د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۹

د خښتو د بټیو یو شمېر کارګران: د ډېرو سختو کارونو په بدل کې کم امتیاز راکول کیږي


ارشیف: په کندهار کې د خښتو یوه بټۍ کې یو کارګر د کار پر مهال
ارشیف: په کندهار کې د خښتو یوه بټۍ کې یو کارګر د کار پر مهال

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د خښتو د بټیو یو شمېر کارګران وايي، د ډېرو سختو کارونو په بدل کې کم امتیاز ورکول کېږي.

فردوس چې د خپلې ۱۳ کسیزې کورنۍ سرپرستي ور له غاړې ده په پلازمېنه کابل کې د خښتو په یوه بټۍ کې کار کوي.

فردوس وايي چې د ورځي په منځني ډول ۲۰۰ افغانۍ پیدا کوي.

نوموړی د ګرمۍ په دې موسم کې د خښتو په بټۍ کې کار کول تر بل هر کار ستونزمن بولي او شکایت کوي چې د خپل کار په اندازه ورځنی مزدوري نه ورکول کېږي.

هغه وايي: "زموږ ستونزې ډېرې دي، موږ ته دومره پیسې نه راکوي، کار روزګار نه‌شته، خو موږ مجبور یو دلته ووسېږو، د سختې ګرمۍ له لاسه نور مړه کېږو، موږ ته د ورځې ٢٠٠ افغانۍ راکوي."

سید احمد د خښتو په بټیو یو بل کارګر دی چې د هرات د خښتو په یوې بټۍ کې کار کوي.

دا ۳۳ کاله عمر لري، د درېیو ماشومانو پلار او د خپلې کورنۍ یوازینۍ نفقه پیدا کوونکی دی.

سید احمد ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د ورځې شاوخوا لس ساعته کار کوي او یوازې له ۲۵۰ تر ۳۰۰ افغانۍ ترلاسه کوي.

سید احمد وايي: موږ دلته ۶ بجې سهار راځو او د ماښام تر شپږ یا شپږ نیمو بجو کار کوو، د خښتو په بټیو کې کار کول تر ټولو سخت دی.

هغه وايي: "زموږ او ستاسو د هېواد وضعیت ډېر ښه نه دی، کارو روزګار نه‌شته، موږ اړ یو چې په دې سخته ګرمۍ کې کار وکړو، موږ دلته ۶ بجې سهار راځو او د ماښام تر شپږ یا شپږ نیمو بجو کار کوو، د خښتو په بټیو کې کار کول تر ټولو سخت دی. "

د خښتو د بټیو کارګران په داسې حال کې د خپل کار په بدل کې د کمې تنخوا له امله شکایت کوي چې د افغانستان د کار قانون په اتمه ماده کې راغلي چې کارګر د کار په بدل کې د مساوي مالي امتیاز حق لري.

دا قانون د ۱۳۸۵ کال د دلوې د میاشتې په ۱۸مه نېټې توشیح شوی دی.

د کار قانون چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال نافذ وو په ۳۱مه ماده کې یې د درنو، ځمکې لاندې یا هغه کارونو لپاره چې روغتیا ته زیان رسوي په اوونۍ کې ۳۰ کاري ساعتونه ټاکل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د خښتیو په بټیو کې په کار اخته کارګران وايي چې په اوونۍ کې د کار په قانون کې د ټاکل شویو کاري ساعتونو دوه برابره کار کوي.

که څه هم د خښتو په بټیو کې د ساعت په سر د یو کارګر لپاره د مالي امتیاز اندازه نه ده ټاکل شوې، خو یو شمېر دغه کارګران یې وايي، د هر ساعت په بدل کې تر ۲۵ افغانۍ ترلاسه کوي.

په همدې حال کې په کابل کې د خښتو د یوې بټۍ مشر مبارز وايي چې د سختې ګرمې او د کار د شدت له امله یې څوتنه کارګران ناروغان شوي هم دي.

هغه د کار روزګار د خرابوالي خبره کوي.

مبارز د ساختماني کارونو کمښت د خپلو روزګار د خرابوالي لاملونه بولي.

هغه وايي: "ستونزه د ډبرو سکرو په تعرفه کې ده چې لوړه شوی ده او ورسره د سکرو بیې لوړې شوي دي، د دې ترڅنګ زموږ کار روزګار خراب دی، د اسلامي امارت له لوري د ساختماني کارونه نه کېږي یا بند دي، زموږ کار ښه نه دی، موږ خښتې په هغه قمیت پلورو چې څومره لګښت پرې راځي، اوسمهال د کابل د ده سبز په ولسوالۍ کې د خښتو له ۵۰۰ بټیو اتیا بټۍ پاتې دي او شمېر یې ډېر کم شوی دی. "

ارشیف: په کاپیسا کې د خښتو یوه بټۍ. په افغانستان کې د لوړ عمر لرونکو کارګرانو ترڅنګ افغان ماشومان هم په درنو کارونو بوخت دي.
ارشیف: په کاپیسا کې د خښتو یوه بټۍ. په افغانستان کې د لوړ عمر لرونکو کارګرانو ترڅنګ افغان ماشومان هم په درنو کارونو بوخت دي.

په دې اړه د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح‌الله مجاهد او د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سیمع‌الله ابراهیمي هم وپوښتل شول، خو دواړو د دې راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلې واکمنۍ وروسته یو شمېر سوداګرو او کارګرانو په وار وار ازادی راډیو سره په خبرو کې د کاري شرایطو د خرابوالي او په عوایدو کې د پام وړ کموالي خبره کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG