د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۷ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۴

نړۍ

کامالا هريس او ډونالډ ټرمپ پرون په ويسکانسن ايالات کې کمپايني غونډې ترسره کړي

کامالا هريس او ډونالډ ټرمپ
کامالا هريس او ډونالډ ټرمپ

د امریکا د ولسمشر مرستیاله او د ډیموکرات ګوند کاندیده کامالا هریس او د جمهوریپالو د ګوند کاندید او پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون جمعه ناوخته د ویسکانسن ایالت په میلواکي سیمه کې له یو بل څخه په څه باندې لس کیلومتره واټن کې د انتخاباتي غونډو کوربه‌توب وکړ.

دا د دې ایالت چې هیڅ ګوند په‌کې د رایو ثابت ملاتړ نه‌لري، تر ټولو لویوه ټولنه ده چې دواړو کاندیدانو یې د رایو د ترلاسه کولو لپاره خپلې وروستۍ هڅې مخته یووړې.

که څه هم په میلواکي کې د ډیموکرات ګوند ډېر پلویان اوسي، خو په ډېرو لیرې پرتو سیمو کې یې د جمهوریپالو د ګوند پلویان اوسي چې دا د ټرمپ لپاره یوه تر ټولو مهمه سیمه بلل کېږي او نوموړی هڅه کوي چې په‌دې سیمه کې د ډېرو رایو په خپلولو سره ویسکانسن ایالت وګټي.

نوموړي دغه ایالات د رایو په ډېر لږ توپیر سره د ۲۰۱۶ په انتخاباتو کې ګټلی و، خو په ۲۰۲۰ کې یې بایللی و.

په میلواکي کې د هغه د ماتې یو لامل دا و چې، په‌دې سیمه کې د ډیموکراټ ګوند د پلویانو شمېر زیات شوی و.

په میلواکي کې د جمهوریپالو د ګوند استازي هیلاریو ډیلیون وویل چې، دواړه کاندیدان په‌دې پوهېږي چې سپینې ماڼۍ ته مستقیمه لاره د میلواکي د ټولنې له لارې تېریږي.

ټاکل شوې چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات د راتلونکې اوونۍ د سه‌شنبې په ورځ د نومبرپه پنځمه نېټه ترسره شي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

هند په اسام ایالت کې یوشمیر خلکو ته د وسلو د لیږد اجازه ورکوي

کلاشینکوف
کلاشینکوف

د هند د اسام ایالت اعلان کړی چې دوی به له بنګله دیش سره د سرحدي سیمو خلکو ته د وسلو اجازه ورکړي.

د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې د اسام اعلی وزیر هیمانتا بسوا سرما، چې د هندو ملتپال بي جي پي ګوند غړی دی، د چهارشنبې په ورځ وویل چې هغه ځایي اوسیدونکي چې ګواښ احساسوي اوس کولی شي د ایالت ویب پاڼې له لارې د وسلو جوازونو لپاره غوښتنه وکړي.

دې اقدام د ایالت د مسلمان اقلیت ترمنځ اندیښنه راپارولې ده.

د اسام شاوخوا ۳۱ ملیون نفوس له ۳۵ سلنې څخه ډیر بنګالي ژبي مسلمانان دي. ډیری یې اندیښنه لري چې دا پریکړه به د تاوتریخوالي د زیاتوالي او د دې سبب شي چې مسلمانان په نښه شي.

د اپوزسیون ګوندونو په شمول د دې پریکړې منتقدین وایي چې عامو خلکو ته د وسلو د جواز ورکول به د شخصي غچ اخیستو او قومي شخړو لامل شي.

په واڼه کې د پولیسو پر موټر چاودنه شوې

د خیبرپښتونخوا پولیس تر یوې چاودنې وروسته- ارشیف
د خیبرپښتونخوا پولیس تر یوې چاودنې وروسته- ارشیف

د خیرپښتونخوا په واڼه ښار کې د سړک د غاړې بمي چاودنې د چارواکو په وینا دوه پولیس وژلي او څوارلس تنه نور یې چې اکثر یې لارویان وو، ټپيان کړې دي.

دا چاودنه د چهارشنبې په ورځ وشوه.

د سیمه ییزو پولیسو د مشر په وینا، بم هغه مهال وچاودید کله چې د پولیسو موټر په ګزمې روان و.

په وروستیو اونیو کې، په پاکستان کې د یاغیانو بریدونه زیات شوي، چې لسګونه پاکستاني امنیتي ځواکونه یې وژلي دي.

په عین حال کې، د پاکستان حکومت د باجوړ په سیمه کې د پوځي عملیاتو د پیلولو لپاره چمتووالی نیسي، چیرې چې قومي مشران هڅه کوي د نښتو مخه ونیسي.

که څه هم په واڼه کې د شوې چاودنې مسوولیت تر دې دمه چا نه دی، خو پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) تر دې مخکې د ډیرو دا ډول بریدونو پړه په غاړه اخیستې ده.

په فرانسه کې د اور وژلو هڅې دوام لري

د فرانسې په جنوب کې د اور وژنې کارکوونکي د پراخ اور د کنټرول هڅې کوي.

دا اور په چټکۍ سره د ځنګلونو او کلیو له لارې خپور شو، چې اوسیدونکي او سیلانیان یې تېښتې ته اړ کړل.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اود ولایت چارواکو ویلي چې په دې اور کې یو کس مړ شوی، لږترلږه ۲۵ کورونه سوځلي دي او په سیمه کې ډیری سړکونه تړل شوي دي.

تر اوسه، ۱۴۰۰۰ هکتاره مځکه سوځلې ده.

د اود ولایت چارواکو ویلي چې اور "ډیر په چټکۍ" مخ په زیاتیدو دی او شا او خوا ۲۰۰۰ اور وژونکي د اور د کنټرول هڅې کوي. د معلوماتو له مخې په سیمه کې شاوخوا ۲۵۰۰ کورنۍ اوس مهال له برېښنا بې برخې دي.

په ایران کې د ورځې دوه وار د کورونو برق ځي

د ایران په پلازمېنه کې چارواکي د اوبو د کړکېچ او د دوبي د ګرمۍ له زیاتوالي سره لاس او ګریوان دي، او د اوبو او برېښنا د خوندي کولو لپاره ګامونه پورته کوي.

د تسنیم خبري اژانس په وینا، په تهران کې، حکومت په ورځ کې دوه وار د کورونو برېښنا پرې کوي، چې په په ورځ کې تر څلورو ساعتونو پورې وي.

له دې کبله په ۳۷ درجې تودوښه کې د کورونو ډیری هوایي کولرونه له کاره لویدلي دي.

د تودوښې څپې په داسې حال کې راځي چې دا هیواد د اوبو له سخت کمښت سره مخامخ دی. د اقلیم د کارپوهانو په وینا، د ایران ۸۰ سلنه بندونه تقریبا خالي دي.

د روسیې ولسمشر د امریکا له ځانګړي استازي سره ولیدل

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ په کریملین کې د امریکا له ځانګړي استازي سټیف ویټکوف سره ولیدل.

دولتي رسنیو راپور ورکړی چې دا غونډه د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا تر ټاکلي ضرب الاجل مخکې وشوه.

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټاکلی ضرب الاجل د جمعې په ورځ پای ته رسیږي. واشنګټن تهدید کړی چې که جګړه ونه درول شي "درنې تعرفې" او نور اقتصادي بندیزونه به ولګوي.

په جلا توګه، کریملین د چهارشنبې په ورځ وویل چې پوتین به د پنجشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو له مشر شیخ محمد بن زاید النهیان سره وویني.

په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

نتانیاهو؛ اسراییل باید په غزه کې د حماس له "ماتې" ډاډمن شي

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو وايي، اسراییل باید په غزه کې د حماس له "ماتې" ډاډمن شي څو د برمته شویو کسانو ازادي تضمین کړي.

فرانس پریس خبري اژانس لیکلي، نتانیاهو دغه څرګندونې د اسراییلو د پوځ له یوه تعلیمي مرکز د لیدنې پرمهال پرون سه شنبې کړي دي.

د هغه په ټکو، "دا مهمه ده چې د حماس ډله په کامله توګه ماتې وخوري، برمته شوي ازاد او باید اطمینان ترلاسه شي چې غزه نور د اسراییلو لپاره خطر نه جوړوي".

نتانیاهو دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ملګروملتونو کارپوهانو په غزه کې د شدیدې قحطۍ خبرداری ورکړی دی.

په وروستیو څو اونیو کې په غزه کې په لسهاوو کسان د لوږې له کبله مړه شوي دي.

د روسیې د میلیاردر سلیمان کریموف قیمتي کښتۍ د مزایده له لارې پلورل کیږي

سلیمان کریموف
سلیمان کریموف

د روسیې د میلیاردر سلیمان کریموف قیمتي کښتۍ د مزایده له لارې پلورل کیږي.

کریموف چې د امریکا د تحریمونو په لیست کې دی، دا قیمتي کښتۍ په ۲۰۲۲کال کې د امریکايي چارواکو له خوا ضبط شوه.

دغه کښتۍ د مادیا په نوم یادیږي چې ۱۶۰ متره اوږدوالی، د هلیکوپټرو د ناستې میدان، د لامبا حوضونه، جکوزي، ورزشي کلپونه، ارایشګاه او د خوب اته کوټې لري چې په یو وخت په کې ۱۶ کسان اوسیدلی شي.

د دغې کښتۍ ارزښت څه باندې ۳۰۰میلیون ډالره دی.

پر اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته امریکا پر کریموف بندیزونه ولګول.

تېر کال د امریکا کانګرس یو قانون تصویب کړ چې له مخې يې امریکا له روسانو ضبظ شوې شتمني خرڅه او عواید اوکرایین ته د بشري مرستو په توګه واستوي.

نن د اګست شپږمه د اټومي بم د لومړي برید ۸۰مه کلیزه ده

نن د اګست شپږمه د اټومي بم د لومړي برید ۸۰مه کلیزه ده.

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه اټومي بم د لومړی ځل لپاره په ۱۹۴۵کال کې د سهار په ۸:۱۵دقیقو کې د امریکا یوې B-29 بم وړونکې الوتکې چې ۱۰زره پونډه یورانیم په کې ځای پرځای شوي وو د جاپان پر هیروشیما ښار وغورځاوه.

د دغه بم په برید کې شاوخوا۷۸زره کسان ووژل شول چې د همغه کال تر پایه د وژل شویو کسانو شمیر ۱۴۰ زره کسانو ته پورته شو.

له دې برید وروسته امریکا د اګست په نهه یو بل اټومي بم د جاپان په ناګاساګي ښار وغورځاوه چې تر ۷۰زرو ډیر کسان په کې ووژل شول.

جاپان له دې بریدونو وروسته د اګست په ۱۵مه تسلیم او ورسره دویمه نړیواله جګړه پای ته ورسیده.

چین او روسیې ګډ سمندري پوځي تمرینات ترسره کړي

د روسیې د ارام سمندر بحري ځواکونه وايي، له چین سره يې د "۲۰۲۵کال د سمندري تعامل" په نوم ګډ پوځي تمرینات ترسره کړي.

د روسیې چارواکو په خبره، په دغو تمریناتو کې په لسګونو بیړیو، اوبټلو، جنګي بیړو، د اوبو لاندې ژغورونکو اوبټلو او د دواړو هېوادو د اوبو لاندې ډیزلي او برقي کښتو برخه درلوده.

له دې وړاندې دواړو هېوادونو د اګست په لومړی نیټه د روسیې په ولادیوستوک ښار کې ورته پوځي بحري تمرینات ترسره کړې وو.

دغو هېوادونو د اګست له دریمې تر پرونه د جاپان په سمندرګي کې رسما بحري پوځي تمرینات وکړل.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي، دا چین او روسیې ګډ پوځي تمرینات د دواړو هېوادونو د ژورو اړیکو او همکاریو نښه ده.

له ۲۰۰۳کال راهیسې مسکو او بیجنګ ۱۱۳ځله ګډ پوځي تمرینونه ترسره کړي چې سم نیمايي یوازې په تیرو شپږو کلونو کې ترسره شوي دي.

اسراییلو یو میکانیزم تصویب کړی چې له مخې يې سوداګر خپل مالونه غزې ته انتقالوی شي

د اسراییلو د مرستو د همغږۍ پوځي اداره وايي، " غزې ته د سیمه ییزو سوداګرو د مالونو انتقال ته په تدریجي ډول اجازه ورکوي".

دغې ادارې نن سه شنبې ویلي، غزې ته د لا ډیرو بشري مرستو د انتقال په موخه د اسراییلو کابینې یو میکانیزم تصویب کړی چې اجازه ورکوي د سوداګرو مالونه هم غزې ته ورسیږي.

د دغې ادارې په ټکو، په تصویب شویو مالونو کې خواړه، میوه، سبزي، د ماشومانو لپاره ځانګړي خواړه او روغتیايي لوازم شامل دي.

د ملګرو ملتونو او فلسطیني چارواکو په خبره، د غزې خلکو ته د بشري مرستو د رسولو په موخه هره ورځ څه باندې ۶۰۰ لارو بشري مرستو ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوال ادارې ویلي، د غزې نژدې دوه میلیونه اوسیدنکی له قحطی سره مخ دي.

په وروستیو څو میاشتو کې په غزه کې د لوږې له کبله په سلهاوو کسان مړه شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG