.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، سږ کال د تېرو کلونو په پرتله له دغه ولایت څخه د پیازو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

"سږکال پیاز ښه بیه لري، تېر کال ارزان وو، سږکال یوه جالۍ په شپېته یا اویا افغانۍ خرڅېږي.
سيد احمد

انجینر عبدالباقي بینا د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال وايي، سږکال د میزان میاشتې تر وروستيو شاوخوا ۳۳،۶۰۰ ټنه پیاز د څه کم اووه میلیونه ډالرو په ارزښت پاکستان او یو څه هند ته صادر شوي دي.

هغه وايي: "موږ تر میزان میاشتې پورې ۳۳،۵۹۹ ټنه پیاز صادر کړي، چې مجموعي ارزښت یې ۶.۸ میلیونه امریکایي ډالره دی."

په کندهار کې د پیازو کروندګر د حاصلاتو په لوړو بیو خوښ دي او وایي، د پیازو د بیو له زیاتوالي سره د دوی اقتصادي وضعیت هم ښه شوی دی.

د سید احمد او محراب شاه په نومونو دوه کروندګر باور لري، که په کندهار کې د سړو خونو تاسیساتو ته پام وشي، نو د دوی محصولات به هر کال په ښه قېمت وپلورل شي.

سید احمد وايي: "سږکال پیاز ښه بیه لري، تېر کال ارزان وو، سږکال یوه جالۍ په شپېته یا اویا افغانۍ خرڅېږي. پیاز پاکستان او هند ته صادرېږي او د دې صادراتو په نتیجه کې بیې ښه شوي."

کروندګر وايي، که سړې خونې ورته جوړې شي، په هر موسم کې به د پيازو د کمښت ستونزه حل شي.
کروندګر وايي، که سړې خونې ورته جوړې شي، په هر موسم کې به د پيازو د کمښت ستونزه حل شي.

دغه‌راز محراب شاه وويل: "سږ کال پیاز خوندور دي، خو که موږ ته سړې خونې جوړې شي، نو پیاز به نور هم وخت پیدا کړي او په ژمي کې به هم په ښه بیه خرڅ شي."

په عین وخت کې د طالبانو د حکومت د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، سږکال په‌‌‌‌دغه ولایت کې پر شاوخوا ۱۹۰۰ هکټاره ځمکه د پیازو کښتونه شوي، چې د حاصلاتو اندازه یې له ۶۸ زره ټنو هم زیاته ده.

د کرنې ریاست مسوولین زیاتوي، د ورښتونو له امله سږکال د پیازو حاصل زیات شوی دی.

د کندهار د پيازو حاصلات.
د کندهار د پيازو حاصلات.

عام باور دا دی چې پاکستان هر کال له افغانستان څخه زرګونه ټنه پیاز واردوي او بیا یې په خپلو سړو خونو کې ساتي، چې وروسته بیا په ګرانه بیه دغه پیاز د موسم له بدلون سره بېرته پر افغانانو پلوري.

د سړو خونو د نشتوالي له امله د کندهار کروندګر تل دا ستونزه لري چې، محصولات یې په ډېر ټیټ قېمت خرڅېږي، ځکه نه‌‌‌شي کولی خپل حاصلات تر اوږدې مودې وساتي.

  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG