د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې د حاجي بابا غبرګې سترګې د شوروي جګړې پرمهال بمباریو ترې اخیستې دي.
د هغه چاودلي لاسونه او د مخ ګونځې د ستړي او لالهانده ژوند کیسه کوي.
هغه چې د ترینکوټ په واټونو سوال کوي وايي، د یتیمانو سرپرستي ورترغاړې ده.
حاجي بابا وویل، نه يې دولت غم کوي او نه ورسره بهرنۍ موسسې مرسته کوي.
هغه زیاته کړه: "یا مې مړ کړئ یا مې موړ کړئ. په دا ګرد بازار کې ګرځم که څوک مې لاسنیوي کوي. هر چا که څه راکړي وي لاس دې پورته کړي. له پرون راهیسې مې یو څه ډوډۍ راټوله کړه، کونډې او یتیمان راته ناست دي، ته زما دې حال ته وګوره لاسونه مې ټول چاودلي دي ته دې چاود ته وګوره بابکه."
د ارزګان ګاونډ کندهار کې تورجان بیا د جاحي بابا په څېر د ورته برخلیک سره مخ دی.
هغه وايي، له هغو سوادګرو ګیله من دی چې د لاسنیوي توان لري، خو مرسته نه کوي.
نوموړي وویل: "زه چې پر ماین وخښتم دواړه پښې او یو لاس مې پرې شو. درې کاله د مور او نورو لاس ته ناست وم. زه له مشرانو ګیله من یم له هغو سوادګرو چې د لاسنیونې توان لري، خو مرسته نه کوي."
د فراه اوسېدونکی محمد نعیم بیا شکایت کوي چې د طالبانو د حکومت چارواکي يې غږ نه اوري او یوازې هغو معلولینو ته رسېدنه کوي چې د طالبانو سره خپلوي لري.
هغه وویل: "د شهدا او معلولینو ریاست زموږ شکایت نه اوري، یوازې د خپلو نظامیانو او خپلوانو غږ اوري او موږ ته رسېدنه نه کوي. موږ معیوبه خلک یوو. زما دواړه سترګې معیوبه دي، خو دوی موږ کله په یو لور او کله په بل لور ځغلوي."
سایره بیا هغه معلوله ده چې په کوچینیوالي کې د پولیو د واکسین نه کولو له کبله ګوزڼ وهلې او اوس یې غبرګې پښې کار نه کوي.
هغه وايي، په ډېرو ستونزو يې لوړې زده کړې وکړې، خو دنده ځکه څوک نه ورکوي چې معلوله ده.
نوموړې وویل: "هر ځای ته چې د کار لپاره تللې یم څو وکولای شم د کورنۍ ملاټر وکړم، هغوی دنده نه راکوي. زه وایم دوی دې یو چانس راکړي چې وګوري او زه ورته ځان ثابت کړم، خو دوی دا دلیل راوړي چې ته معلوله يې او کار نه شي کولای."
همایون حکیمي چې دواړه سترګې يې په تېرو شل کلنو جګړو کې له لاسه ورکړي دي ورته ستونزې د معلولینو پر وړاندې لوی خنډونه بولي او وايي، حتی د کورني ژوند په جوړښت کې څوک په معلول باور نه کوي.
نوموړی زیاتوي: "د کورنۍ د جوړولو یا واده کولو یا په دې اړه د تصمیم نیولو په برخه کې په موږ ټولنیز باور نه شته. زه هیله مند یم چې د ټولنې وګړي وکولای شي چې موږ د عادي انسانانو په توګه په ټولنه کې ومني."
د ازادي راډیو خبریال د معلولینو دغه ستونزې د طالبانو د حکومت د شهدا او معلولینو وزارت سره هم شریکې کړې ویاند يې فیصل په دې اړه داسې وویل: "موږ دلته ټول معلولین که هغه د تېر نظام معلولین دي او که د اوسني، ملکي معلولین دي او طبیعي معلولین ثبت او راجستر کړي دي او څه باندې نیم يې خپل د سږکال د شپږو معاشونه هم ترلاسه کړي دي."
په افغانستان کې د څلورو لسیزو اوږدې جګړې میلیونونه افغانان معیوب کړي دي.
د ۲۰۲۱ میلادي کال په مارچ میاشت کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په یوه سروې کې موندلې وه چې نږدې څلور نیم میلونه افغانان معلولیت لري او مهم لامل یې جګړه ده.
د طالبانو په بیا ځلي واکمنۍ سره چې اقتصادي وضیعت خراب شوی او بهرنۍ بشري مرستې کمې شوي، میلیونونه افغان معلولین د روان وضیعت له کبله تر ټولو ډېر زیانګالي دي.
دمګړی د طالبانو د حکومت د شهدا او معلولینو وزارت وايي، دوه سوره زره معلولین ورسره ثبت او راجستر دي.
دا شمېره په افغانستان کې د میلیونونو معلولینو یوه وړه برخه ده او سلګونه زره نور معلولین دا مهال له بشري مرستې او دولتي ملاتړ بې برخې په سختو شرایطو کې ژوند کوي.