د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۳

د بریتانیا استخبارات: داعش له افغانستان څخه بهر ته د ترهګرۍ د صادرولو هڅې زیاتې کړي


ارشیف: په افغانستان کې وسله‌وال طالبان
ارشیف: په افغانستان کې وسله‌وال طالبان

د بریتانیا د استخباراتو د ادارې مشر وایي، دا هېواد د روسیې او ایران ترڅنګ د اسلامي دولت ډلې یا داعش له مخ په زیاتېدونکي ګواښ سره مخامخ دی.

د بریتانیا د استخباراتو د ادارې ريیس کین مک‌کالوم وایي، اداره یې د وژنو او تروریستي بریدونو د شنډولو پر وړاندې سختې هڅې مخته وړي.

مک‌کالوم وویل، په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په بیا راژوندي کېدو سره په ځانګړې توګه د دې سخت‌دریځې ډلې له‌خوا بهر ته د تروریزم د صادرولو هڅې زیاتې شوي او هم ورسره د هغو بریتانویانو شمېر زیات شوی چې له‌دې ډلې د زده‌کړې د ترلاسه کولو لپاره غواړي بهر ته سفر وکړي.

د ګارډین ورځپاڼې د سه‌شنبې ورځې د راپور له‌مخې مک‌کالوم وویل، په تېره یوه میاشت کې د تحقیقاتو له څه باندې یوه پر درېیمه برخه د هغو مختلفو تروریستي ګواښونو پر څېړنو متمرکزه وه چې بریتانیا ورسره مخامخ ده او په یوه ډول له بهرنیو تروریستي منظمو ډلو سره تړاو لري.

د بریتانیا د استخباراتو د ادارې ریيس د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې ته په اشاره وویل، هغه دوه ورونه چې د بریتانیا په بیرمینګهم ښار کې اوسېدل او هڅه یې کوله چې له‌دې ډلې سره د یوځای کېدو لپاره افغانستان ته لاړ شي، ونیول شول او د تېرکال په نومبر میاشت کې یو په لسو کلونو او بل په اتو کلونو بند محکوم شول.

د بریتانیا د استخباراتو د ادارې ريیس کین مک‌کالوم
د بریتانیا د استخباراتو د ادارې ريیس کین مک‌کالوم

د راپور له‌مخې، د اسلامي دولت ډلې یا خراسان څانګې چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو او پر دې هېواد د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې د ډېرو خونړیو بریدونو مسوولیت اخیستی، روان کال له افغانستانه بهر یې هم د یوشمېر لویو خونړیو بریدونو مسوولیت واخیست.

نوموړي زیاته کړه چې د دې ډلې له‌خوا د مسکو د موسیقۍ پر یوه سالون د مارچ د میاشتې برید، چې ۱۳۳ کسان په‌کې ووژل شول او ۱۴۰ نور ژوبل شول، وښوده چې دې ډلې په بهر کې د بریدونو وړتیا زیاته کړې ده.

دې ډلې همدارنګه د روان کال په جنوري میاشت کې د ایران په کرمان کې هم د هغه برید مسوولیت واخیست چې له اتیاو زیات کسان په‌کې مړه او شاوخوا ۲۸۰ نور ټپیان شول.

که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د اسلامي دولت ډله یا داعش یې ځپلې او نوره په هغه حد کې نه‌ده چې د افغانستان له خاورې نورو ته ګواښ متوجه کړي، خو یوشمېر لوري دغې ادعا ته د شک په سترګه ګوري.

ورته یوه ادعا د تېرې دوشنبې په ورځ د امریکا د مرکزي قوماندانۍ پخواني قوماندان جنرال کېنټ فرانک مک‌کنزي وکړه.

هغه د امریکا له سي‌بي‌ايس تلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره داعش او القاعده ډلو خپلې وړتیاوې بېرته رغولي.

تر دې مخکې د روان کال په پیل کې د دغو ځواکونو نوي قومندان جنرال مایکل کوریلا ویلي چې ښایي داعش په شپږو میاشتو کې کې دا وړتیا پیدا کړي چې په بهر کې یو پراخ برید ترسره کړي.

ایا د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګه چې بریتانیا او ځینې نور هېوادونه یې جدي ګواښ بولي، په راتلونکې کې احتمالي برید ترسره کړي ایا هغه به له افغانستانه دې ډلې تنظیم کړی وي که له کوم بل ځایه؟

په‌دې اړه د امریکا د ویسکانسن د پوهنتون د استاد نجیب آزاد نظر پوښتل شوی چې هغه ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان له خاورې د دې ډلې د دغسې یو خطر احتمال شته.

آزاد وايي: افغانستان یو بې کړکیو او دروازو یو هېواد دی چې هره ترهګره ډله په اسانه کولای شي چې خپل جنګیالي هلته وساتي، خپل د فکر خلک، هغه کسان چې کولای شي، دومره لوی ګواښونه ډیزان کړي.

نوموړی وایي: "نن که دا وېره پېښېږي چې هغه د سوریې له داعشیانو نیولې د افغانستان تر داعشیانو یا په دغه سیمه کې د خراسان څانګې د داعشیانو یا القاعده یا هرې بلې ډلې وي، هغه وېره، هغه ننګونه، هغه ګواښ به له افغانستان څخه وي، هغه به ځکه وي چې هلته یو بې کړکیو او دروازو یو هېواد دی چې هره ترهګره ډله په اسانه کولای شي چې خپل جنګیالي هلته وساتي، خپل د فکر خلک، هغه کسان چې کولای شي، دومره لوی ګواښونه ډیزان کړي، هغه هلته خوندي پاتې کېدای شي یا تر یوه وخته پټېدلی شي، په نورو سیمو کې نه‌شي پټېدلی."

خو تېره اوونۍ د جمعې په ورځ د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د مسکو فارمټ غونډه کې وویل، داعش له افغانستانه بهر مرکزونه لري او له سیمې هېوادونو یې وغوښتل چې دوی ته دې د جلب او جذب اجازه نه ورکوي.

هغه وویل چې داعش په وروستیو کې وتوانېد چې د افغانستان له پولو بهر روزنیز مرکزونه جوړ کړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي

د بریتانیا د استخباراتو د ادارې مشر کین مک‌کالوم د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې پر احتمالي ګواښ سربېره د روسیې او ایران له‌خوا دې هېواد ته د متوجه ګواښونو یادونه هم وکړه او ویې ویل چې له ۲۰۲۲م کال راهیسې یې یوازې د ایران له ملاتړه د ۲۰ پلان شویو حملو مخه نیولې چې په‌کې بریتانوي اتباع او په‌دې هېواد کې مېشت نور وګړي په نښه شوي و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG