د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۲

د طالبانو حکومت ايران سره پر پوله پر سون‌توکو بار ۴۰۰ ټانکر موټرې درولي


يو شمېر ټانکر موټرې چې افغانستان ته راځي، انځور - ارشيف
يو شمېر ټانکر موټرې چې افغانستان ته راځي، انځور - ارشيف

ایران د افغانستان پر پوله د طالبانو د حکومت له لوري په سون‌توکو بار د شاوخوا ۴۰۰ ټانکر موټرو د درول کېدو خبر ورکړى.

د ایران "ايراف" خبري اژانس تازه د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي د اقتصادي سلاکار محمد مهدي جوانمرد قصاب په حواله خبر ورکړی، چې دغه موټر د ایران او افغانستان ترمنځ د ماهيرود پر پوله د طالبانو د حکومت له لوري د بې‌کيفته سون‌توکو د واردولو له امله درول شوي دي.

د دغه راپور له‌مخې، دغه توکي له عراق څخه پېرل شوي او اوس يې نه عراق مني او نه هم ايران ورته د بېرته ستنېدو اجازه ورکوي.

د افغانستان په چارو کې د ايران د ولسمشر ځانګړى استازى ادعا کوي چې، افغانستان ته له عراقه د بې‌کیفیت سون‌توکو ترانزیټ د ایران له لارې افغانستان ته د نورو هېوادونو ترانزیټ ته یوه ستونزه ده او دغه شان په افغانستان کې د سون‌توکو مافیايي کړۍ له نورو هېوادونو افغانستان ته د سون‌توکو د ترانزیټ د قانوني او پایښتي بهیر په وړاندې خنډ ګرځېدلې.

يو شمېر ټانکرې موټرې، انځور - ارشيف
يو شمېر ټانکرې موټرې، انځور - ارشيف

راپور زیاتوي، د ایران او افغانستان پر چارواکو فشار راوړل د افغان سوداګرو یوه معمول چلند دى چې له کلونو راهیسې دوام لري.

خو د دغو بار وړونکو موټرو چلوونکي ادعا کوي چې د سون‌توکو له خراب کيفيته خبر نه‌دي او مسووليت يې د واردونکو سوداګرو پر غاړه دى.

له‌دې موټر چلونکو یو چې، د موضوع د حساسیت له امله یې ونه‌غوښتل په راپور کې یې نوم واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل، له نږدې یوې میاشتې راهیسې یې موټر ځای په ځای ولاړ دی.

هغه وويل: "تېل خراب وو، کوم بې‌کیفیته تېل چې سوداګرو بار کړي

موږ هيڅ ترې خبر نه يو موږ يې درولي يو، وروسته پوه شو چې ستونزه څه ده

اوس که موټر همداسې درېدلي پاتې وي ماشينونه يې خرابېږي."

خو د تېلو د واردونکو ټولنې پخوانی اجراییه رییس او د اقتصادي چارو پوه اذرخش حافظي ازادي راډیو ته وویل، هغه کسان چې افغانستان ته بې‌کیفیته سون‌توکي واردوي باید د بېرته ستنېدو ترڅنګ جریمه هم پرې کړي.

نوموړی وايي: "اوس چې دا تېل له پولې را اوښتي دي، که په رښتيا هم بې‌کيفيته وي، بايد نه يوازې بېرته ور وګرځول شي، بلکې عاملين يې بايد جريمه هم شي، ولې بې‌کيفيته تېل له ايران، ترکمنستان او عراق څخه افغانستان ته راځي دا په جدي توګه بايد وڅېړل شي."

ښاغلی حافظي ټینګار کوي، که چېرې سرغړونه شوې وي، سوداګر ته په قرارداد کې یو څه لیکل شوي وي او بل څه بار شوي وي، سوداګرو باید ځاى پر ځاى کيفيت کنټرول کړی وای.

د یادونې ده، چې د طالبانو حکومت مخکې تر دې هم د نیمروز او فراه ولایتونو له سرحدي سیمو څخه په بې‌کیفیته سون‌توکو بار لسګونه موټرې بېرته ایران ته ستنې کړې دي.

هڅه مو وکړه، چې په‌دې اړه د افغانستان د تېلو واردولو ټولنې د سوداګرو او په ماهيرود پوله کې د طالبانو حکومت له سیمه‌ییزو چارواکو سره خبرې وکړو، خو له پرله‌پسې هڅو سره سره خبرو کولو ته حاضر نه‌شول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG