د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

نن د امريکا ولسمشريزې ټاکنې ترسره کېږي؛ شاوخوا ۲۴۴ ميليونه خلک رايه اچونه کوي


د ان‌بي‌سي تلوېزیوني شبکې وروستۍ نظرپوښتنه ښيي چې هریس او ټرمپ د رایو له نظره برابر دي.
د ان‌بي‌سي تلوېزیوني شبکې وروستۍ نظرپوښتنه ښيي چې هریس او ټرمپ د رایو له نظره برابر دي.

شاوخوا (۲۴۴) میلیونه امریکایان د رایې ورکولو په شرایطو برابر دي، چې لویې برخې یې مخکې تر مخکې خپلې رایې اچولې دي.

نظرپوښتنې ښيي چې د دیموکرات ګوند د کاندیدې کامالا هریس او د جمهوریپال ګوند د کاندید ډونالډ ټرمپ ترمنځ به سیالي خورا کوټلې او سره نژدې وي.

تر پرونه پورې تر ۷۸ میلیونو ډېرو امریکایانو رایې ورکړي وې، چې دا د ۲۰۲۰ کال د انتخاباتو د ټولو رایو کابو نیمایي برخه جوړوي.

د ان‌بي‌سي تلوېزیوني شبکې وروستۍ نظرپوښتنه ښيي چې هریس او ټرمپ د رایو له نظره برابر دي.

دواړو کاندیدانو تر انتخاباتو یوه ورځ مخکې په کلیدي ایالتونو په تېره بیا د امریکا په شمالي او ختیځو ایالتونو کې په انتخاباتي مبارزو کې ګډون وکړ.

د دواړو دیموکرات او جمهوريپالو کاندیدانو تمرکز په هغو ایالتونو دی چې "زنګ‌وهلې سیمه» بلل کېږي"

دا پخواني صنعتي ایالتونه له ۱۹۸۰مو کلونو راهیسې له سخت اقتصادي زوال سره مخامخ دي.

هریس د دوشنبې په ورځ، (د لړم په ۱۴مه) د پنسلوانیا په ایالت کې د الینټاون، پټسبورګ او فیلادلفیا ښارونو ته سفر وکړ.

پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ
پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ

ټرمپ خپله ورځ په شمالي کارولینا کې پیل کړه او بیا پنسلوانیا او میشیګان ته لاړ.

ویل کېږي چې که ټرمپ انتخابات وګټي، نو نوموړی به لومړنی ولسمشر وي چې له لومړي وار ولسمشرۍ وروسته دوهم وار انتخابات بایلي او په درېیم ځل انتخاباتو کې بریالی کېږي.

"زما په نظر دا انتخابات په بیخي ډېره حساسه مرحله کې کېږي، په‌‌دې خاطر چې دوه ګوندونه شته چې رایې یې سره برابرې ښکاري
زمان ستانيزی

نوموړی چې د نیویارک یوې محکمې په جرم تورن کړی و، د بریالیتوب په صورت کې به د ځان خلاف جوړې شوې دوسیې لغوه کړي.

له بلې خوا کامالا هریس، چې اوس د ولسمشر مرستیاله ده، د بریالیتوب په صورت کې به د امریکا په تاریخ کې لومړنۍ تورپوستې ښځه وي، چې د دغه هېواد ولسمشرۍ ته رسیږي.

د امریکا په کلیفورنیا کې د پوهنتون استاد زمان ستانيزی وايي، دواړه کاندیدان د ولسي ملاتړ له نظره سره برابر ښکاري او له همدې کبله د ده په باور دا انتخابات حساس دي.

هغه وايي: "زما په نظر دا انتخابات په بیخي ډېره حساسه مرحله کې کېږي، په‌‌دې خاطر چې دوه ګوندونه شته چې رایې یې سره برابرې ښکاري او له همدې کبله به حسایستونه ډېر وي."

د امریکا په نننیو انتخاباتو کې نژدې ۲۴۴ میلیون امریکایان د رای ورکولو په شرایطو برابر دي، چې دا شمېر د تېر ځل د ولسمشرۍ تر انتخاباتو زیات دی او دا د دې ښودنه کوي چې رای ورکولو ته د خلکو لېوالیتا تر پخوا ډېره شوې ده.

که د متحده ایالاتو ولسمشریزې ټاکنې مساوي پای ته ورسیږي څه به وشي؟
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:28 0:00

د ۲۰۲۰ د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د رای ورکولو په شرایطو د برابرو کسانو ۶۶ اعشاریه ۶ سلنې خپلې رایې وکارولې.

د امریکا په ختیځ کې، چې ورځ په‌کې مخکې پیلیږي، د رای ورکولو مرکزونه د نن چهارشنبې د سهار په شپږ بجې پیلیږي.

د امریکا د سهار شپږ بجې د افغانستان د ماسپښین له درې نیمو بجو سره برابریږي.

د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو حکومتونه او ولسونه د امریکا انتخابات په ځیر څاري.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د خبر له‌مخې، د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د امریکا انتخاباتو ته په اشارې ویلي چې، د دوی حکومت له درستې نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او د امریکا راتلونکی ولسمشر باید د ده په وینا د افغانستان په اړه رښتونې او مثبته پالیسي غوره کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG