د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

ايرواني: امنیت شورا دې پر ایران د اسراییلو د وروستي برید په اړه فوق‌العاده غونډه راوبولي


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې یو انځور
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې یو انځور

ایران له امنیت شورا څخه وغوښتل چې پر دغه هېواد د اسراییل د وروستي برید په اړه فوق‌العاده غونډه راوبولي.

ایران له سویس څخه، چې د امنیت شورا دوره يي ریاست په غاړه لري، وغوښتل چې د اسراییل د اکتوبر د ۲۶ نېټې د هوايي بریدونو د غندلو لپاره د دې شورا فوق‌العاده غونډه راوبولي.

دا بریدونه د ایران د ځو ورځې پخوا د توغندويي بریدونو په ځواب کې ترسره شول.

په ملګرو ملتونو د ایران دایمي استازي امیر سعید ايرواني، امنیت شورا ته په یوه لیک کې ادعا کړې چې د اسراییل "غیرقانوني او تېري کوونکي اقدامات" د ایران ملي حاکمیت او مځکنۍ بشپړتیا نقض کوي او د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور څرګنده سرغړونه ده.

په ملګرو ملتونو د ایران دایمي استازی امیر سعید ايرواني
په ملګرو ملتونو د ایران دایمي استازی امیر سعید ايرواني

سره له دې چې ايرواني او په تهران کې نور مشران ټینګار کوي چې د ایران دفاعي ځواکونو د اسراییل له‌خوا توغول شوي زیاتره توغندي شنډ کړل، خو دا هم وايي چې په دغو بریدونو کې څلور ایراني پوځي افسران وژل شوي دي.

له بلې خوا د وال سټریټ‌ژورنال ورځپاڼې د امریکايي او اسراییلي چارواکو له خولې د اسراییلي بریدونو په اړه ځینې جزییات خپاره کړي دي.

د دې ورځپاڼې پر اساس، د شنبې سهار په برید کې تر ۱۰۰ زیاتو اسراییلي الوتکو برخه اخیستې وه او په ایران کې ۲۳ ځایونه په نښه شوي وو.

وال سټریټ‌ژورنال د یوه اسراییلي چارواکي په قول لیکلي چې ایران له دې برید څخه مخکې څلور د ایس-۳۰۰ توغندیو سیسټمونه لرل، چې تر ټولو پرمختللی یې د تهران د هوایي دفاع په واک کې و، خو "ټول یې ویجاړ شوي دي."

ایران د اسراییلي بریدونو او له هغو سره د مقابلې په اړه څه نه دي ویلي، یوازې د دغه هیواد د وسله والو ځواکونو ګډې قوماندانۍ ویلي چې اسراییلي الوتکو "د عراق له فضا" څخه څو توغندي د ایلام، خوزستان او د تهران ولایت شاوخوا سرحدي رادارونو ته ویشتلي، خو محدود او لږ تاوان یې اړولی دی.

د روانې اکټوبر په دوهمه ایران پر اسراییلو دغه توغندی توغولی و چې هغوی یې په غبرګون پر ایران حمله وکړه.
د روانې اکټوبر په دوهمه ایران پر اسراییلو دغه توغندی توغولی و چې هغوی یې په غبرګون پر ایران حمله وکړه.

وال سټریټ‌ژورنال همداراز د امریکایي چارواکو له خولې راپور ورکړی چې په اسراییلي بریدونو کې د ایران د بالیستیک توغندیو تاسیسات هم په نښه شوي او "د تولید وړتیا ته یې داسې زیان اوښتی چې بیا رغونه یې ښایي کلونه وخت ونیسي."

له دې مخکې ځینو نورو نړیوالو رسنیو، لکه اکسیوس، رویټرز او نیویارک ټایمز هم د اسراییل د "دقیقو بریدونو" په اړه، چې د ایران د توغندیو او راداري تاسیساتو په نښه کول پکې شامل وو، راپورونه خپاره کړي وو.

وال سټریټإژورنال لیکلي چې له دې وروسته چې د امریکا ولسمشر جو بایډن وکولای شول اسراییل وهڅوي چې د ایران پر اتومي تاسیساتو او د تیلو په زیربناوو بریدونه ونه کړي، اسراییل که څه هم خپل اهداف محدود کړل، خو بیا یې هم پر ایران "دروند ګوزار" ورکړ.

ایران تر اوسه د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG