د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

سبرینا سېنګ: امریکا په سیمه او افغانستان کې د القاعده ګواښونه جدي ګڼي


د امریکا دفاع وزارت ویاند مرستیالې سبرینا سېنګ
د امریکا دفاع وزارت ویاند مرستیالې سبرینا سېنګ

په‌داسې حال کې چې په‌دې وروستیو کې له افغانستانه د داعش او القاعده د ګواښونو په اړه اندېښنې زیاتې شوي، د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وايي، امریکا په سیمه او افغانستان کې د القاعده ګواښونه جدي ګڼي.

د یاد وزارت د ویاند مرستیالې سبرینا سېنګ پرون د اکتوبر په اتمه په یوه خبري کنفرانس کې په افغانستان کې د القاعده د فعالیتونو د زیاتېدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "امریکا د دې ګواښونو د مخنیوي لپاره ډېرې لوړې وړتیاوې لري."

تر دې مخکې د امریکا د دفاع وزارت ویاند جنرال پاټریک رایډر هم د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر مایکل مک‌کال د هغو څرګندونو په اړه چې امریکا د داعش خراسان څانګې او القاعده د څارنې لپاره خپله وړتیا له لاسه ورکړې، ویلي وو چې: "دوی په افغانستان کې د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره قوي استخباراتي وړتیا لري."

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر هم پرون د اکټوبر په اتمه په یوه خبري کنفرانس کې په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو پر وړاندې د امریکا د مبارزې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې امریکا د خپل او د خپلو متحدینو په وړاندې د هر ډول ترهګریزو ګواښونو په وړاندې خورا بیداره دي.

متیو مېلر
متیو مېلر

نوموړي زیاته کړه: "په افغانستان کې زموږ تر ټولو مهمه اندېښنه دا وه او ده چې دا هېواد هيڅکله بیا د متحده‌ایالاتو پر وړاندې د ترهګریزو بریدونو د پیل ځای نه‌شي او موږ د متحده‌ایالاتو او د هغې د متحدینو پر وړاندې د هر ډول ترهګریز ګواښونو په وړاندې خورا هوښیار یو."

په ورته وخت کې د پوځي او امنیتي چارو کارپوهان په افغانستان کې د القاعده په ګډون د ترهګریزو ډلو د فعالیت په اړه د امریکا او نورو هېوادونو اندېښنې پر ځای بولي او وايي، د طالبانو حکومت د دوی پر وړاندې د مبارزې وړتیا نه‌لري.

په تېر جمهوري نظام کې د وسله‌والو ځواکونو عمومي ویاند جنرال اجمل عمر شینواري ازادي راډيو ته وویل: "طالبان دوی سره ښکېل دي او د ایډيالوژۍ او تېرو کړنو له اړخه له دوی څخه متاثره دي. طالبان د دې ظرفیت، واک، ځواک او هوډ نه‌لري چې وشي کولای د تخصصي له لحاظه د دې پرمختګونو او کړنو مخنیوي وکړي، طالبان د ترهګرۍ پر ضد داسې استخباراتي بنسټ نه‌شي جوړولای چې هلته د ترهګرۍ ضد متخصصین وي چې دا ګواښونه وټاکي او پر وړاندې یې تدابیر ونیسي."

په تېر جمهوري نظام کې د وسله‌والو ځواکونو عمومي ویاند جنرال اجمل عمر شینواری
په تېر جمهوري نظام کې د وسله‌والو ځواکونو عمومي ویاند جنرال اجمل عمر شینواری

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو د فعالیت اغېز په اړه وویل: "په راتلونکې کې هم له بده‌مرغه د افغانستان لپاره دا ګواښ شته چې نه يوازې دا هېواد به د دې ډلو د موجودیت قرباني کېږي، بلکې سیمې او نړۍ ته به یې هم اغېزې رسیږي خو له بده‌مرغه قېمت به یې افغانان پرې کوي."

دا اندېښنې داسې مهال دي چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ پخوانی قوماندان جنرال کینت فرانک مک‎‌کنزي د اکټوبر په ۷مه نېټه ویلي وو، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره القاعده او داعش ډلو خپلې وړتیاوې بېرته رغولي.

که څه هم د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې اندېښنو او څرګندونو په اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو مخکې تر دې یې د ترهرګریزو ډلو د فعالیت په اړه د هېوادونو د اندېښنو په ځواب کې په وار وار ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

دا په‌‌داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم د ملګرو ملتونو په ګډون امریکايي چارواکو په افغانستان کې د داعش او القاعده د موجودیت او د پیاوړي کېدو په اړه اندېښنې ښودلې وې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG