د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۳

اسراییلو ملګرو ملتونو ته له انرا سره د اړیکو د پرې کولو د پرېکړې په اړه خبر ورکړی


د انرا کارکوونکي په جګړه ځپلې غزه کې د مرستو رسولو په حال کې لیدل کېږي.
د انرا کارکوونکي په جګړه ځپلې غزه کې د مرستو رسولو په حال کې لیدل کېږي.

اسراییل نن دوشنبه وویل چې ملګرو ملتونو ته یې له انرا سره د اړیکو د پرې کولو د پرېکړې په باب خبر ورکړی دی.

د اسرایيل د بهرنيو چارو وزارت وايي، د اسرایيل د بهرنيو چارو د وزير يسرايل کاتځ په امر يې ملګرو ملتونو ته د اسرایيل او انرا ادارې تر منځ د شوي تړون د فسخه کېدو خبر ورکړی دی.

انرا یا UNRWA د ملګرو ملتونو هغه اداره ده چې د فلسطینیانو په قلمروونو کې له فلسطیني کډوالو سره مرسته کوي.

د اسرایيل د بهرنیو چارو وزارت د کاتځ په حواله ویلي چې د ملګرو ملتونو د دې ادارې کارکوونکي د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر د اوومې په وژنو کې ښکېل وو او ډېری یې د حماس لپاره کار کاوه.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژني.

حماس د تېر میلادي کال د اکټوبر پر اوومه پر اسرایيل په یوه ناڅاپي برید سره لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ تنه یرغمل کړل.

تر دې حملې وروسته په غزه کې د حماس او اسرایيل ترمنځ جګړه پیل شوه چې لا هم ختمه شوې نه ده.

د اسرایيل پارلمان تېره اوونۍ یو قانون تصویب کړ چې له مخې یې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې یا انرا فعالیتونه په اسرایيل او د اشغال شوي بیت المقدس په ختیځ کې ځنډول کېږي.

د اسرایيل د متحد هېواد د امریکا د متحدو ایالتونو په ګډون نړیوالې ټولنې د اسرایيل دا عمل غندلی دی.

په غزه کې د روانې جګړې له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه
په غزه کې د روانې جګړې له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه

څارونکي وايي، که دا اقدام عملي شي، په غزه کې به بشري چارې ډېرې زیانمنې شي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې له اوو لسیزو راهیسې له فلسطیني سیمو او فلسطیني کډوالو سره اړینې مرستې کړې دي.

خو د اسرایيل د بهرنيو چارو وزير وايي، غزې ته د بشري مرستو ډېره برخه د نورو موسسو له لارې رسېدلې ده.

هغه وویل د اسرایيل حکومت نړیوالو قوانینو ته ژمن دی او غزې تړانګې ته به د بشري مرستو رسولو اسانتیاوو ته په داسې ډول دوام ورکړي چې د اسرایيل د وګړو امنیت ته زیان وانه وړي.

انرا او د بشري چارو نورو ادارو د اسرایيل چارواکي غزې تړانګې ته د بشري مرستو په رسولو کې د محدودیتونو په لګولو تورن کړي، خو اسرایيل دا تورونه رد کړي دي.

د غزې تقریباً ټول دوه میلیونه او څلورلکه وګړي د جګړې له کبله لږ تر لږه یو وار کډې کولو ته اړ شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG