د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

د ایران په یوه کان کې د چاودنې له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۵۲ ته لوړ شوی


چاودنه د ایران د جنوبي خراسان د طبس ډبرو سکرو په کان کې شوې چې ژغورونکي ډلې اوس هم د ژغورنې عملیات مخته وړي.
چاودنه د ایران د جنوبي خراسان د طبس ډبرو سکرو په کان کې شوې چې ژغورونکي ډلې اوس هم د ژغورنې عملیات مخته وړي.

په ایران کې د کان په چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۲ ته لوړ شوی دی.

تر پرون ناوخته په کان کې د ایسارو کارګرو د ژغورنې او د ټپیانو د انتقال هڅې روانې وې.

په کان کې د ګازو موجودیت د ژغورنې هڅې له خنډ سره مخ کړې وې.

د شنبې شپې ناوخته چاودنه په کان کې د میتان ګازو د لیک کېدو په سبب شوې چې لسګونه کسانو ته په‌کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د کان یوه کارګر وايي: ځان مې له کارګاه لاندې واچاوه او تر یوه ځایه مې ځان ورساوه، خو ملګري مې ونه توانېدل او ګازو ونیول.

یوه کان کیندونکي په روغتون کې رسنیو ته د خپل سترګو لیدلی حال داسې بیان کړ: "موږ کار کاوه یو وار دود پورته شو، هلکانو ویل چې دود شو، پوه نه شو چې د څه شي لوګی دی، وروسته مې ساه بنده شوه، ځان مې له کارګاه لاندې واچاوه او تر یوه ځایه مې ځان ورساوه، خو ملګري مې ونه توانېدل او ګازو ونیول."

تر یکشنبې ناوخته په دې کان کې د وژل شویو کارګرو شمېر ۵۲ ته ورسېد او اندېښنې وې چې ممکن لا پسې د مړو شمېر زیات شي.

دغه راز په دې پېښه کې شل کسان ټپیان شوي هم دي.

ایران کې تر دې مخکې د کان په چاودنه کې لوړه مرګ‌ژوبله د ۱۳۹۶ کال د یورت د کان وه چې په‌کې ۴۴ کسان وژل شوي وو.

په جنوبي خراسان کې درې ورځې ماتم اعلان شوی دی.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په دې پېښه کې د وژل شویو کارګرو کورنیو سره خواخوږي ښودلې، خو ټینګار یې کړی چې د کانونو کار باید سټنډرډ شي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان

د ایران په کانونو کې د ورته پېښو لوی عوامل د سټنډرډونو نه رعایت او د اړینو تجهیزاتو نشتوالی یاد شوی دی.

د ایران د جنوبي خراسان والي علي اکبر رحیمي ویلي چې د هېواد ۷۶ فیصده د ډبرو سکرو کانونه په دې سیمه کې دي چې لس لویې کمپنۍ په‌کې کار کوي.

په طبس ښار کې لس زره کارګر اوسېږي.

XS
SM
MD
LG