د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

فلسطینیانو لپاره د ملګرو ملتونو د یوې ادارې پر فعالیت د اسراییلو بندیز؛ امریکا او ملګرو ملتونو پرې اندېښنه وښوده


په غزه کې د ملګرو ملتونو د یوې مرستندویه ادارو له فعالیتونو یوه څنډه
په غزه کې د ملګرو ملتونو د یوې مرستندویه ادارو له فعالیتونو یوه څنډه

د اسراییل د پارلمان له‌خوا پر هغه تصویب شوي قانون نیوکې مخ پر زیاتېدو دي چې د فلسطینیانو لپاره د ملګرو ملتونو د یوې لویې مرستندویه ادارې پر فعالیت بندیز لګوي.

د امریکا متحدو ایالتونو پر هغه قانون ژوره اندېښنه څرګنده کړې چې د اسراییل پارلمان د دوشنبې په ورځ تصویب کړی او له مخې یې د ملګر ملتونو پر لویې ادارې، UNRWA چې په غزې تړانګه او د اسراییل په ګډون په منځني ختیځ کې د فلسطینیانو لاسنیوی کوي، بندیز لګوي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر پرون سې شنبې ناوخته په یوه خبري غونډه کې د دغه قانون په اړه چې له مخې یې د ملګرو ملتونو دغه مرستندویه اداره په اسراییل کې له هر ډول فعالت څخه منع کېږي او هم اسراییلي چارواکي ورسره له هر ډول اړیکو راګرځوي، په غبرګون کې وویل چې واشنګټن د دغه قانون په اړه په ښکاره اندېښنې او هم یې ورسره مخالفت څرګند کړی دی.

د هغه په خبره، متحده ایالات دغه قانون ته ډېره اندېښنه ځکه لري چې هغه کولای شي، په لوېدیځه غاړه، غزه او ختیځ بیت‌المقدس کې د دې ادارې فعالیتونه بند کړي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر

د مېلر په خبره، د دې خطر شته چې د اسراییل د دغه اقدام په نتیجه کې په میلیونونو فلسطینیان، چې د ملګرو ملتونو پر دغې مرستندویه ادارې متکي دي، د روغتیاپالنې او د لومړنیو او ثانوي زده‌کړو په ګډون له اساسي خدمتونو بې برخې شي.

د ازادې اروپا/ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې، د اسراییل د پارلمان له‌خوا دغه تصویب شوی قانون به په نوي ورځو کې عملي بڼه خپلوي.

په عین حال کې ملګرو ملتونو ویلي چې که اسراییل د فلسطینیانو لپاره د دې سازمان له څانګې سره د اړیکو د پرې کولو اړوند نوی قانون عملي کړي نو د اسراییل حکومت به د فلسطیني وګړو اړتیاوې د نړیوالو قوانینو په اساس پوره کوي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند سټیفن دوجاریک په وینا سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي چې د فلسطینیانو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې اداره بل بدیل نه لري.

ګوتېرېش ویلي دي چې یو‌این‌آر‌ډبلیو‌اې UNRWA د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ د روانې جګړې پر مهال د فلسطینیانو لپاره د ژوند ژغورنې یوازېنۍ مرستندویه اداره ده، خو د هغه په وینا د اسراییل نوی قانون به په غزې تړانګه کې پر روان بشري وضعیت ناوړه اغېز وکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند سټیفن دوجاریک
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند سټیفن دوجاریک

هغه سیمه کې چې د اسراییل او د ایران له ملاتړې د برخمنې حماس ډلې ترمنځ د جګړو په نتیجه کې فلسطینیان له ډېرو کړاوونو سره مخ شوي دي.

د حماس پر وړاندې چې د امریکا متحده ایالات او اروپایي اتحادیه یې د یوه ترورستي سازمان په توګه پېژني، اسراییل دغه جګړه وروسته له هغې پیل کړه چې د تېر کال د اکټوبر پر اومه یې د اسراییل پر قلمرو په یوه پراخ برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او شاوخوا دوه نیم سوه نور یرغمل کړل. د

حماس پر ضد پرغزې تړانګه کې د اسراییل د بریدونو په ترڅ کې نن چهارشنبې د دې سیمې په شمالي برخه کې د اسراییل په دوو هوايي بریدونو کې د لسګونو ښځو او ماشومانو په ګډون د لږ تر لږه ۸۸ کسانو د وژل کیدو راپورونه ورکړل شول.

روغتیايي چارواکو او د یوه روغتون مشر ویلي چې د ژوند ګواښونکو ټپیانو درملنه ځکه نه‌شي کېدای چې د اسرائیلي ځواکونو د اوونۍ د پای په عملیاتو کې په لسګونو ډاکټران توقیف شوي دي.

اسراییل په وروستیو اوونیو کې د غزې په شمال کې هوايي بریدونه زیات کړي او هم یې پراخ ځمکني عملیات پیل کړي دي.

اسراییل ویلي چې دغه عملیات په سیمه کې د حماس سختدریځې ډلې د وسله‌والو په له منځه وړلو متمرکز دي.

خو له دغو عملیاتو او په ټوله کې د جګړې له پراخېدو سره د غزې په شمال کې د سلګونو زرو فلسطینیانو د خرابېدونکي بشري وضعیت په اړه هم اندېښنې زیاتې شوې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG