په کندهار کې د مني په موسم کې د شاتو تولید د ریحانو د ګلانو د رسېدو سره پیل شوی، چې دا فصل د شاتو تولید لپاره خورا مهم ګڼل کېږي.
سید بصیر چې د کاپیسا ولایت اوسېدونکی دی، د کلونو راهیسې په کندهار کې د مچیو روزنه کوي او پهدې برخه کې یې په ژړۍ ولسوالۍ کې ګڼ فارمونه جوړ کړي دي.
اوسمهال، نوموړی شاوخوا ۶۰۰ صندوقونه لري چې زرګونه مچۍ پهکې ساتل کېږي.
سید بصیر د یخ او ګرم موسمونو سره سم د مچیو د فارمونو ځایونه بدلوي؛ په یخ موسم کې یې په ګرمو سیمو او په ګرمو موسمونو کې یې په یخو سیمو کې ځای پر ځای کوي.
هغه وايي، د ریحانو ګلانو د ناروغۍ له امله سږکال د شاتو تولید لږ راکم شوی، خو هیله لري چې د پاتې شاتو لپاره به ښه بازار ومومي.
سید بصیر زیاتوي: "موږ دلته په کندهار کې د ریحانو د ګلانو څخه عسلو تولیدوو، خو د ګلانو په فصل کې یو ډول ناروغي راغلې چې له امله یې سږکال زموږ تولیدات لږ شوي. موږ هیله لرو چې حکومت د شاتو تولید لپاره د بازارموندنې په برخه کې مرسته وکړي."
محمدالله چې په کندهار کې د عسلو یو پلورنځی لري وایي، د ریحانو ګل کندهاري شات د کیفیت له امله په سیمه کې ښه بازار لري.
د نوموړي په وینا، که څه هم پخوا د بهرنیو شاتو تقاضا ډېره وه، خو اوس خلک کندهاري عسلو ته ترجیح ورکوي چې طبیعي کیفیت او خوند لري، خو د اقتصادي ستونزو له امله یې پلور د پخوا په شان نهدی.
هغه وايي: "په کندهار کې زموږ پلورنځی په عمده او پرچون توګه بېلابېل ډولونه عسل لري لکه د بېرې عسل، د ریحانو عسل او د سیادانې عسل، خو اوس بازار ولاړ دی، هغه د پخوا پهشان نهدی."
په عین وخت کې د طالبانو د حکومت د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو لهمخې، سږکال د مچیو د روزنې فارمونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، چې شمېر یې تر ۱۰۰ فارمونو پورې رسېدلی دی.
پهداسې حال کې چې تېر کال د شاتو تولید د ۳۰ تر ۴۰ زره کیلو وو، خو سږکال به د ۸۰ زره تر یو لک کیلو پورې ورسیږي.
سره لهدې چې په کندهار کې د مچیو د روزنې په برخه کې پرمختګ شوی، خو لا هم د بازار موندنې او صادراتو اړتیا لیدل کېږي.
فارم لرونکي وایي، که چېرې د طالبانو حکومت او اړوندې ادارې د مچیو فارم لرونکو ته په تخنیکي او بازارموندنې برخو کې امکانات برابر کړي، نو د کندهار شات به نه یوازې په کورني، بلکې په نړیوالو بازارونو کې هم خپل ځای پیدا کړي، چې ورسره سم به د فارم لرونکو او عسل پلورونکو اقتصاد ښه شي.