امریکايي رأی ورکوونکي خپل ولسمشر ټاکي
په امریکا کې رأی ورکوونکي د سې شنبې په ورځ د رایو صندوقونو په لور لاړل څو ولسمشر انتخاب کړي. د جمهوريپال کانديد ډونالد ټرمپ او ډيموکراتانو کاندیدې کاملا هارېس ترمنځ سخته سیالي روانه ده.

۱۱
د نیو هیمپشایر په ډیکزویل نوتچ کې سیمهییزو چارواکو رأی ورکوونکو د رأیو شمېرل پیل کړي.

۱۲
د نیویارک په مانهاټن کې یو سړي د امریکا د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو په ورځ د سټیکرونو خولۍ پر سر کړې ده.

۱۳
خلک د نبراسکا په اوماها ښار کې د ۲۰۲۴ کال د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو په ورځ د هونډا موټرو په یو نندارتون کې رایه ورکوي.

۱۴
یو رأی ورکوونکی د امریکا د اوکلاهاما بویسي ښار ته نږدې د رأی ورکولو په یو مرکز کې خپله رایه ورکوي.

۱۵
د لاس وېګاس په الیګیانت سټیډیوم کې خلکو د رأی ورکولو لپاره سهار مهال قطارونه جوړ کړي دي.

۱۶
د کالیفرونیا په سیمي والي کې یوه رأی ورکوونکې د رونالډ رېګن په ولسمشریزه کتابخانه کې جوړ شوي مرکز کې خپله رأیه ورکوي.

۱۷
د کالیفرونیا د لاس انجلس د ولسمشریزو ټاکنو په مرکز کې کارکوونکي رأیې منظموي.

۱۸
د ټاکنو کارکوونکي د ډینور د ټاکنو د څانګې په دفتر کې رایو ته بیاکتنه کوي.