د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

د شنونکي جاوېد کوهستاني د خپلوانو ادعا: دی طالبانو نیولی او روغتیايي وضعیت یې ښه نه دی


د سیاسي او پوځي چارو شنونکی جاوېد کوهستاني چې د طالبانو له لوري نیول شوی دی.
د سیاسي او پوځي چارو شنونکی جاوېد کوهستاني چې د طالبانو له لوري نیول شوی دی.

د سیاسي او پوځي چارو شنونکي جاوېد کوهستاني یوه خپله وایي، نوموړی د پنجشنبې په ورځ د سپټمبر په ۲۶ مه د کابل ښار له سرای شمالي سیمې تری تم شوی دی.

دې چې د موضوع د حساسیت له امله ونه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي او د غږ بدلو په شرط د شنبې په ورځ ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا وکړه چې کوهستاني د طالبانو حکومت نیولی او نامعلوم ځای ته یې انتقال کړی دی.

هغه زیاتوي: "ګاونډیانو یې کورنۍ ته ویلي چې طالبان د دروازې شاته راغلي وو او پوښتنه یې کړې چې دا کور د چا دی او خپل د راتګ دلیل یې هم نه دی ویلی او بیا هماغه ورځ دی له کوره وتلی و او د سرای شمالي سیمه کې د ۱۱مې او ۱۷مې ناحیې تر منځ لاره کې نیول شوی، خو دقیقه سیمه یې معلومه نه ده."

دا زیاتوي، معلومه نه ده چې کوهستاني په کوم تور نیول شوی، خو په خبره یې کورنۍ یې د هغه د روغتیا په اړه اندېښمنه ده.

نوموړې وویل: "هغه ډېر ناروغ دی، تل د ډاکتر تر څار لاندې و، او باید په منظمه توګه یې له ډاکتر سره لیدلي وای او هغه درمل چې یې درلودل، باید هره ورځ یې په منظمه توګه خوړلي وو، موږ یې په اړه ډېر اندېښمن یو."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې او نه یې هم کوم بل چارواکي تر اوسه د جاوېد کوهستاني نیول رد یا تایید کړي.

له دې وړاندې ځینو رسنیو د جاوېد کوهستاني د خپلوانو په حواله راپورونه ورکړی و چې د طالبانو د حکومت استخباراتو نوموړی د پنجشنبې په ورځ د کابل له سرای شمالي سیمې نیولی دی.

د جاوېد کوهستاني نیول کېدو غبرګونونه هم راپارولي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد اندېشه ویلي چې جاوېد کوهستاني د طالبانو د حکومت د عمومي عفوې په باور په افغانستان کې اوسېده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد اندېشه
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد اندېشه

نوموړي د خپل بیان په یوه برخه کې چې د جمعې په ورځ ناوخته یې په جینوا کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ په دفتر کې په خپله ایکس‌پاڼه خپور کړی، ویلي: "وامې ورېدل چې مشهور سیاسي شنونکی ښاغلی جاوېد کوهستاني ظاهراً د طالبانو د حکومت د استخباراتو له‌خوا کابل کې خپل کور ته نږدې سیمه کې نیول شوی دی، هغه د طالبانو په اصطلاح عمومي عفوې په وړاندیز باور کړی و."

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دائمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق هم دې نیونې ته په اشارې په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، په افغانستان کې د ملکیانو خپلسرې نیونې او د پخوانیو امنیتي ځواکونو "ناقانونه وژنې" له هېڅ ډول سزا ورکونې پرته لا هم دوام لري.

جاوېد کوهستاني د طالبانو له بیا واکمنېدو وړاندې په رسنیو کې د سیاسي او پوځي شنونکي په توګه په بحثونو کې ګډون کاوه، خو د طالبانو تر واکمنۍ وروسته یې هېڅ ډول فعالیت نه درلود.

د راپورونو له مخې، پوځي او سیاسي شنونکی جاوېد کوهستاني د طالبانو په لاس د افغانستان تر سقوط وروسته یو ګاونډي هېواد ته تللی او تېر کال د طالبانو د حکومت د مشر د عمومي عفوې د فرمان په باور بېرته افغانستان ته ستون شوی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG