په افغانستان کې د ټولنې د نورو وګړو په څېر کوچیان هم ګڼې ستونزې لري او له اوسنیو واکمنانو څخه ګیلهمن دي.
شاوخوا ۶۰ کلن شاولي اکا په هلمند کې د خپلې کېږدۍ ډډې ته ناست او ګیلهمن دی چې حکومت د کوچیانو روغتیایي، ټولنیزو او د مالدارۍ ستونزو ته پام نه کوي.
هغه ازادي راډيو ته وویل، کلیو او بانډو کې یې حکومتي چارواکي او مرستندویه موسسې کله ناکله د نورو وګړو لاسنیوي ته ورځي، خو په وینا یې د دوی د حال پوښتنه څوک نه کوي.
شاولي اکا وايي: کوچنیان مو ټول سینه و بغل او اوس هم شفاخانه کې بستر دي، نه مونږ ته څوک راځي او نه هم زمونږ معلومات کوي.
نوموړي زیاته کړه: "نه مو څوک پوښتنه کوي او نه مو سږ کال ډاکتران په سترګو لیدلي دي، کوچنیان مو ټول سینه و بغل او اوس هم شفاخانه کې بستر دي، نه مونږ ته څوک راځي او نه هم زمونږ معلومات کوي."
شاولي اکا وایي، پخوا یې هلمند او ټول جنوبي زون کې پراخ څړځایونه او د مالونو د اوبه کولو لپاره کاریزونه، ویالې او ډنډونه درلودل، خو په وینا یې اوس وچکالۍ هغه ځپلي دي.
د افغانستان د کوچیانو چې شمېر یې د احصایې ملي ادارې له مخې، شاوخوا یونیم میلیون او د کوچیانو د استازیو په خبره، پنځه میلیونه دی، لوی کاروبار او د عاید سرچینه همدغه مالداري ده.
ولي محمد بیا وایي، له وچکالۍ سره سم یې د مالدارۍ هغه پخوانی کاروبار هم نه دی پاتې.
هغه وویل: "مالداري اوس هغسې نه ده لکه پخوا به مو چې څلور، پنځه سوه مېږې لرلې، سیا بند ته پورته کېدلو او بیرته را ښکته کېدلو، اوس څلور-پنځه پسونه لرو، له هغو سره هم په جنجال اخته یو، نور خو مو ژوند دا دی تاسو ګوری، دا مو کېږدۍ دي، هغه هم پینې پینې او سورۍ سورې دي، همدې کې شپې ورځې تېروو."
د پخواني جمهوري نظام په وروستیو کې د وري نهمه د کوچیانو د ملي ورځې په توګه ونومول شوه چې په ۱۳۹۹ لمریز کال کې دا ورځ په ارګ او یو شمېر ولایتونو کې ولمانځل شوه.
هغه مهال دولت ژمنه وکړه چې له هر جوړېدونکي بند څخه خړوبېدونکې لس سلنه ځمکه به د همغې سیمې کوچیانو ته ځانګړې کوي او دغه راز به د دوی غصب شوي څړځایونه ازادوي، خو د کوچیانو استازي وایي، هغه خبرې هم عملي نه شوې.
کوچي مشرانو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هم له اړوندو چارواکو سره د څړځایونو، روغتیایي او حیواني کلینیکونو او زدهکړو په برخه کې خپلې ستونزې شریکې کړي، خو د کوچیانو استازي وایي، دولت غوږ نه دی پرې ګرولی.
نذیر احمدزی په پخواني ولسي جرګه کې د کوچیانو د لسو استازو له ډلې یو دی.
هغه ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو حکومت نه یوازې دا چې د کوچیانو حقونه نه دي ورکړي، بلکې هغه ځمکې او ښارګوټي چې تېر نظام کې کوچیانو ته ځانګړې شوې وې، طالبانو یې فرمانونه لغوه کړي دي.
احمدزي وویل: "هر چا د کوچي له ژونده استفاده کړې ده، بلخصوص فعلي نظام چې کابل کې واکمن دی، دوی به هم د کوچیانو له ډوډۍ نه واخله تر هستوګنې پورې له هر څه استفاده کوله. کله چې دغه نظام راغی، په عوض د دې چې کوچیانو ته وده ورکړي، بلکې هغه څه چې مونږ جمهوریت کې ورته کړي وو، هغه یې هم له پښو لاندې کړل. د مثال په توګه د کوچیانو لپاره یو مستقل ریاست و، هغه یې بیرته سرحداتو وزارت پورې مربوط کړ. کوم ښارګوټي چې مونږ یې د جمهوریت له مشرانو فرمانونه اخیستي وو د کوچیانو لپاره هغه بدبختانه دوی کنسل کړل او اجاره او نوره مالیه یې پرې وضع کړې ده. دا د کوچیانو په حق کې ظلم دی."
کوچیان تر ډېره د څړځایونو او د مالدارۍ د ودې په خاطر په اوړي او ژمي کې خپلې کډې نورو سیمو ته باروي او دوی پخوا پر ډیورند کرښه هم ازاد تګ راتګ کاوه.
اوس یو شمېر افغان کوچیان وایي، د انګور اډې او غلام خان بندر په ګډون هغه لارې د دوی په مخ تړل شوي چې پخوا به یې پرې تګ راتګ ازاد و.
بلال فریادي د بلوچستان له ږوب څخه ازادي راډیو ته ویلي، کوچیان هلته له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي او په خبره یې، نه هلته پاکستان ورسره سم چلند کوي او نه هم د افغانستان لاره ورته خلاصوي.
فریادي وايي: "کوچیان له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي، نه دوی په سرحد باندې لاره ورکوي او نه یې هم د پاکستان په داخل کې په کرار پرېږدي، نه انګور اډه لاره ورته خلاصوي او نه هم د انځر او چمن بندر."
یو شمېر نورو کوچیانو هم د ډیورند کرښې له هغې غاړې څخه ازادي راډیو ته ورته شکایتونه کړي او ویلې یې دي، دوی له خپلو رمو او کډو سره په سرحد کې ایسار شوي چې بدې ورځې ګالي.
د ازادي راډیو خبریال د کوچیانو د دغو ستونزو په اړه د طالبانو د حکومت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د کوچیانو له ریاست سره اړیکه ونیوله، د دغه ریاست مشر وویل چې ویاند یې باید رسنیو سره خبرې وکړي.
د وزارت ویاند تسلیمالله حقاني په لومړیو کې د خبرو ژمنه وکړه، خو وروسته یې وویل چې ازادي راډيو سره د خبرو اجازه نه ده ورکړل شوې.