د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

د هنرمند نړیواله ورځ؛ ځينې افغان هنرمندان له خپل هنره د لیرې کېدو له امله مایوسه او ناهیلي شوي


ارشیف: په کابل کې د موسیقۍ د لېسې زده‌کوونکي د کنسرت اجرا کولو پر مهال. اوسمهال دغه لېسه د طالبانو له لوري تړل شوې ده.
ارشیف: په کابل کې د موسیقۍ د لېسې زده‌کوونکي د کنسرت اجرا کولو پر مهال. اوسمهال دغه لېسه د طالبانو له لوري تړل شوې ده.

يو شمېر افغان هنرمندان وايي، په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا پر هنر او هنرمندانو لګول شویو محدودیتونو ناهیلي کړي دي.

دوی وايي، په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې پر هنر او هنرمندانو د طالبانو حکومت له‌خوا رامنخته شویو شويو فشارونو، محدودیتونو او سختو قوانینو دوی له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړي دي.

یو هنرمند، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ژوند کوي او د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، د سندرو ویل د خپلو احساساتو او کړاوونو د څرګندولو وسیله بولي او له دې امله چې نه شي کولای خپل هنر پر مخ یوسي، خواشینی دی.

یو هنرمند وايي: حاکم چاپېریال د دې لامل شوی چې زما غږ په ستوني کې مې چپ شي او د خپل هویت یوه برخه له لاسه ورکړم.

هغه وویل: "موسیقي زما لپاره یواځې یوه سرګرمي نه ده، دا زما د احساساتو د بیان یوه وسیله ده. حاکم چاپېریال د دې لامل شوی چې زما غږ په ستوني کې مې چپ شي او د خپل هویت یوه برخه له لاسه ورکړم."

سندرغاړی بريالي ولي، چې په جلاوطنۍ کې له سختو ستونزو سره مخ دی، ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، په تېرو درېيو کلونو کې يې ډېر کړاوونه ګاللي، له خپلې کورنۍ سره په بې برخلیکه حالت کې دی او د موسيقۍ له هنر هم لیرې پاتې دی.

ولي وايي: "هغه هنرمندان چې له افغانستانه وتي دي ښه ورځ نه‌لري او بې‌وزله دي، په دې هیله چې دوی وشي کولای خپل هنر ژوندی وساتي. د اطلاعات او فرهنګ وزارت مسوولیت لري چې د افغانستان هنرمندانو ته پاملرنه وکړي."

د طالبانو حکومت د هر ډول موسیقۍ پر غږولو بندیز لګولی او طالبان ادعا کوي چې د موسیقي غږول او اورېدل په اسلام کې حرام دي.

د طالبانو حکومت د امر بالمعرف او نهی عن المنکر وزارت چارواکو د اګست په ۲۰مه "ملت ته د حکومت د حساب ورکونې" په نوم په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دوی تېر کال د موسیقۍ ۲۱زره او ۳۲۸ د موسیقي آلې یې له منځه وړي دي.

په هرات کې د طالبانو له لوري له منځه وړل شوې د موسیقۍ آلې
په هرات کې د طالبانو له لوري له منځه وړل شوې د موسیقۍ آلې

د طالبانو حکومت همداشان د کابل د ښکلي هنرونو په پوهنځي کې هم بدلونونه راوستل چې په پایله کې یې د موسیقۍ څانګه لغوه او د انورګرۍ څانګه یې له ګرافیک سره یوځای کړه.

د طالبانو حکومت د امر بالمعرف او نهی عن المنکر وزارت محتسبینو، انځورګرو ته ویلي چې د انسانانو د مخونو له نقاشي کولو او د مجسمې له جوړولو څخه دې ډډه وکړي او د دغه قانون له مخې آن د مرغانو او حیواناتو د انځورونو جوړول هم منع دي.

همدارنګه د هر ډول ژوندي موجوداتو د مجسمو پېر او پلور منع دی چې د یو شمېر هنرمندانو په وینا، دې بندیزونو د نقاشۍ، انځورګرۍ، مجسمې جوړولو او نورو هنرونو اغېزمن کړي دي.

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د تازه قانون له مخې، د ښځو غږ هم عورت بلل شوی دی.

د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو له پوهنځي څخه فارغه شوې، لاجورد حقیقي چې له افغانستانه بهر ژوند کوي، وايي، له هنر لیرې د هنرمند روان ناروغه کېږي او له خلاقیت څخه پاتې کېږي.

هغه وايي: "د هنر د اجرا حق نه‌شته. یو هنرمند په جلاوطنۍ کې نه شي کولای خپل هنر وښيي، ځکه هغه اړ دی درانه کارونه ترسره کړي. هنر د انسان روح لطیف کوي او د هنر مینه‌والو ته د آرامۍ فضا چمتو کوي."

لیکوال او د فرهنګي مسایلو پوه انور وفا سمندر هنر مینه او رڼا بولي او انسان د دې ګوهر تږی.

هغه ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې دننه او بهر افغان هنرمندان دا مهال بېلابېلو له ستونزو سره مخ دي.

سمندر وايي: له کله نه چې وچو باورونو زموږ برخلیک غصب کړی، نه هنر د انسان له فکر څخه تجلی کولای شي او نه هنرمند کولی شي په خوندیتوب کې ساه واخلي.

سمندر زیاتوي: "له کومه چې زما په یاد شي، آیا موږ کله هم د هنرمند ورځ درلوده؟ موږ له څو نسلونو راهیسې په همدې حالت کې پاتې یو، له کله نه چې وچو باورونو زموږ برخلیک غصب کړی، نه هنر د انسان له فکر څخه تجلی کولای شي او نه هنرمند کولی شي په خوندیتوب کې ساه واخلي."

دا په داسې حال کې ده چې د اکټوبر ٢۵مه د هنرمند نړیواله ورځ ده، په دې ورځ د هنر ارزښت، د هنرمندانو خلاقیت او په ټولنه کې د هنر مهم رول نمانځل کېږي.

د هنرمند په کلمه کې انځورګر، سندرغاړي، مجسمه جوړونکي، فلم جوړونکي، موسیقي غږونکي او نور هغه کسان شامل دي چې خاصې ځانګړني ولري.

د طالبانو له بیاځلې واکمنېدو وروسته په افغانستان کې هنري فعالیتونه بند شول.

دوی دغه شان د افغانستان د موسیقۍ انسټېټیوټ، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د موسیقۍ مرکز او آن د ښکلو هنرونو د پوهنځي د موسیقۍ او تیاتر څانګه هم وتړله او یو شمېر افغان هنرمندان کډوالۍ ته اړ شول.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG