د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو ډیموکرات او جمهوریپالو کاندیدانو، د ولسمشر مرستیالې کاملا هاریس او پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ بېګا په لومړنۍ مناظره کې ګډون وکړ.
د کاملا هاریس او ډونالډ ټرمپ له مناظرې وروسته په نظرشمېرنو کې دواړه کاندیدان ډېر سره نږدې دي.
دغه مناظره چې د ایبيسي شبکې لهخوا تنظیم او په مستقیم ډول خپره شوه، ښایي د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو اړوند چې یوازې ۵۶ ورځې ورته پاتې دي، هاریس او ټرمپ ته د دې ښه فرصت برابر کړی و چې کوم یو ترې ګټونکی راووځي.
که په هغې کې یو لوری ډېر بریالی و نو په یقین ویل کېدای شي چې هغه به هاریس وه.
پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هاریس پر ادارې د اقتصادي او د کډوالۍ پر پالیسو چې دواړه د رایې ورکوونکو لپاره دوه مهم موضوعات ګڼل کېږي، په انتقادونو سره مناظره ښه پیل کړه.
د ولسمشر جوبایډن او د هغه د مرستیالې کاملا هاریس تر مشرۍ لاندې اداره کې په متحدهایالتونو کې انفلاسیون لوړ شوی چې د منځنۍ او ټیټې طبقې امریکایان یې زیانمن کړي دي.
د غیرقانوني کډوالۍ ستونزه پراخه شوې چې د ښارونو پر بودیجې یې فشار زیات کړی دی.
هاریس چې په پیل کې قهرجنه برېښېده، ډېر ژر یې هغه مهال ځان راټول کړ چې د بحث موضوع سقط جنین ته چې د هغه د قوت ټکی بلل کېږي، بدله شوه.
نوموړې ټرمپ تورن کړ چې په دې برخه کې له ښځو ازادي اخلي.
ټرمپ د سترې محکمې د ۲۰۲۲م کال د هغې پرېکړې ملاتړ کړی چې سقط جنین ته د اجازې ورکولو نژدې پنځوس کلن فدرالي قانون یې لغوه کړ او ایالتونو ته یې اجازه ورکړې چې په خپله پرېکړه وکړي چې دې کارته اجازه ورکوي او هغه هم په څه ډول شرایطو کې.
هاریس په دې موضوع کې چې د هغې یوه له اصلي دندو ښکاري، بریالۍ وه او په استفادې یې خپل سیال ولمساوه چې له متن پرته د خپل ځان او سابقې په اړه وغږېږي.
نوموړې ټرمپ تورن کړ چې د امریکایي رایې ورکوونکو په فکر کې نهدی.
هاریس همدارنګه په نورو مهمو برخو کې هم د ټرمپ څرګندونې چې ویل یې دی به پهکې بریالی وې، کمزورې وبللې.
هغې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو مخکې له طالبانو سره د ټرمپ د ادارې موافقه یوه وحشتناکه موافقه یاده کړه.
ټرمپ هاریس یوه مارکسیسته وبلله او هغه یې تورنه کړه چې په واک کې درې کاله له پاتې کېدو وروسته یې تراوسه خپل پلانونه نهدي په ډاګه کړي.
کاملا هاریس په دې مناظره کې یو بل هدف هم تعقیباوه او هغه دا چې رایې ورکوونکو ته ځان ور وپېژني او هغو ته وښي چې پر مهمو موضوعاتو کې د دې دریځ څه ډول دی.
د یوې وروستۍ نظرشمېرنې موندنې ښیي چې د رایې ورکوونکو له څه باندې یو پر څلورمه برخه یې ۵۹ کلنه مرستیال ولسمشره درسته نه پېژني.
هاریس چې یوازې اووه اوونۍ د مخه د ډیموکراټانو لهخوا د ولسمشرۍ د کاندیدې په توګه راڅرګنده شوه، تر ډېره له رسنیو ځان لیرې ساتلی او یوازې یوه مرکه یې کړې ده.
دې ته په پام په دغې مناظره کې د هاریس راڅرګندېدل د هغې د کمپاین لپاره ډېر مهم بلل کېږي.
هاریس د خپلې پالیسۍ د ځینو ټکو یادونه وکړه، خو په دې اړه یې ډېر جزییات ورنهکړل.
۷۸ کلن ټرمپ بیا تر ډېره له زغمه کار واخیست او د هاریس پر زیانګالو ټکو لکه د کډوالۍ او اقتصاد په مسایلو کې یې پر هغی پر لفظي برید تمرکز کړی و.
ښایي نوموړی د اقتصاد په برخه کې یو څه بریالی شوی خو ډېر تمرکز یې نه درلود.
د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات چې ټاکل شوې د روان میلادي کال د نومبر په پنځمه نېټه ترسره شي، ښایي نتیجه یې په اوو ایالتونو کې یو لږ شمېر رایې ورکوونکي چې نه پوهېږي چاته رایې ورکړي، وټاکل شي.
هاریس او ټرمپ اړتیا لري چې دغو رایې ورکوونکو ته قناعت ورکړي چې د خپل سیال پرتله ښه کاندید یا کاندیده ده.
د هاریس کمپاین ویلي چې کاندیده یې په دې مناظره کې بریالۍ وه او له هغې وروسته یې له ټرمپ سره د بلې تلوېزیونې مناظرې وړاندیز وکړ، خو ټرمپ وویل، دغه وړاندیز ځکه شوی چې هاریس د تېرې شپې مناظره ډېره سخته بایللې ده.
اوس پوښتنه دا ده چې ایا د کاندیدانو ترمنځ تلوېزیوني مناظره به په هغه یوازېني ځای کې د رایو پر بهیر اغېز وکړي چې د انتخاباتو برخلیک ټاکي؟